د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۲

طالبانو په ننګرهار کې د پولیو واکسين پر کمپاین بندیز لګولی‎


وروسته له هغه چې د سې شنبې په ورځ په ننګرهار کې د پولیو واکسینو درې ورځنی کمپاین پيل شو چې وسله والو طالبانو د ننګرهار یو شمېر روغتيايي مرکزونو ته ګواښ وکړ چې د پولیو پرضد د واکسینو کمپاین دې نه ترسره کوي.

د ننګرهار د روغتيآ ريیس ډاکټر نجیب کاموال هم دا ستونزه مني او زیاتوي چې له تېرې ورځې راهیسې د دوی شپږ تنه وکسيناتوران چې د وسله والو له خوا تښتول شوي و، د ولایتي ادارې او قومي مخورو پر مټ يې بيرته راخوشې کړل.

ښاغلي کاموال زیاته کړه:

"له پرون ورځې راهیسې په ځينو ولسوالیو کې د کمپاین مخنیوی شوی دی او زموږ په تعداد کې شپږ کسان واکسیناتوران نیول شوي و چې خوشبختانه د قومي مشرانو او ولایتي ادارې په همکاری ټول راخوشې شوي دي موږ په لټه کې یو چې دا مشکل حل شي."

بل خوا د ننګرهار والي سلیم خان کندزی وايي، د قومي مخورو پر مټ د دې ستونزې د حل په لټه کې دی.

د ننګرهار والي سلیم خان کندزی وايي، د قومي مخورو پر مټ د دې ستونزې د حل په لټه کې دی.
د ننګرهار والي سلیم خان کندزی وايي، د قومي مخورو پر مټ د دې ستونزې د حل په لټه کې دی.

نوموړي پر ټولو وسله والو ډلو غږ وکړ چې د واکسینو کمپاین سياسي او انظامي اړخ نه لري او د دې پر ځای چې يې مخه ونیسي باید ورسره همکاري وکړي:

"زموږ کوښښ دا دی چې د واکسينو موضوع غيرې سياسي ده دا کمپاین دښمن او دوست نه غواړي د دې خاورې د هر بچي پر موږ حق دی چې واکسین ورته ورسوو زه پر ټولو باندې غږ کوم چې که افغان وي نو د دې واکسینو مخه دې نه نيسي دا د دې خاورې بچو سره ظلم دی."

وسله والو طالبانو تر اوسه رسنيو ته په دې اړه څه نه دي ويلي چې ولې يې د پولیو واکسینو د کمپاین مخه نیولې خو یو شمېر واکسيناتوران وای تر هغه چې د دې ستونزې حل نه وي لټول شوی دوی کمپاین نه شي ترسره کولای.

د روغتيا پوهانو په خبره که د پولیو واکسینو کمپاینونه په خپل وخت ترسره نه شي نو د پولیو ناروغۍ مثبتې پيښې به زیاتې شي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG