د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۶

ښایي ډاکټر عبدالله عبدالله په انتخاباتو کې ګډون ونه کړي


د ډېرو په باور عبدالله په دې پوهیدلی چې د انتخاباتو له لارې هېڅ هم نه شي تر لاسه کولای .
د ډېرو په باور عبدالله په دې پوهیدلی چې د انتخاباتو له لارې هېڅ هم نه شي تر لاسه کولای .

ویل کېږي چې عبدالله عبدالله د حامد کرزي په حکومت کې د یو شمیر وزیرانو د لرې کیدو غوښتنه کړې ده او غواړي چې له حامد کرزي سره په واک کې شریک شي او انتخابات بیا ونه شي.

سي این این تلویزیون د یوې غربي سرچینې په اساس وایي چې د جمعې په ورځ په کابل کې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي او د هغه د انتخاباتي سیال ډاکټر عبداله ترمنځ خبرې ناکامه شوې. نو احتمالا به ډاکټر عبداله عبداله اعلان وکړي چې دی په انتخاباتو کې برخه نه اخلي.

ټاکل شوې ده چې راتلونکې شنبې د لړم شپاړسمه د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم ځلي انتخابات ترسره شي.

سي این این د یوې منبع په وینا چې له افغان مشرانو سره نژدې روابط لري وایي، ښایي ډاکټر عبداله په یو دوو ورځو کې اعلان وکړي چې دی به په انتخاباتو کې ګډون ونه کړي.
عبداله عبداله چې تیره اونۍ یې د دوهم ځلي انتخاباتو د ترسره کیدو لپاره وار له مخه یو لړ وړاندیزونه وکړل له څو ورځو راهیسې د ده او د ده د ملګرو خبرې له ولسمشر کرزي سره د واک د ویش پر سر روانې وې چې پرون بې نتیجې پای ته ورسېدې.


ښاغلي عبداله تیره دوشنبې وویل چې ددې ضمانت څوک نه شي ورکولای چې د لړم په شپاړسمه به د ولسمشرۍ په دوهم ځلي انتخاباتو کې بیا درغلۍ ونه شي. د ډاکټر عبداله یوه غوښتنه دا وه چې د انتخاباتو د خپلواک کمسیون مشر عزیزاله لودین دې په پنځو ورځو کې برطرفه شي، ځکه چې په درغلیو کې لاس لري خو ښاغلي لودین دغه تورونه رد کړل او د هغه ویاند وویل چې د خپواک کمسیون مشر هیڅ خواهم نه شي لري کولای.

اسوشیتد پریس اژانس د یوه تن په وینا چې د نوم له اخیستو ډډه کوي او د افغانستان له سیاسي مشرانو سره نژدی دی،څرګندوي چې ښاغلي عبداله د حامد کرزي په حکومت کې د یو شمیر وزیرانو د لري کیدو غوښتنه کړې ده او غواړي چې له حامد کرزي سره په واک کې شریک شي او انتخابات بیا ونه شي خو حامد کرزی دا وړاندیز ردوي او وایي چې انتخابات دې وشي بیا دې د واک د ویش په برخه کې خبرې وشي.

د ډاکټر عبداله د انتخاباتي مبارزې غړیو ازادۍ راډیو ته دا ومنله چې خبرې شوې دي او څرګنده یې کړه چې لاهم هیله لري چې د دوی غوښتنې تر نن ماښامه ولسمشر کرزی ومني. د ښاغلي عبداله ملاتړي وایي چې غوښتنې په دې اړه وې چې یو شمیر کسان تر انتخاباتو مخکې له څوکیو لري شي او په دې ارتباط نه وې چې واک دې وویشل شي.
ملالۍ اسحقزی د ازادۍ راډیو د کابل په سټوډیو کې


دا مساله د ډاکټر عبداله عبداله د انتخاباتي مبارزې له غړې ملالۍ اسحاق زۍ څخه احمد شیبر پوښتلې ده، دله دې سره مرکه دلته اوریدلی شۍ:
XS
SM
MD
LG