د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په راتلونکي ژمي کې به په افغانستان کې شاوخوا ۴.۲ میلیونه کسان د سرپناه په برخه کې مرستو ته اړتیا ولري.
دې ادارې د جمعې په ورځ «د لړم/ عقرب په اتمه» په یوه راپور کې چې په وروستیو کلونو کې له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د راستنو شویو میلیونونو کډوالو وضعیت تهیې اشاره کړې، ویلي چې ماشومان به تر ټولو ډېر د ژمي له سړې هوا سره مخامخ او زیانمن شي.
د «یو اېن اېچ سي ار» په وینا، د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۶ کال تر جولای پورې نږدې څلور میلیونه کسان له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي، هغه کسان چې ډېری یې د خپل ژوند د بېرته جوړولو لپاره محدود امکانات لري.
دغې ادارې د ملګرو ملتونو د شمېرو پر بنسټ ویلي چې په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې تقریباً درېیمه برخه ارزل شویو کورنیو ویلي چې د ژمي لپاره کافي جامې نهلري.
په راپور کې د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د بهرنیو اړیکو د برخې د مشر دومینیک هایډ له قوله راغلي: "کورنۍ اړ دي چې د کورونو د تودولو، د خوړو د برابرولو او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي ترمنځ ستونزمن انتخابونه وکړي."
هغه زیاتوي چې په تېر ژمي کې ډېرو کورنیو د ځانونو د تودولو لپاره کارتنونه، کاغذونه او ان پلاستیکي کڅوړې سوځولې.
د نوموړي په وینا، ماشومان د ژمي په موسم کې د زیانګالو ډلو په سر کې دي او دغه اداره په ماشومانو کې د سینهبغل او نورو تنفسي ناروغیو د زیاتېدو په اړه اندېښنه لري.
په همدې حال کې، له پاکستان څخه یو شمېر راستنې شوې کورنۍ وايي، د ژمي په رانږدې کېدو سره لا هم په خیمو کې ژوند کوي او د دې موسم لپارهیې هېڅ ډول چمتووالی نهدی نیولی.
ضیاء محمد چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې له پاکستان څخه افغانستان ته راستون شوی او له خپلې مېرمنې سره د کابل د بتخاک سیمه کې په یوه چهاردیوارۍ کې خیمه وهلې، یو له دغو کسانو دی.
د ژمي په رانږدې کېدو سره سړې هوا او د دې موسم د اړتیاوو د برابرولو لپاره د ناتوانۍ اندېښنو د دې ځوانې جوړې ژوند اغېزمن کړی دی.
ضیاء محمد ازادي راډیو ته وویل: "فعلاً چلېږو او د راتلونکي لپاره مو کوم ځانګړی چمتووالی نهدی نیولی. نه پیسې لرو چې د ژمي لپاره غلې دانې او د سونګ توکي لکه لرګي واخلو چې درې یا څلور میاشتې مو بسنه وکړي. موږ د خپلو پلرونو او نیکونو په ځای کې په یوه چهاردیوارۍ کې په خیمه کې اوسو او له همدې امله اندېښمن یو. له یوې خوا د سونګ لرګي نهشته او له بلې خوا دې کار نهوي کمزوری یې. سربېره پر دې، له دې سیمې سره د نابلدتیا او د هوا د بدلون له امله هم اندېښمن یو، ځکه دا زموږ لپاره یوه بشپړه نوې سیمه ده."
خو د ضیاء محمد ستونزې یوازې د یوې کورنۍ کیسه نهده.
د کابل او د هېواد په نورو ولایتونو کې له پاکستان او ایران څخه راستنې شوې زرګونه کورنۍ له ورته اندېښنو سره ورځې شپې تېروي.
حاجي سعید خان، له پاکستان څخه راستون شوی یو بل کډوال وايي، ډېری هغه کورنۍ چې له ده سره یوځای افغانستان ته راستنې شوي، لا هم په خیمو کې ژوند کوي.
نوموړی چې شاوخوا اووه میاشتې مخکې افغانستان ته راستون شوی او اوس د کابل په بتخاک سیمه کې مېشت دی، وايي، خپله کورنۍ یې تر یوه بریده د ژمي لپاره چمتو کړې، خو ډېرې نورې کورنۍ د سرپناه ترڅنګ برېښنا او کافي اوبو ته هم لاسرسی نهلري.
حاجي سعید خان ازادي راډیو ته وویل: "هغه خلک چې اقتصادي وضعیتیې کمزوری دی، د ژمي په رارسېدو سره له سختو اندېښنو او فشارونو سره مخ دي. هغوی وايي، خدای خبر چې په ژمي کې بهیې پر ماشومانو څه تېرېږي او د سپینږیرو وضعیت به څنګه وي. دا خلک ډېر اندېښمن دي. په افغانستان کې هوا رښتیا هم سړه ده او واوره هم ورېږي. ډېری دغه کورنۍ له داسې شرایطو سره بلد نهدي او مناسبه سرپناه هم نهلري، له همدې املهیې اندېښنې لا زیاتې شوې دي."
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي ار) د بودجې د کمښت په اړه هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دغه وضعیت د راستنېدونکو لپاره د نغدي او نورو ژمنیو مرستو د محدودېدو لامل شوی دی.
په دغو مرستو کې د سرپناه ترمیم، د کمپلو او بخاریو وېش هم شامل دی.
په داسې حال کې چې مرستندویه ادارې د بودجې د کمښت او د ژمنیو مرستو د محدودېدو په اړه خبرداری ورکوي، د ضیاء محمد په څېر کورنۍ لا هم دا ورځې شپې په دې اندېښنه تېروي چې راتلونکی ژمی به په خیمو او له لږو امکاناتو سره څنګه تېر کړي، داسې ژمی چې هره ورځ رانږدې کېږي او د دوی اندېښنې ورسره زیاتېږي.