د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

فیروز: هڅه کوو د روان کال تر پایه د پولیو ناروغي له منځه یوسو


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د پولیو واکسین د تطبیق مرکزونه په ټولو ولایتونو کې فعاله دي او له همدې امله د پولیو پېښې راکمې شوي دي.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز د دوشنبې په ورځ په کابل کې د پولیو د له منځه وړلو د بېړني مرکز د بنسټ ډبرې د اېښودنې پر مهال وویل، هڅه کوي چې د روان میلادي کال تر پایه د پولیو ناروغې له منځه یوسي.

ښاغلي فیروز زیاته کړه:

"د افغانستان د دولت ژمنه دا ده چې د کال تر پایه د پولیو ناروغي ختمه شي.موږ سږ کال په افغانستان کې د پولیو د شپږو پېښو شاهدان و په تېرو کلونو کې زیاتې وې دا د دې ښکارندوي کوي چې د عامې روغتیا وزارت له خپلو نړیوالو همکارانو سره د پولیو په برخه کې د ښه کېدو پر لور روان دی."

ښاغلی فیروز وايي چې د ننګرهار د سرحدي سیمو په څېر په ځینو محدودو ځایونو کې اسلامي دولت نومې ډلې ته وفادار کسان روغتیايي خدماتو او د پولیو واکسین تطبیق ته اجازه نه ورکوي.

پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ یو له شدیدو ناروغیو څخه ده چې له یوه انسان څخه بل ته د خولې له لارې انتقالېږي چې د ماشومانو د فلج یا ګوزڼ لامل کېږي او درملنه هم نه لري.

په روان میلادي کال کې د پولیو شپږ پېښې په افغانستان کې ثبت شوي
په روان میلادي کال کې د پولیو شپږ پېښې په افغانستان کې ثبت شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په روان میلادي کال کې د پولیو شپږ پېښې په افغانستان کې ثبت شوي او په وروستیو کې د پولیو پېښې یوازې په افغانستان او پاکستان کې لیدل شوي خو هڅه کېږي چې د دغه ناروغۍ د لمنځه وړلو لپاره له نړیوالو سره په همغږۍ جدي اقدامات وشي.

د عامې روغتیا وزارت په وینا له تېرو څو کلونو راهیسې د بیل او میلاندا ګیټس بنسټ په دې برخه کې له دوی سره همکاري کوي او اوس د پولیو د لمنځه وړلو لپاره د بېړنې مرکز د جوړېدو مالي لګښت ورکوي چې 2.4 میلیون ډالره کېږي.

د ګیټس بنسټ د پولیو د برخې سلاکار عصمت الله عرب
د ګیټس بنسټ د پولیو د برخې سلاکار عصمت الله عرب

د ګیټس بنسټ د پولیو د برخې سلاکار عصمت الله عرب وايي، له عامې روغتیا وزارت، نړیوال روغتیايي سازمان او یونیسف سره په همغږۍ هڅې روانې دي چې د روان میلادي کال تر پایه په افغانستان کې د پولیو ناروغي لمنځه یوړل شي.

ښاغلي عرب زیاته کړه:

"د ګېټس بنسټ د عامې روغتیا وزارت، نړېوال روغتیایي سازمان او یونېسف له طریقه هغه ټول امکانات چې مهم دي برابره وي یې څو د لوژستيکې خدماتي پرسونل او د عامه پوهايي په وسیله وکولای شو د پولیو پېښې کابو کړو."

ښاغلی عرب وایي، د ګېټس بنسټ ورته مرکزونه د افغانستان په لویو ښارونو کې جوړ کړي څو د دغه مرکزونو ترمنځ د منظمې همغږۍ له مخې وکړای شي د پولیو ناروغي کابو کړي.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت وایي چې د ډیورنډ فرضي کرښې په ګډون یې په ټولو سرحدي سیمو کې روغتیایي مرکزونه فعال کړي او مسافرینو به د روغتیايي کارکونکو له خوا واکسین شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG