د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۵

افغانستان کې سیاسي کړکیچ په پراخیدو دی


په داسې حال کې چې د لړم په ۱۶مه د دوهمې دورې انتخاباتو لپاره تیارۍ روانې دي په افغانستان کې سیاسي کړکېچ هم په پراخېدو دی.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د لړم په ۱۶مه د ولسمشرۍ د دوهمې دورې انتخاباتو لپاره کمپاینونه پیل شوي دي، ولسمشرحامد کرزی او عبدالله عبدالله یوازې د رایو د ترلاسه کولو په مقصد سیالي نه کوي، بلکې دواړه خواوې هڅه کوي چې د احتمالي معاملې لپاره د خپل لوري دريځ پیاوړي کړي.

د دوشنبې په ورځ ولسمشرحامدکرزي د خپل سیال ډاکټرعبدالله هغه غوښتنې رد کړې چې وايي، د کابینې د څو مهمو غړو بدلول، او له دندو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د مشرانو لیرې کول په انتخاباتو کې د ګډون لپاره د ده شرطونه دي.

عبدالله وویل، د کمیسون مشر، عزیزالله لودین نه د ځان لپاره اعتبار پرېښود او نه د کمیسیون لپاره.

خو د سیاسي چارو کارپوه محمدیونس فکور له دې څرګندونو څخه د د ډاکټرعبدالله اهداف نور ګڼي او وايي، عبدالله چې په لومړۍ دوره کې يې په سلو کې څه باندې ۳۱ رايې وګټلې نشي کولای په دوهمه دوره کې بریالی شي، نو ځکه دی هڅه کوي له دوهم ځل انتخاباتو مخکې په قدرت کې د ګډون په څېر یولړ مهم امتیازات ترلاسه کړي.

سیاسي څارونکي باور لري چې حامدکرزی به داځل د تېرځل پرتله زیاتې رايې وګټي. دوی وايي، کرزی د هېواد د ولسمشر په توګه دا چانس لري چې د هغو افغانانو پام ځان ته واړوي چې تېرځل يې رمضان بشردوست، اشرف غني یا نورو ته رایه ورکړې وه.

دا نظریه چې وايي، سیاست د ممکنولو هنر دی، په افغانستان کې، بې حد او حصره پراخه شوې ده. د افغانستان وروستیو پرمختیاوو ته په پام سره فکور وايي، دواړه کاندیدان د دې پرځای چې د راتکونکو اقداماتو په اړه د یوه کاري چوکاټ په اړه توافق وکړي، ډېر د یوه بل پرضد په مبارزه کې ښکېل شوي دي.

په افغانستان کې چې معاصر تاریخ يې د بهرنیو ځواکونو د اشغال او سیمه ایزو رقابتو له کیسو ډک دی، د انتخاباتو له لارې، په سوله ییز ډول د قدرت لېږد، په سیاسي او تنظیمي مشرانو کې تود بازار نلري.

په داسې حال کې چې لویدیځو مطبوعاتو خپله ټوله پاملرنه د افراطي وسله والو د ګواښ مسئلې ته اړولې، په افغانستان کې د سیاستونو پر پېچلتیا د پوهېدو اهمیت ته ډېره کمه پاملرنه شوې ده.


فکور وايي، که څه هم ښاغلی کرزی ښايي وکولای شي په دوهم ځل انتخاباتو کې د بریا لپاره کافي رايې وګټي، خو د دې معنی دا نه ده چې دی به وکولای شي یو ځواکمن او بااعتباره حکومت جوړ کړي.

د افغانستان روان حالت ته په کتو سره چې د هېواد د قلمرو یوه لویه برخه د وسله والو په اداره کې ده، فکور په دې نظر دی چې کرزی باید له ډاکټر عبدالله او د اسد د ۲۹په انتخاباتو کې له نورو مطرح شخصیتونو سره یوه توافق ته ورسېږي.

د فکور په نظر د دوهم ځل انتخاباتو په پرېکړه کې نه یوازې کورنیو تحرکاتو، بلکې د نړیوالې ټولنې اقداماتو او له دې اقداماتو د افغانانو تعبیر هم ونډه درلوده.

فکور وايي، ولسمشرکرزی غواړي وښيي چې ده د نړیوالو د هغو فشارونو په وړاندې مقاومت وکړ چې هدف يې د ده ليرې کول و، او ډاکټرعبدالله ته دا فرصت په لاس ورغی چې له لویدیځ سره د کرزي له اختلافونو ګټه واخلي چې نتیجه یې د ده په وینا د دوهمې دورې انتخاباتو له پرېکړې مخکې د عبدالله غوښتنې وې.

د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ چې د حامد کرزي ملاتړ کوي د دواړو کاندیدانو ترمینځ د معاملې احتمال ردوي او له افغانانو څخه غواړي چې خپل راتلونکی مشر غوره کړي.

بارکزۍ وايي که څه هم کرزي له ګڼ شمېر جهادي شخصیتونو سره ائتلاف کړی خو د دې په وینا رای ورکوونکي به يې ځکه بیا غوره کړي چې دی د یارلس سوه اویایمو کلونو په وژنو کې نه دی ښکېل. خو ډاکټرعبدالله هغه مهال چې کابل ښار د نظارشورا او نورو ډلو په خپل منځي جګړو کې وران او ویجاړ شو، د وسله والو مجاهدینو د نامتو قوماندان احمدشاه مسعود له نژدې ملګرو څخه و.
شکریه بارکزی وايي د دواړو کاندیدانو ترمنځ د معاملې امکان نه شته


د سیاسي چارو کارپوه حاجي داود چې په کابل کې د یوې مطبوعاتي ادارې مشر دی او سروکار يې له نظرپوښتنو او نظرسنجیو سره دی آزادۍ راډیو ته وویل، پخوانۍ معاملې او دا حقیقت چې کرزی د حکومتي ماشین په راس کې دی دا خبره یقیني کوي چې دی به د لړم د ۱۶مې انتخابات وګټي. خو حاجي داود د کرزي د سیال لوري په اړه وايي چې غواړي رای ورکوونکي قومي بېلتون ته وهڅوي، که څه هم په تېره دوره کې د رایو نتیجو وښوده چې د افغانستان بېلابېلو قومونو دې مسایلو ته له پام پرته کاندیدانو ته رایې ورکړې.

حاجي داود د قومي احساساتو پارول، په افغانستان کې د ډیموکراسۍ راتلونکې او د هېواد د ثبات لپاره بدفال ګڼي.

حاجي داود وايي، د دې ستونزې د حل لپاره، د افغانستان خلک ښايي لويې جرګې ته ترجیح ورکړي چې په هغه کې به پر داسې یوه موقت حکومت چې په هېواد کې د آزادو او عادلانه انتخاباتو مشري وکړي توافق وشي، دې ورته نظریه د افغانستان لپاره د ملګروملتونو او اروپايي ټولنې پخواني استازي فرانسس وېنډرل هم لري.

نړیواله ټولنه، د افغانستان پر انتخاباتو او سیاسي بهیر پانګونې ته په کتو سره اوس خپل پام یوازې او یوازې د لړم د ۱۶مې انتخاباتو ته اړولی خو که ددې انتخاباتو پایله هم یو اغېزمن او اعتباري حکومت نه وي، نو هلته به بیا د افغانانو او د لویديځ د پالیسي جوړونکو لپاره د حل بدیلې طرحې په زړه پورې وي.
XS
SM
MD
LG