د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

ایکن بیري: موږ د افغانستان د جمهوري رياست د بیا ټاکنو ملاتړ كوو


کابل کې د امریکا سفیر کارل ایکن بیري له ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال
کابل کې د امریکا سفیر کارل ایکن بیري له ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال
په كابل كې د امريكا سفير كارل ايكن بيري وويل، د افغانستان د جمهوري رياست د انتخاباتو كانديدان بايد د يو بل پر خلاف مبارزه وكړي نه د اصولو او د انتخاباتو د پروسې پر ضد.

هغه له ازادي راډيو سره په ځانګړې مركې، كې د افغانستان د جمهوري رياست د انتخاباتو د دويم دور هركلى وكړ او ويې ویل، چې د امريكا او نړيوالې ټولنې بشپړ ملاتړ به ورسره وي.

ايكن بيري دغو انتخاباتو ته د ډاكتر عبدالله عبدالله د وروستيو شرايطو په اړه د يوې پوښتنې په اړه وويل، چې نه غواړي د كانديدانو په اړه تبصره وكړي او د سفير په توګه دا د ده وظيفه نه ده:

"غواړم دومره ووايم، چې خلك اوس بايد د اصولو پر خلاف مبارزه ونه كړي او بايد واقعيت بينه واوسي. كه غواړي، چې انتخاباتي مبارزه وكړي د كانديدانو پر خلاف دې وكړي نه د قوانينو او پروسې پر خلاف."

ډاكتر عبدالله عبدالله دوه ورځې مخكې د افغانستان د جمهوري رياست د دويم دور انتخاباتو لپاره خپل شرطونه مطرح كړل او له ځينو نورو وړانديزونو سره يې د انتخاباتو د خپلواك كميسون د ریيس د ګوښه كېدلو او د دريو وزيرانو د دندو د ځنډولو غوښتنه هم وكړه.

په كابل كې د امريكا سفير دا ومنله، چې د جمهوري رياست په دويم دور انتخاباتو كې به هم امنيتي او لوژيستيكي ستونزې موجودې وي، خو هغه هيله وښودله، چې د انتخاباتو له لومړي دور نه به زده كړه شوي وي.

ايكن بيري وويل، دغه هېواد د افغانستان لپاره يو شمېر نورې پراختيايي پروژې لري، چې د جمهوري رياست د دويم دور له انتخاباتو نه به وروسته پلي شي.

هغه زياته كړه، د افغانستان د جمهوري رياست د انتخاباتو په دويم دور كې كه هر څوك بريالی شو، دوى به د همكارۍ لاس ور وغځوي. دا مرکه له دې ځایه اوریدلی شۍ:



که غواړﺉ د مرکې متن ولولۍ نو دلته یې لوستلی شۍ:

پوښتنه:

د امريكا متحده ايالات د افغانستان د جمهوري رياست د دوهم دور انتخاباتو په اړه څه دريځ لري؟

ځواب:

مونږ د افغانستان خلكو او كانديدانو ته له دې امله مباركې وايو، چې د انتخاباتو دلچسپه اوله چيلنجونو ډك لومړى پړاو يې بشپړ كړ او اوس دوهم پړاو ته په تمه دي، چې د نومبر په اومه نېټه به ترسره شي.

زه غواړم په دې ټينګار وكړم، چې د امريكا متحده ايالات، ټوله نړيواله ټولنه او ملګري ملتونه د انتخاباتو د يوه كاميابه دوهم پړاو نه ملاتړكوي.

ښايي په دې پړاو كې هم يولړامنيتي، لوژستيكي او د دوهم دور د انتخاباتو د تطبيق چلينجونه موجود وي خو زمونږ بشپړملاتړ به ورسره وي.

ماهم نن د ايساف او ناټو له قومندان جنرال مك كرسټال سره د خبرو موقع درلودله،هغه وويل، چې د دفاع او كورنيو چارو وزارتونو سره چمتووالى نيول شوى، چې د انتخاباتو امنيت ونيسي.

د امريكا متحده ايالات اوس سخت كار كوي، چې د برياليو انتخاباتو لپاره شرايط مساعد كړي.

پوښتنه:

ځينې خلك اندېښمن دي، چې په دوهم پړاو انتخاباتو كې به هم د نا امنيو او درغليو هماغه پخوانۍ ستونزې وي، تاسو څه تمه لرئ؟

ځواب:

هوكى! زه تمه لرم، چې د انتخاباتو له لومړي دور نه به درسونه زده شوي وي، انتخابات كه لومړى دور وي او دوهم تر ستونزمنو شرايطو لاندې ترسره كيږي.

دا به مناسبه وي، چې ووايو، موږ نړيوالې ټولنې او افغان حكومت د لومړي دور انتخاباتو لپاره، چې د اګست په شلمه ترسره شول پروخت چمتوالى پيل نه كړ.

د لومړي درو انتخاباتو لپاره بايد يوكال مخكې چمتوالى پيل شوى واى خو د بېلابېلو عواملو له مخې دا چمتوالى ناوخته پيل شو، نو ځكه سخت امنيتي چلنج او زياتې لوژستيكې ستونزې پيښې شوې.

دا د افغانستان لومړني انتخات وو، چې بشپړه توګه د افغانانو له خوا د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو لپاره ترسره شول، نو ځكه خو د بې نظميو او چلنجونو موجوديت د تعجب خبره نه ده.

دا چې اوس د دوهم دورلپاره چمتوالى نيسو نو موږ به له لومړي دور نه د دواړو امنيتي او د انتخاباتو د تطبيق په برخو كې زده كړه كړي وي او زه داډه من يم، چې مونږ به د انتخاباتو كاميابه دوهم دور ولرو.

پوښتنه:

تاسو په خپلې يوې وينا كې ويلي دي، چې د امريكا متحده ايالات د يوه بااعتماده افغان ملګري په لټه كې دي، د قانون په حاكميت او عدالت باندې ولاړ يو حساب وركوونكې او شفاف حكوت په لټه دي، څه فكر كوئ، چې د افغانستان د جمهوري رياست د دوهم دور له انتخاباتو نه به داسې افغان ملګرى پيدا كړئ؟

ځواب:

هوزه باورلرم، كه چيرې تاسو اوس د افغانانو او امريكايانو غوښتنې ته وګورئ، كه تاسو د دوى ترمنح ګډوګټو ته وګورئ، لكه د افغانانو امنيتي مسالې او زمونږ امنيتي مسالې، ستاسو ليوالتيا چې يوښه حكومت او باثباته اقتصاد ته كاروكړى.

هو د داسې ګډو ګټو د لرلو په اساس زه ډاډمن يم، چې د افغانستان له راتلونكې حكومت او خلكو سره به زمونږ ډېرښه مشاركت وي او په راتلونكو پنځوكلونو كې به لاډېر پرمخنګ وكړو.

پوښتنه:

د ولسمشر حامد كرزي ملاتړ كوونكي بهرنيان په ځانګړي توګه د امريكا متحده ايالات تورنوي، چې انتخابات يې دوهم دروته بوتلل، همدا راز تاسو او د افغانستان او پاكستان لپاره ځانګري استازى ريچارډ هولبروك د ډاكټرعبدالله عبدالله ملاتړ كوونكی بولي، په دې اړه ستاسوځواب څه دى؟

ځواب:

هو، زه غواړم ووايم، موږ د امريكا متحده ايالاتو او نړيوالې ټولنې د افغانستان په انتخاباتو ډېره پانګه لګول ده، موږ د افغانستان د خلكو په امنيت پانګه لګولې ده، موږ د يوه ښه حكومت، باثباته اقتصاد د پرمختګ او د افغانستان د برياليتوب لپاره پانګه لګولې ده.

د دغې بريا اساس ټولې هغه هڅې دي، چې ستاسو د خلكو د امنيت د ښه كولو او د اردو او پوليسو د جوړولو لپاره كيږي، دا هڅې ستاسو د حكومت د ښه كولو او د اقتصاد د پرمختګ لپاره كيږي.

د دې ټولو هڅو اساس په دې ولاړ دى، چې موږ يو ښه ډيموكراتيك او نماينده حكومت ولرو.

طبعي ده، چې دا انتخابات چې موږ يې په درشل كې يو، د قانونيت او د ټولې پروسې لپاره مركزي حيثيت لري.

نو كله، چې موږ ګورو، د امريكا متحده ايالات په دې انتخاباتو پانګه لګولې ده نو دا بلكل سمه ده.

موږ دا هم بايد ووايو، چې د امريكا متحده ايالاتو د انتخاباتو د لومړي دور نه په دفاع كې خپل پنځوس عسكر له لاسه وركړي دي.

هغه څه، چې موږ ستاسو له زړورو پوځونو او پوليسو سره په ګډه زموږ ځواكونو ترينه دفاع كوله، هغه څه چې موږ د ښو انتخاباتو د ترسره كولو لپاره د خپلو پيسو او روزنې په وسيله دفاع ترينه كوله، هغه د قانون حاكميت ته ژمنتيا (تعهد) او له اساسي قانون څخه دفاع كول وو.

زه پوهيږم، چې د امريكايانو په اړه ګومانونه موجود دي او په ځينو ځايونو كې خلك په دسيسې باور لري، خو په حقيقت كې د امريكا خلك دسيسه ګر نه دي او كله چې هدف د قانون د حاكميت او د اساسي قانون د دفاع واوسي نو بيا زه وياړم، چې يو امريكايى يم.

موږ په خپلو خلكو كې هم نيمګړتياوې لرو، موږ په خپلې ټولنې او حكومت كې هم خپلې نيمګړتياوې لرو خو هغه څه، چې د امريكايانو ستر وياړ دى هغه د قانون حاكميت او له اساسي قانون څخه دفاع ته زموږ ټينګ تعهد دى. له دې اړخه موږ سيده ساده خلك يو.

خو زه غواړم، چې افغانانو ته ووايم، چې موږ اوس د ۲۰۰۹ كال د اكتوبر په مياشت كې يو او د انتخاباتو د دويمې دور په هكله په سختو بحثونو بوخت يو او له دې سره پيچلى حالت هم موجود دى، خو ايا دا حالت له ۱۹۹۲ كال نه ښه نه دى.

موږ اوس د هغه وخت پر خلاف په دې خبرې كوو، چې څرنګه د قانون تفسير وكړو او څنګه له اساسي قانون نه دفاع وكړو. دا اوس د انتخاباتو لپاره زموږ تګلاره ده او د سياسي قدرت د بدلولو لپاره زموږ تګلاره ده.

ايا دا حالت له ۱۹۹۲ كال نه غوره نه دى، كله چې خلك د تړلو دروازو شاته ناست و محاصره و او د قدرت د ترلاسه كولو يوازې د ټوپك له قدرت نه كار اخيستل كېده نه د قانون د حاكميت له قدرت نه.

هغه وخت د افغانستان د خلكو په وړاندې هيڅ تعهد نه و موجود، هغه وخت ستاسو په پايتخت بې شميره راكټونه اورېدل او په لسګونو زره بې ګناه كابليان يې ووژل. زه د افغانستان له خلكو پوښتنه كوم، چې كوم سيستم به ښه وي.

پوښتنه:

د ډاكتر عبدالله عبدالله وروستي شرطونه څرنګه ارزيابي كوئ، ايا امريكا د دغو شرايطو ملاتړ كوي او تاسو څه فكر كوئ، چې دا په دې لنډ وخت كې عملي بڼه درلودلاى شي؟

زه د كانديدانو په اړه تبصره نه شم كولاى، د يوه سفير په توګه په دې مقام كې نه يم.

خو اجازه راكړه، چې دا په ډاګه كړم، چې افغانستان په تيرو څو مياشتو كې چې ځينې سخت سياسي تصميمونه په كې ونيول شول او زړورې ويناوې په كې وشوې، فوق العاده بريا ترلاسه كړه.

د ځينو سختو سياسي تصميمونو په نيولو او د ډېرو زړورو ويناوو سره فوق العاده بريا ترلاسه كړه.

داسې دريځونه ونيول شول، چې افغانانو ته يې اجازه وركړه، چې تر دې حده راورسيږي. له همدې امله موږ اوس هم ويلاى شو، چې افغانان قانون ته وفادار خلك دي او هغه څه چې شوي دي له اساسي قانون سره سم شوي دي.

دا افغانستان ته په راتلونكو كلونو كې د دې زمينه برابروي، چې ستاسو لمسيان او لمسيانې چې رالوييږي، د اوسني افغانستان د رهبرانو تاريخ ولولي او وبه وايي، چې ښې او سختې فيصلې شوي دي، چې د ديموكراسي اساسات يې پياوړي كړي وو.

زه غواړم دومره ووايم، چې خلك اوس بايد د اصولو پر خلاف مبارزه ونه كړي او بايد واقعيت بينه واوسي. كه غواړئ، چې انتخاباتي مبارزه وكړئ د كانديدانو پر خلاف دې وكړي نه د قوانينو او پروسې پر خلاف.

پوښتنه:

ښاغلى سفير په دې ورځو كې د حامد كرزي او امريكا اړيكې ترينګلې شوي دي، كه چيرې حامد كرزي د انتخاباتو دويم دور وګټي نو څه به وشي؟

ځواب:

فرق نه كوي چې هر څوك د انتخاباتو دويم دور وګټي، خو زه خوښ يم، چې د امريكا متحده ايالات او افغانستان د ۲۰۰۲ كال را په دېخوا په دې موقف كې دي، چې گډ برى ولري.


زه خوشبينه يم، چې د امريكا متحده ايالات ژمن دى، موږ په دې تمه يو چې د انتخاباتو دويم دور ترسره شي او موږ له هغه چا سره يو ځاى شو، چې د راتلونكې ادارې مشري پرغاړه اخلي او په چټكۍ سره پر مخ ولاړ شو.

پوښتنه:

د امريكا متحده ايالات د افغانستان له راتلونكې حكومت او جمهور ریيس نه څه تمه لري؟

موږ د نږدې مشاركت تمه لرو او باور لرو، چې دا به ترلاسه كوو. موږ هيله من يو، له هغه چا سره به يو ځاى چې په راتلونكو پنځو كلونو كې د افغانستان د راتلونكې ادارې مشري پر غاړخ اخلي، په چټكۍ سره پر مخ ولاړ شو او پرمختګ به وكړو.

زه فكر كوم، چې زموږ د ګډې بريا لپاره درې ساحې ډيرې مهمې دي. لومړى دا چې داسې لارې پيدا كړو، چې په ريښتينې توګه د افغانستان حاكميت ټينګ كړو، له دې نه زما هدف دا دى، چې په پنځه كاله وروسته د داسې يو افغانستان تصور وكړم، چې ۲۴۰۰۰۰ اردو ولري، ۱۶۰۰۰۰ پوليس ولري او سل په سلو كې په دې وتوانيږي چې خلكو ته هر ډول امنيت ورپه برخه كړي، هغسې امنيت چې د يوه خپلواك هيواد لپاره مناسب وي.

زه كولاى شم په پنځو كلونو داسې افغانستان وګورم، چې د يوه شريك په توګه كار وكړي او زه هيله من يم، چې امريكايي ځواكونه به دننه په افغانستان كې هيڅوك بندي نه كړي، دا د افغانستان د حكومت او ستاسو خپلو پوليسو او امنيتي ځواكونو لپاره يو مناسب كار دى.

دا ستاسو مستقل حق دى. له همدې امله موږ به داسې لارې چارې پيدا كړو، چې ستاسو سره په ګډه ستاسو عدلي سيستم پياوړى كړي، ستاسو اصلاحي سيستم پياوړى كړي، موږ به داسې لارې چارې ولټوو، چې دا برياليتوب ترلاسه كړو.
زه كولاى شم چې په راتلونكو پنځو كلونو كې وګورم چې د افغانستان حكومت د خپلو اوسنيو دښمنانو سره د پخلاینې او په ټولنه كې د هغوى د بېرته جدبولو د هلو ځلو رهبري پر غاړه واخلي.
XS
SM
MD
LG