عبدالله: د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي مخنیوي لپاره ملي مبارزې ته اړتیا ده

د افغانستان اجرائیه رئیس وايي، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوې لپاره يوې ملي او سراسري مبارزې ته اړتیا ده.

اجرائیه رئیس د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره پر يوې ملي او سراسري مبارزې ټینګار کوي او په یاده برخه کې د دیني عالمانو، مدني ټولنو، مخورو څېرو او سیاسیونو رول مهم ګڼي.

عبدالله عبدالله د يکشبنې په ورځ د مارچ د اتمې نېټې یا د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې په یوې جوړې شوې غونډه کې وویل، د تعلیم او لوست په شان د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخینوي لپاره هم ولسي تړون او يووالي ته اړتیا لیدل کېږي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

​"لکه څنګه چې د سواد زده‌کړې لپاره يووالي ته اړتیا لیدل کېږي، همداسې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې يووالي ته اړتیا لرو، په دې برخه کې عالمان تر نورو مخکې دي، خو موږ باید د مدني ټولنو، مخورو څېرو او سیاسیونو تر منځ يوه منطقي او بنسټيزه اړیکه رامنځته کړو."

ښاغلي عبدالله وویل، لا هم ښځې په کاري چاپېریال او نورو برخو کې له تبعیض او تاوتریخوالي سره مخ دي چې لامل‌یې نا امني ده.

خو اجرائیه رئیس ټینګار وکړ چې که افغان مېرمنې په ټولنه کې له يو لړ ستونزو سره مخ دي خو ښې لاسته راوړنې هم لري.

دا په داسې حال کې ده چې د يو شمېر راپورونو له مخې په افغانستان کې ښځې د زور زیاتي له ګڼو پېښو سره مخ دي چې د دوی پر ژوند يې ناوړه اغېز کړی دی.

وهل ټکول، په کم عمر کې ودونه، له بېلابېلو حقونو څخه محرومیت، جنسي ځورونې او په کاري چاپېریال کې تبعیض او ځورونه هغه څه دي چې افغان مېرمنې ورسره مخ دي.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت هم د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پر موجوده وضعیت اندېښنه ښيي او په دې برخه کې د لازمو اقداماتو او پروګرامونو د پلي کولو غوښتنه کوي.

د دغه وزارت وزیره دلبر نظري له دیني عالمانو، عدلي او قضايي ارګانونو او نورو بنسټونو څخه غواړي چې په ټولنه کې د عدالت د ټینګښت تر څنګ له ښځو څخه ملاتړ وکړي.

دلبر نظري.

نومړې زیاته کړه:

​"له دیني عالمانو څخه د خلکو د مذهبي او معنوي رهبرانو په توګه او د عدلي او قضايي ارګانونو څخه د عدالت د تأمینونکو په توګه هیله کوو چې د ښځو د اسلامي او انساني حقونو څخه ملاتړ وکړي او د دوی تر شا ودرېږي.​"

د يادونې ده چې له دې وړاندې هم د افغان حکومت مشرانو د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې د يو لړ پروګرامونو او اقداماتو خبره کړې خو لا هم په ټولنه کې افغان مېرمنې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

راپور: محمد واصل وصال