د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۷

 د افغانستان ۴ حوزو کې د پولیو واکسین فرعي کمپاین پيل شو


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په ختیځ، جنوب ختیځ، جنوب او شمال ختیځ حوزو کې د پولیو واکسین یو پنځه ورځنی کمپاین پیل کړ.

د دغه وزارت مسؤلین وایي چې له دغه کمپاین سره مل به د شري یا سرخکان د واکسین کمپاین هم په یادو ولایتونو کې ترسره شي.

د روغتیا وزارت د معافیت کتلوي څانګې مسؤل ډاکتر پرویز د دوشنبي په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دغه کمپاین کې به له پنځو کلونو څخه د لږ عمر لرونکي ټول ماشومان واکسین شي.

نوموړي زیاته کړه:

"دغه کمپاین چي نن پیلېږي، یو فرعي کمپاین دی چي په ختیځ، جنوب ختیځ، جنوب او شمال ختیځ کې چې کندز، بلخ، او تخار ولایتونه په‌کې شامل دي تر سره کېږي، په دې جریان کې د سرخکانو کمپاین هم لرو چې په بېلا بېلو ولسوالیو کې عملي کېږي او بېلا بېلې نتیجې به لاسته راوړي، د پولیو کمپاین کور په کور او د سرخکانو کمپاین محل په محل تر سره کېږي، دا په دې معنی چې دوی خپل ځایونه انتخابوي او هلته بنرونه لګوي."

د ښاغلي پرویز په خبره د دغه پنځه ورځني کمپاین په جریان کې، تر ۵۲ زرو زیات واکسیناتوران چې په اړوندو برخو کې یې زده‌کړې کړي کور په کور به وګرځي او ماشومانو ته به واکسین وکړي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت مسؤلین وایي چې د روانې اوونۍ د جمعې په ورځ به د پولیو د واکسین ټیمونه د هغو کورنیو بیا لیدنه وکړي چې ماشومانو یې د واکسین له لومړي کمپاین څخه پاتې شوي، څو باوري شي چې ټول ماشومان واکسین شوي دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر دې مهاله پورې د ماشومانو د ۹ ډوله وژونکو ناروغیو لپاره‌یې چې توبرکلوز، ګوزڼ، دیفتري، تور ټوخي، انفلونزا، تور زېړی، سینه بغل، شری او تیتانوس دي چې د نوي زېږو ماشومانو او ميندو د معلولېدو لامل هم کېږي واکسین تیار کړی او د ټول هېواد په کچه په وړیا ډول د ۱۲ کلونو نه د ټیټ عمر ماشومانو ته تطبیقېږي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې، یوه ۱۴ میاشتنې ماشومه په کندز ولایت کې، د پولیو ناورغۍ قرباني شوه.

په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې، د روغتیايي کمېسیون غړو د روغتیا وزارت د دغه اقدام هرکلي وکړ او له وسله‌والو مخالفینو څخه‌یې وغوښتل چې په نا امنو سیمو کې، د پولیو واکسین د کمپاین مخنوی ونه‌کړي.

د دغه کمېسیون یو غړي نثار حارس وویل:

"موږ د روغتیا وزارت د دې اقدام هرکلی کوو خو د دې تر څنګ د وسله‌والو مخالفینو څخه هم غواړو چې واکسیناتورانو ته زمینه برابره کړي چې ماشومان واکسین کړي او تر څنګ‌یې، د واکیسناتورانو د امنیت ضمانت هم وکړي چې دوی لاړ شي د دوی په سیمو کې، ماشومان واکسین کړي."

ښاغلي حارس دغه‌شان له ټولو کورنیو څخه وغوښتل چې د خپلو ماشومانو په واکسینولو کې، غفلت ونه‌کړي.

د عامې روغتیا وزارت مسؤلین وایي چې د ماشومانو لپاره د ۱۲ ډوله واکسین تیاری د هېواد په کچه په ۱۸۰۰روغتیایي مرکزونو کې موجودې دي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG