د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۰

کرزی د عبدالله شرطونه رد کړل


عبدالله پرون دا شرایط په داسې حال کې وړاندی کړل چې دولسمشری د دویم دور انتخاباتو د ترسره کیدو لپاره یولس ورځې پاتې دي.

هغه په کابل کی په یوه خبری کنفرانس کې وویل چې دده دا غوښتنې باید په پنځو ورځو کې ومنل شي.

عبدالله د معارف، د کورنیو چارو او د سرحدونو د چارودوزیرانو د وظیفو دتعلیق سربیره له دندې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د ریس عزیزالله لودین د لرې کیدو غوښتنه وکړه اوویی ویل چې دغه مسولین بې طرفه نه دي او د کرزي په ګټه کار او فعالیت کوي.

کرزي د یوه بیان په خپرولو سره ویلي چې دغو وزیرانو او چارواکو چې عبدالله یې له دندو د لرې کیدو یا د وظایفو د تعلیق غوښتنه کړې د قانون خلاف داسې څه نه دي کړي چې دی یې له کاره لرې یا یې وظایف په موقت ډول وځنډوي.

کرزي وویل په دغسې یوه حساس وخت کې موږ نه شو کولای چې دغه بدلونونه راولواو زیاته یې کړه چې دا کار افغانستان ته د ګټی پرځای زیان پیښولی شي.

ډاکتر عبدالله دانتخاباتو پر دویم دور د خپلو پلویانو د زیاتې څارنې غوښتنه هم کړې ده.

په همدې حال کې دامریکا دسنا د بهرنیو اړیکو د کمیټی مشرد ډیموکرات ګوند مخکښ سناتور جان کیري چې د کارپوهانو په وینا د ولسمشرۍ د انتخاباتودلانجې په اواري کې یې مهم رول لوبولی په واشنګڼ کې د افغان ولسمشر په اړه پرهغو نظریاتو شک څرګند کړ چې وایي کرزی په مالي فساد کې ښکیل او یوکمزوری مشردی.

جان کیري وویل کرزی یو وطن پرست شخص دی او په دې پوه دی چې د ولسمشر د غوره کیدو په صورت کې باید په کابینی کې بدلونونه راولي.
XS
SM
MD
LG