د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

د پولیو ویروس له‌منځه وړلو لپاره د عامې روغتیا وزارت نوې ژمنه


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د افغان کرکټ لوبغاړو په ملګرتیا د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ ضد د مني موسم سراسري کمپاین پیل کړ.

د عامې روغتیا وزیر د یاد کمپاین د پیل پر مهال وویل، تمه لري چې د روان کال تر پایه په ټول هېواد کې د پولیو یا ګوزڼ ویروس له‌منځه یوسي.

په دغه کمپاین کې د عامې روغتیا له وزارت سره افغان کرکټ بورډ هم ملګرتیا کوي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز چې د کرکټ لوبغاړو او مسؤلینو په موجودیت کې یې د مني د موسم دا کمپاین پرانیست رسنیو ته وویل تمه ده، شاوخوا نهه میلیونه ماشومان چې عمرونه‌یې له پنځو کلونو څخه کم وي په دې دوره کې واکسین شي.

نوموړی وايي، سږ کال په هېواد کې د ګوزڼ اووه پېښې ثبت شوي، خو د ده په باور عامه پوهاوی او پاملرنه کولای شي دا شمېره صفر ته راښکته کړي.

ډاکټر فیروزالدین فیروز
ډاکټر فیروزالدین فیروز

نوموړي زیاته کړه:

"افغان دولت ژمنه کړې چې پولیو له‌منځه یوسي او ان‌شاءالله له‌منځه به ولاړ شي، ځکه چې پېښې یې ډېرې کمې شوې دي، موږ سږ کال شاوخوا ۷ پېښې لرو او وروستۍ یوه‌یې لا هم یقیني نه‌ده، نو ځکه اووه پېښې وایو، هیله‌مند یو چې د کال تر پایه د دې ویروس دوران په افغانستان کې ودروو او له‌منځه‌یې یوسو."

ښاغلی فیروز وايي چې د ماشومانو د ګوزڼ ضد دا کمپاین سراسري دی او تر پنځو ورځو به دوام وکړي.

د ډاکټرانو په باور پولیو یوه فلجونکې ناروغي ده چې درملنه‌یې ناشونې ده، خو د واکسین له لارې یې مخنیوی کېدلای شي.

روغتیا وزارت: هڅه کوو د پولیو ویروس له منځه یوسو.
روغتیا وزارت: هڅه کوو د پولیو ویروس له منځه یوسو.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د دې ناروغۍ اتیا پېښې ثبت شوې وې چې تېر کال بیا دا شمېره ۲۸ خو سږ کال بیا تر اوو ښکته شوي دي.

د افغانستان د کرکټ ځينې لوبغاړي چې یو ځل بیا د یونیسف او عامې روغتیا وزارت له‌خوا د پولیو ضد کمپاین او تبلیغاتو لپاره غوره ګڼل شوي وايي، غواړي د ورزش تر څنګ ځينې ټولنیز مسؤلیتونه هم تر سره کړي.

ملي لوبغاړي حشمت‌الله شهیدي په دې اړه داسې وویل:

"څرنګه چې زه د افغانستان لپاره استازیتوب کوم، که زموږ ماشومان هم روغ وي سبا دوی هم ښه استازیتوب کولای شي، نو زما هیله دا ده چې په افغانستان کې د ګوزڼ هېڅ پېښه نه‌وي."

د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس شفیق‌الله ستانکزی وايي چې تېر کال‌یې د لوبغاړو پر مټ کمپاین بریالی و نو ځکه بیا هم په دې برخه کې د عامه پوهاوي لپاره کار کوي.

شفیق الله ستانکزی
شفیق الله ستانکزی

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان د کرکټ هر یو لوبغاړی په هر ډول پیغام او عامه پوهاوي کې مهم رول لري، شاوخوا ۹۰ سلنه د افغانستان خلک موږ څاري او ګوري، نو ځکه له دې لارې عامه پوهای مهم رول لري."

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د ګوزڼ شته پېښې په کونړ، کندهار، هلمند او پکتیکا ولایتونو کې ثبت شوي چې له پاکستان سره ګډه پوله لري.

افغان چارواکي وايي چې ناامني، بې‌ثباتي، له پاکستان سره ګډه پوله چې د ګوزڼ ګڼې پېښې لري او د کډوالو تګ راتګ هغه موارد دي چې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ ضد مبارزه‌یې له خنډونو سره مخ کړې ده.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG