ځینو معتادینو له ازادي راډیو سره په مرکو کې ویلي چې دوی د ناکامې مینې له امله اعتیاد ته مخه کړې، خو ارواپوهان بیا یوازې مینه د نشې لامل نه بولي، بلکې ځینې نور عوامل هم شته چې د کمزور ذهن لرونکو کسانو ته د نشو زمینه برابروي.
دا چې مینه ولې اعتیاد ته لاره هوار وي، ځینې ناکام مینان په لومړیو کې له څه ډول نشهيي موادو څخه استفاده کوي، آیا رښتیا هم نشهيي مواد له دوی سره د غم په کمولو کې مرسته کولای شي؟ او آیا معشوقه د نشې په پرېښودلو کې له معتاد سره مرسته کولای شي؟
پهدې اړه مو له ارواپوه مطیعالله وزیري سره مرکه کړې او په پیل کې مو پوښتلی چې آیا رښتیا هم په مینه کې ناکام شوي خلک نشو ته مخه کوي؟
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ: