د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

کامه وال: د ننګرهار ۵ ولسوالیو کې د پولیو ضد کمپاین ستونزمن دی


په ننګرهار کې د پولیو ضد واکسینو درې ورځينی کمپاین پيل شو چې په دې موده کې به شاوخوا شپږ نیم لکه ماشومان واکسین شي.

د دوشنبې په ورځ د دې کمپاین په پرانېست غونډه کې د ننګرهار د صحت عامه رئيس ډاکټر نجیب کامه وال وويل، که څه هم د پولیو واکسینو د کمپاین ساحه د تېرو کمپاینونو په پرتله پراخه شوې ده خو لا هم د دې ولایت د پينځو ولسوالیو په یو شمېر سیمو کې د پوليو واکسینو کمپاین ستونزمن دی.

دی وايي، په تېرو کمپاینونو کې ۷۵ زره ماشومان به د واکسینو له تطبیق نه پاتې کېدل خو په دې کمپاین کې به دا کچه ۱۵ زرو ته راټيټه شي:

"زموږ ننګرهار کې ولایت کې پخوا ۷۵ زره ماشومان د واکسینو له تطبیقه پاتې کېدل خو اوس دا شمېره ۱۵ زرو ته راښکته شوې هلته چې دا کمپاین مشکل دی هغه د پچيراګام د پننګزو ساحه ده، همدارنګه د ده بالا د ګورګورې ساحه ده، د کوټ لاغرجوی سیمه ده اچین د مامند نه بره سیمې دي او د نازیانو یو شمېر سیمې په کې دي."

دغه ساحه چې هلته د پولیو واکسینو کمپاین ستونزمن دی اوس‎مهال دا سیمې د داعش وسله‎والو سره په لاس کې دي.

په ورته وخت کې یو شمېر ديني علما وايي، د نړۍ وتلو علماو د واکسینو تطبق روا ګڼلی خو دا چې ځيني وسله‎والې ډلې د واکسينو د کمپاین مخنیوی کوي ممکن دا خلک په کې سیاسي غرض ولري:

"مولوی ګل نبي: په دې کې شاید سیاسي مطلب او غرض په کې ووسي ځکه تاسو وګورئ په سعودي عربستان او مصر کې ټولو علماو فتوه ورکړې ده چې دا روا دي.

مولوی عتيق الرحمن فضلي: څوک چې د دې ممانعت کوي په دې نه پوهیږي چې دا مشروبات هم ناروا دي کنه خو دوی هېڅ تحقیق نه دی کړی یوازې غواړي د افغانستان ماشومان خدای مکړه فلج شي."

د روغتيا ریاست د مسوولینو په خبره اوس‎مهال په ټول هېواد کې د پولیو ۱۲ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې جملې څخه څلور پېښې د کونړ په ولایت کې دي.

دوی وايي، د دې په خاطر چې د پولیو وایروس دې سیمې ته انتقال نه شي له پاکستانه د راستنېدونکو کورنیو سره ماشومانو ته د واکسین کولو پوره ترتیبات يې هم نيولي دي.

ننګرهارـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG