د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

ننګرهار چارواکي: د پوليو واکسین له کمپاینه به هېڅ ماشوم پاتې نه‌شي


په ختیځه سیمه کې د پولیو واکسین درې ورځنی کمپاین نن یکشنبه پیل شو.

د دې کمپاین په پرانیسته کې د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مرستیالې مقدسه معراج وويل، په پام کې لري چې د واکسین په روان کمپاین کې د ختیځې سیمې شااوخوا يو ميلیون ماشومان د پولیو ضد واکسین شي چې له دې ډلې یوازې اووه لکه به په ننګرهار کې وي.

نوموړې وويل، دا ځل به د سرې میاشتې رضاکارانو په مرسته په هغو ولسواليو کې همدا د واکسین کمپاین ترسره شي چې په تېرو کمپاینونو کې نه‌و شوی.

نوموړې وویل:

"د ۴۴۸۰ صحي کارکوونکو په مرسته موږ واکسین کوو ان‌شاءالله ټول ماشومان به واکسین شي کوټ، اچین، پچیراګام او هسکې مېنې ولسواليو کې چې تېر ځل ماشومان له واکسینه پاتې وو د سرې مياشتې رضاکارانو په مرسته به واکسین شي."

بل‎خوا ختیځه سیمه کې د کوچیانو مشر محمد انور بیا په دغه کمپاین کې د دولت وسله‎والو مخالفینو او عامو خلکو نه غوښتنه وکړه چې د واکسين په روان کمپاین کې دې له رضاکارانو سره مرسته وکړي.

نوموړی وايي:

"د دولت له ارګانونو نه، معلمانو نه، ملایانو نه او ان د دولت له مخالفینو نه غوښتنه کوو چې دا بې‌طرفه کمپاین دی، ټول دې ورسره همکاري وکړي او خلکو نه مې غوښتنه ده چې په هر ځای کې چې واکسین تطبیقېږي خپل ماشومان ورورسوئ."

د روغتیايي چارواکو په خبره په تېرو کمپاینونو کې د ننګرهار هسکې مېنې، کوټ، اچین، پچيراګام او ځينو نورو ناامنو سیمو کې زرګونه ماشومان د ناامنۍ له امله د پولیو واکسین کمپاین نه پاتې کېدل.

دوی وايي، دا ځل به په هغو ناامنو سیمو کې هم د واکسین کمپاین په عملي کېدو سره د پولیو وایروس د خپرېدو مخه هم ونیول شي.

راپور: شاه‌محمود شینواری

XS
SM
MD
LG