د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۰

عظیمي: د ټاکنو د امنیت لپاره پوره چمتوالی لرو


د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې د ټاکنو د دوهم پړاو د امنيت لپاره به درې لكه كورنۍ او بهرنۍ امنيتي سرتيري وګمارل شي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې د جمهوري رياست د انتخاباتو د دوهم پړاو د امنيت لپاره به د امنيتي ځواكونو د ځاي پرځاي كولو بهير د دې اوني تر پايه پورې بشپړ شي.

د دفاع د وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي د دوهم دور انتخاباتو د امنيت په اړه د چهارشنبې په ورځ يوې خبري غونډې ته وويل، چې داځل به د لومړي دور انتخاباتو په پرتله امنيتي پلان غوره وي او د دې خبرې دلايل يې داسې په ګوته كړل.

"د لومړي دور انتخاباتو څخه موهم تجربه واخيسته، دا تجربه له مونږ سره مرسته كوي، چې قوي ټكي مو نور هم قوي او كمزوري مو اصلاح كړو.
دوهم داچې د وروستيو عملياتو په ترڅ كې د زياتو سيمو امنيتي وضعه بدله شوې ده. يوشمير امنتي ځواكونه هم مو زيات شوي دي.
تر ټولو مهمه يې داده، چې اوس پاكستاني طالبان له نيكه مرغه په خپله خاوره كي مصروف شوي."

د ا فغانستان د كورنيو چارو وزارت هم ويلي دي، چې دوی د انتخاباتو د امنيت لپاره بشپړ چمتوالی لري او هڅه به وكړي د انتخاباتي امنيتي پلان په سمه توګه پلي شي.

جنرال ظاهر عظيمي دا هم وويل، چې د دوهم پړاو د انتخاباتو د امنيت لپاره به په لكونو كورنۍ او بهرني سرتيري وګمارل شي.

"د لومړي دور په انتخاباتو كې شاخوا درې لكه كورني او بهرني سرتيري ګمارل شوي وو، چې اوس دغه شمېره نوره هم زياته شوې ده.
پلان مو هم لكه د تېر دور په څير دی، چې پوليس او د ملي امنيت ځواكونه به مو خپله د رايه وركولو په مركزنو كې وي، ملي اردو به يې تر شاه ولاړه وي. نړيوال ځواكونه به په دريم كمربند كې وي او هوايي ځواك به په څلورم كمر بند كې."

كه څه هم د لومړي دور انتخاباتو لپاره هم په سلګونو زرو كورني او بهرني سرتيري ګمارل شوي وو، خو بيا هم د انتخاباتو په ورځ شاخوا ۱۳۰ تروريستي بريدونه ترسره شوي وو، چې په لسګونو كسان په كې مړه او ژوبل شوي وو.

ټاكل شوې ده، چې د دوهم دور انتخابات به د لړم د مياشتي په ۱۶ نېټه ترسره شي او د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي، چې دوی د دغو انتخاباتو لپاره بشپړ چمتوالی لري.

كه څه هم افغان امنيتي ځواكونه د دوهم دور انتخاباتو د امنيت په اړه ډاډ وركوي خو بيا هم د افغانستان د ځينو سيمو خلك له دولت څخه غواړي، چې بايد خپل امنيتي پلان په ډېر دقت سره پلي كړي ترڅو مخالفين ونه شي كړای، چې كومه امنيتي ستونزه رامنځته كړي.

ملګروملتونو هم تر دې مخكي ويلي وو، چې دوی به له افغانانو سره د انتخاباتو د مصونيت په برخه كې مرسته وكړي.

راپور : مجاهد جواد
XS
SM
MD
LG