د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۴

په دوهم پړاو ټاکنو كې به دراى څه باندې شپږزره مركزونه پرانستي وي


د ټاکنو د کمیسیون د دارالانشا مرستیال ذکریا بارکزي وايي چې د دويم پړاو انتخاباتو په رایو پاڼو کې د دوو کاندیدانو عکسونه چاپ شوي.
د ټاکنو د کمیسیون د دارالانشا مرستیال ذکریا بارکزي وايي چې د دويم پړاو انتخاباتو په رایو پاڼو کې د دوو کاندیدانو عکسونه چاپ شوي.

د انتخاباتو خپلواك كميسيون چارواكو په دوهم پړاو انتخاباتو كې د رايو د مركزونو شمېراعلان كړاو ويې ويل، چې په افغانستان كې د ولسمشرۍ دوهم پړاو انتخاباتو ته له هره پلوه تیاری نيول شوی دی.

د دې كميسيون د دارالانشا مرستيال ذكريا باركزي د پنجشنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې په دوهم پړاو انتخاباتو كې به په ټول افغانستان كې د رايې وركولو شپږ زره درې سوه دوه ويشت مركزونه پرانستل شي.

ښاغلي باركزي وويل، چې د راى پاڼو په ګډون له مركز څخه ولايتونو ته ټول ضروري مواد استول شوي دي:

"كومې رایې پاڼې، چې په دوهم ځل انتخاباتو كې به وكارول شي د دوو كانديدانو تصويرونه په كې چاپ شوي، دغه راز د هر ولايت له مركز څخه د رايو مركزونو ته به د انتخاباتي موادو ليږل هم ډېر ژرپيل شي."

د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د دارالانشا مرستيال وويل، چې د تېرو انتخاباتو د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د كانديدانو د استازو د څارنې كارتونه په دوهم پړاو انتخاباتو كې اعتبار نه لري او د دوو سيالو كانديدانواستازو ته به له ضرورت سره سم د دې كمېسيون له خوا د څارنې كارتونه وويشل شي.

دا په داسې حال كې ده، چې د جمهوري رياست په دوهم پړاو انتخاباتو كې كانديد ډاكټر عبدالله خپلو شلو زرو څارونكو ته د څارنې د كارتونو د ويشتلوغوښتنه كړې وه.

د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د دارالانشا مرستيال ذكريا باركزي په ډاګه كړه، چې د ځينو ولايتونو په يوولسو ولسواليو كې به د نا امنيو او اقليمي ستونزو له امله د راى مركزونه نه پرانستل كيږي:



"د غزني په ولایت، کې وردګو په ولایت کې، هلمند کې، نورستان کې او یوه ولسوالۍ په بدخشان کې."

په تېرو انتخاباتو كې په افغانستان كې څه باندې، شپږ زره پنځه سوه د رايې مركزونه او كابو نهه ويشت زره محلونه فعال وو خوداځل دانتخاباتوخپلواك كميسيون د راې وركولو مركزونه د تېرځل انتخاباتو په مقايسه كم كړي دي.

د انتخاباتو د دوهم پړاو د ګډوډولو په اړه د وسله والوطالبانو وروستيو ګواښونو ته په كتو سره داسې انديښنې شته، چې ښايي په ځينو ناامنو سيمو كې خلك د طالبانو له ډاره او يو شمير نور سړې هوا له كبله په انتخاباتو كې برخه وانه خلي.

خو امنيتي ارګانونو ډاډ وركړى، چې دوى به له بهرنيو ځواكونو سره په همغږۍ هڅه وكړي، چې هېواد په ټولو برخو كې امنيت ټينګ او په دوهم پړاو انتخاباتو كې د خلكو د ګډون زمينه برابره كړي.

دغه راز د انتخاباتو خپلواك كميسيون هم هيله ښيي، چې د دې كميسيون له خوا د عامه پوهاوي پروګرامونه هم خلك دېته وهڅوي، چې په دوهم پړاو انتخاباتو كې پراخه برخه واخلي.
XS
SM
MD
LG