د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

روغتیا وزارت: د ۲۰۱۷م کال تر پایه افغانستان کې د پولیو ناروغي ختموو


د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، د تېر میلادي کال لاسته راوړنو ته په کتو ډاډه دي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې به پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي په افغانستانه کې ختمه کړي.

د دغه وزارت د پولیو د له‌‌منځه وړلو پروګرام مسؤل ډاکټر میوند احمدزي د يکشنبې په ورځ کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال وویل چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په ټول افغانستان کې د پولیو ۱۳ پېښې ثبت شوي چې دا په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو ټيټ ګراف ښيي.

ښاغلي احمدزي وویل، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې پولیو په افغانستان کې ختمه کړي او هغه پیسې چې دې برخه کې مصرفېږي هغه نورو روغتیايي برخو کې ولګوي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د پولیو د له‌ منځه وړلو د پروګرام مسؤل ډاکتر میوند احمدزی
د افغانستان د روغتیا وزارت د پولیو د له‌ منځه وړلو د پروګرام مسؤل ډاکتر میوند احمدزی

نوموړی وايي:

"په ۲۰۱۷ میلادي کال کې به موږ همدغو کارونو ته دوام ورکوو، نن سبا موږ په پولیو باندې میلیونونه ډالر مصرفوو نو کله چې موږ د پولیو محوې ته ورسېدو دغه ټولې پیسې به په نورو روغتیايي خدمتونو ولګول شي او روغتیايي خدمتونه به ښه شي."

د ښاغلي احمدزي په خبره ټاکل شوې چې د سلواغې په ۱۱مه نېټه په ټول هېواد کې د ۳۰ زره واکسیناتورانو له‎خوا د پولیو کمپاین پېل شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې دوی په پام کې لري چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د یونېسف او روغتیا نړيوال سازمان په مالي او تخنیکي مرسته څه باندې ۶،۵ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین وکړي.

د دغه وزارت مسؤلین وايي چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په ټول افغانستان کې د پولیو ۲۰ پېښې ثبت شوي چې په ۲۰۱۶ میلادي کې دغه پېښې ۱۳ ته ټیټې شوې او په ۲۰۱۷ میلادي کې به دوی دغه پېښې صفر ته ورسوي.

په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د افغانستان په څلورو ولسوالیو کې د پولیو پېښې ثبت شوي چې برمل کې د پولیو ۷ پېښې د کونړ شیګل ولسوالۍ کې ۴ پېښې او يوه يوه پېښه هم په نوزاد او شاه ولي کوټ ولسوالیو کې.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د یونېسف ادارې د پولیو برخې مسؤلې ډاکټر ملیسا په دغه خبري کنفرانس کې وویل چې افغانستان د پولیو له‌منځه وړلو ته نېږدې شوی او ټول افغانان باید دې برخه کې په ګډه کار وکړي ترڅو په افغانستان کې د پولیو ناروغي ختمه شي.

په افغانستان کې د یونېسف ادارې د پولیو برخې مسؤله ډاکتر ملیسا
په افغانستان کې د یونېسف ادارې د پولیو برخې مسؤله ډاکتر ملیسا

اغلې ملیسا زیاته کړه:

"زه ډېره زیاته خوشحال یم چې افغانستان د پولیو محوې ته نېږدې شوی، دې برخه کې ټول خلک او ټولنې باید په ګډه کار وکړي ترڅو ماشومان د پولیو له ناروغۍ څخه په امن کې شي او دا د ټولو ګډ مسؤلیت دی."

په ورته وخت کې په افغانستان کې د روغتیا نړيوال سازمان د پولیو برخې مرستیال منیب راماتي د پولیو په وړاندې ګډه مبارزه او کار ډېر مهم بولي او وايي چې په دې برخه کې باید ټول خپل مسؤلیتونه درک کړي.

د ښاغلي راماتي په خبره تېر میلادي کال د پولیو د مخنیوي لپاره ډېر ګټور کال و خو دغې چارې ته باید تر هغې دوام ورکړل شي تر کومه چې په افغانستان کې د پولیو ناروغي ختمه شي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG