د افغانستان د پولیو واکسینو د پروګرام مسؤلین وايي چې د ناامنیو له امله به د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د پولیو واکسین تطبیق نه شي.
د دغه پروګرام مسؤل میوند احمدزي سره زموږ همکار اکرام الله اکرام مرکه کړې او په پیل کې يې ترې پوښتلي چې د ناامنۍ له امله به په کومو ولایتونو کې څومره ماشومان له واکسینو پاتې شي؟