د کابل ښار له ګڼې ګوڼې پر یوه ډک سړک پرلهپسې موټر تېرېږي، له هر موټر سره د سړک له وچې ځمکې ګرد پورته کېږي او د خلکو پر مخونو پرېوځي.ددغه د کابل د برکي څلورلاری دی، چې اوسمهال پهکې د سړکجوړونې رغنیزې چارې روانې دي.
خو د کابل ښاریان وايي، یواځې دا سیمه نه، بلکې د دغه ښار په ګڼو نورو سیمو کې هم نیمګړې رغنیزې پروژې لیدل کېږي، چې له امله یې د دوی په سیمو کې دوړې او ګردونه زیات شوي دي. دوی وايي کله کله خو له بادونو سره دا دوړې او ګردونه دومره زیات شي، چې له کور څخه تر کارځای پورې د تګ پر مهال یې پر جامو او مخ د دوړو نښې پاتې کېږي.
د کابل ښار یوې اوسېدونکې د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادۍ راډيو ته وویل: «په څو بېلابېلو ځایونو کې په سړکونو کارونه پیل شوي، خو سر ته نهدي رسېدلي، چې له امله یې خاورې او دوړې بېخي زیاتې شوې دي، زه هر سهار چې له کوره دفتر ته ځم همدا مې لاره وي، دفتر ته چې ورسېږم لکه له خاورو چې راویستل شوی یم، جامې او بوټان مې له دوړو ډک وي، سترګې مې سوځي او سخت ټوخی هم راته پیدا شي، سړکونه دې جوړ شي، موږ ټول پرې خوشحالېږو، خو باید کارونه ژر تر سره شي، نه دا چې په میاشتو میاشتو همداسې وران ویجاړ پراته وي.»
د کابل ښار د ۱۶مې ناحیې یوه دوکاندار هم، چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادۍ راډيو ته وویل، ګرد او دوړو نه یواځې پر خلکو، بلکې د دوی پر کار او روزګار هم اغېز کړی دی.
ده ازادۍ راډیو ته زیاته کړه: «هر سهار چې زه خپل دوکان ته راځم، یو ساعت د دوکان په پاکولو تېروم، هر څه منظم کړم، خو وروسته له هر موټر تېرېدو سره ګردونه راځي او په وسایلو کېني، مجبور یو د دوکان دروازه بنده وساتو، چې دروازه دې بنده کړه مشتریان فکر کوي، چې دوکان بند دی، بیا هغوی نه راځي، نو دې سره زموږ کاروبار هم سخت اغېزمن شوی دی.»
خو د کابل د هوا ککړتیا یواځې د سړکونو له دوړو سره هم تړلې نهده.
د سونتوکو سوځول، د موټرو لوګي، صنعتي فعالیتونه او په ځانګړي ډول په سړو میاشتو کې د کورونو او ودانیو د ګرمولو لپاره د بېلابېلو موادو کارول هم د هوا د ککړتیا له لاملونو ګڼل کېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ز کال کې په افغانستان کې د PM2.5 په نوم د هوا د ککړو ذرو کچه د دغه سازمان له ټاکلي خوندي برید څخه شاوخوا دوولس برابره لوړه وه. دا PM2.5 د هوا ډېرې وړې ککړې ذرې دي، چې په سترګو نه لیدل کېږي، خو د ساه اخیستو له لارې بدن ته داخلېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د هوا ککړتیا د سږو او زړه د ناروغیو او سکتې په ګډون د ګڼو روغتیايي ستونزو خطر زیاتوي او ماشومان، زاړه کسان، میندوارې ښځې او ناروغان تر نورو ډېر له دې ککړتیا اغېزمنېږي.
ماشومان چې کله هم له باندې ځای نه راشي، کالي او مخونه یې له دوړو ډک ويمرضیه د کابل یوه اوسېدونکې
د کابل یوه اوسېدونکې، مرضیه چې څو ماشومان لري، وايي د ګرد او دوړو د زیاتېدو پر مهال د خپلو ماشومانو روغتیا ته اندېښمنه وي. مرضیې ازادۍ راډیو ته وویل: «ماشومان چې کله هم له باندې ځای نه راشي، کالي او مخونه یې له دوړو ډک وي، یو ماشوم مې حساسیت لري، چې دوړې زیاتې شي دستي ورسره زوکام کېږي، ټوخی یې زیاتېږي او دا چې ژمی راروان دی، نو باید حکومت د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي، ځکه وروسته هوا نوره هم ککړېږي.»
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د کابل یو شمېر اوسېدونکو دغلته د سړکونو د بیارغونې له ورو بهیر څخه شکایت کړی و او ویلي یې وو، چې د بیارغونې ورو کارونو د خلکو ورځنی تګ راتګ ګډوډ کړی او ستونزې یې رامنځته کړې دي.
د کابل ښاروالۍ ویاند په دې اړه د ازادۍ راډيو پوښتنې ځواب نهکړې، خو تر دې وړاندې د ښاروالۍ ویاند نعمتالله بارکزي ویلي وو، چې د سړکونو د رغونو پر مهال دوی بدیلي لارې پیدا کوي، خو خلک ټینګار کوي چې بدیلې لارې هم د خرابو سړکونو، په وچ موسم کې د دوړو او د بارانونو پر مهال د خټو له امله له سختو ستونزو سره مخ وي. دوی غوښتنه کوي، چې د سړکونو د بیارغونې پر مهال باید د ګرد د خپرېدو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته شي.