د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۴

فیروز:هیله مند یو چې روان کال افغانستان له پولیو پاک کړو


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، هڅه کوي چې په روان کال کې هېواد له پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ له ناروغۍ څخه پاک کړي.

د دغه وزارت چارواکو د چهارشنبې په ورځ د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې داسې میکانیزم به هم جوړ کړی ترڅو په ناامنو سیمو کې د پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ ناروغي له منځه یوسي.

په همدې حال کې جاپان هم د چهارشنبې په ورځ یونېسف یا د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو وجهي صندوق سره یوه هوکړه لیک لاسلیک کړ چې له مخې به یې د ماشومانو د پولیو واکسین تطبیق شي.

د دغه تړون له لاسلیک وروسته په افغانستان کې د یونېسف ادارې استازي ډاډ ورکړ چې دوې به د دې پروژې د تطبیق لپاره تر پخوا ډير هڅې وکړي.

په داسې حال کې چې د افغانستان په ناامنو سیمو کې روغتیايي خدماتو ته د نه لاسرسي له وجې د مور او ماشوم د مړینې د زیاتیدو اندېښنې مخ په ډيریدو دي د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي هڅه کوي چې خلکو ته د روغتیايي خدماتو زمینه برابره کړي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د چهارشنبې په ورځ د یوې خبري ناستې پرمهال وویل، دوې به هڅه وکړي ترڅو په ناامنو سیمو کې پولیو او نور واکسینونه تطبیق کړي.

ښاغلي فیروز زیاته کړه:

"ان ناامنو سیمو لپاره هم داسې میکانیزم لرو چې کولای شو ماشومانو ته رسیده ګي وکړو او ورته واکیسن تطبیق کړو، موږ د پولیسو د له منځه وړلو لپاره جدي هڅې کوو، هیله مند یو چې دا هڅې نتیجه ورکړي او سږکال وکولای شو چې پولیو له منځه یوسو."

سره له دې چې هرکال د پولیو د تطبیق لپاره ورته کمپاینونه جوړیږي خو په هېواد کې ناامنیو او د خلکو ترمنځ د عامه پوهاوي د نشتون له وجې دغه واکسین په عمومي ډول نه تطبیق کیږي.

د یو شمېر رپوټونو له مخې په تېر یوه کال کې د پولیو نژدې شل پېښې په افغانستان کې لیدل شوي خو د پولیو د واکسین ترڅنګ په یو شمېر سیمو کې افغان ماشومان نورو روغتیايي خدماتو ته هم لاسرسی نه لري.

په همدې حال کې جاپان د پولیو، تور زیړي، سرخکان، توبرکلوز او په امیدوارو میرمنو کې د تیتانوس واکسین او په۲۰۱۶ کال کې د نهه عشاریه یو میلیون ماشومانو لپاره په افغانستان کې د پولیو کمپاین په خاطر یونسف یا د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو وجهي صندوق سره یوه هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د جاپان سفیر ایچیر وچو د دغه تفاهم لیک د لاسلیک پرمهال خبریالانو ته وویل چې جاپان تل له افغانستان سره په روغتیایې برخه کې مرسته کړې او خپلو همکارېو ته به دوام ورکړي.

د جاپان سفیر زیاته کړه:

"د دغه هوکړه لیک په اساس د جاپان حکومت نژدې پنځه لس میلیونه ډالره مرسته کوي، دا مرستې به په ماشومانو کې د ناروغیو د مخنیوي او د یو عشاریه دوه میلیونه نوو زیږیدلو ماشومانو د ژغورلو او د دوه عشاریه پنځه ملیونه امیدوارو میندو سره مرسته مرسته کوي."

په همدې حال کې جایکا یا د جاپان د همکاریو سازمان له افغان حکومت او یونسف سازمان څخه وغوښتل ترڅو د دې پروژې د تطبیق لپاره هڅې وکړي او ماشومان خوندي کړي.

د جاپان سفیر له افغانانو غواړي ترڅو د عامې روغتیا وزارت له کارکوونکو سره مرسته وکړي او د ماشومانو په خوله کې د پولیو د دوو څاڅکو په اچولو سره خپل ماشومان له ګوزڼ څخه وژغوري.

ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG