عبدالله عبدالله وايي په انتخاباتو کې برخه نه اخلم

عبدالله وايي څو ورځې مخکې یې له کرزي سره اوږدې خبرې وکړې خو کومې نتیجې ته ونه رسیدل .

د افغانستان د ولسمشرۍ د څوکۍ په دویم پړاو انتخاباتو کې کاندید عبدالله عبدالله نن د خپلو پلویانو په یوه غونډه کې اعلان وکړ چې په دویم پړاو انتخاباتو کې د حکومت پر کړنو د اعتراض په توګه برخه نه اخلي .
عبدالله وویل هغه شرطونه یې چې وړاندې کړي و د حامد کرزي له خوا یو هم نه دې منل شوی او د انتخاباتو پر پروسې باور نه لري نو له دې کبله په انتخاباتو کې برخه نه اخلي .

عبدالله عبدالله وویل دا پریکړه یې د افغانستان د ګڼو خلکو سره له سلا مشورو وروسته کړې ده او په کې یې د ډېرو خلکو نظرونه اخیستي .

نوموړي نن په کابل کې وویل چې درې څلور ورځې مخکې یې له حامد کرزي سره خبرې وکړې او په خپلو شرطونو یې یو وار بیا تینګار وکړ . خو کرزي ورسره له یادو شرطونو څخه یو هم ونه مانه .

عبدالله په خپله اوږده وینا کې د حامدکرزي د حکومت په تېرو څو کلونو انتقادونه وکړل او ویې ویل دافغان حکومت د بې کیفایتۍ له کبله په تېرو اتو کلونو کې افغانانو ډېر فرصتونه له لاسه ورکړي دي . او اوس ډېر کم دا فرصتونه ورته پاتې دي .

د عبدالله په وینا اوسني حکومت د عامو خلکو څخه د رایې حق هم وتروړه .

عبدالله د انتخاباتو خپلواک کمیسون په یو کاندید پورې تړلی کمیسون وباله ،ددې کمیسون خپلواکي یې تر پوښتنې لاندې راوستله اوویې ویل وویل تمه یې لرله چې د ولسمشرۍ د دویم پړاو انتخاباتو لپاره به د انتخاباتو په خپلواک کمیسون کې بدلون راشي خو له بده مرغه داسې ونه شول.


عبدالله عبدالله وویل زه د لومړي پړاو انتخابات د هېواد د سوکالۍ په لوري یو ګام بولم او بیا هم د انتخابات د افغانستان د مسلې ېوازینې حل بولم .

نوموړي ز یاته کړه موږ پر انتخاباتو باور لرو او د خلکو د برخلیک د ټاکلو یوازینې لاره یې بولو ، خو په انتخاباتو کې شفافیت ، عادلانه والی او بې طرفي هغه اصول دي چې پرته له دې انتخابات ممکن دي.

عبدالله عبدالله وویل موږ د دویم پړاو انتخاباتو پلویان نه وو ، موږ د پروسې د شفافیت غوښتونکي و ، موږ تقلبي رایې د ریښتینو رایو څخه بېلول غوښتل .

عبدالله وویل موږ خپل شرایط وړاندې کړل او شرایط رد شول ، دا شرایط ددې لپاره وو چې د خلکو باور د انتخاباتو پر پروسه بیا احیا شي .

عبدالله عبدالله وویل د افغانستان د بېلابېلو قشرونو له خلکو سره تر مشورې وروسته مې پریکړه کړې ده چې په انتخاباتو کې به ګډون نه کوم .

خو عبدالله خپلو پلویانو ته ونه ویل چې په انتخاباتو کې برخه واخلي او کنه !

له بله پلوه د حامد کرزي د انتخاباتي مبارزې دفتر ویلي چې دوی به د عبدالله د نه ګډون له اعلان سره سره هم د ولسمشرۍ دویم پړاو انتخابات ترسره کړي .