د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، د ماشومانو د ګوزڼ یا پوليو ډېرې پېښې په ۲۰۱۶میلادي کال کې د پکتيا ولايت په برمل ولسوالۍ کې ثبت شوي وې.
د افغانستان د پوليو د پروګرامونو مسئول میوند احمدزي ازادي راډیو ته وويل چې له پاکستان نه د خلکو له تګ راتګ سره افغانستان ته د پولیو ناروغي انتقال شوې ده.
د ښاغلي احمدزي په وينا، په هېواد کې د پولیو په مخنیوي کې نا امني هم یو خنډ دی.
ملالۍ بشير د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د پوليو د پروګرامونو له مسئول سره خبرې کړي او پوښتنه يې کړې چې د افغانستان په کومو ولايتونو کې په ۲۰۱۶میلادي کال کې د پوليو پېښې ثبت شوي دي؟
Embed
شریکول
Embed
شریکول
The code has been copied to your clipboard.
The URL has been copied to your clipboard
No media source currently available
مستقیم لېنک