ملګري ملتونه د افغانستان په ختیځ کې د مرګونې زلزلزې د کالیزې په مناسبت وايي لاهم سلګونه کورنۍ بېکوره دي.
افغانستان کې د دغه سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) یوه چارواکې امي مارتین د افغانستان په ختیځ کې د مرګونې زلزلې د کالیزې په مناسبت د یوې وېډیو په خپرولو سره وايي له زلزلې یو کال وروستهیې مزار درې څخه لیدنه کړې او د خلکو وضعیتیې له نږدې کتلی دی.
هغه وايي زرګونو کورنیو سره عاجلې مرستې شوي، خو بیا هم ګڼې کورنۍ په خیمو کې اوسي او دایمي سرپناه ته اړتیا لري: "په څو لنډو میاشتو کې ژمی راروان دی، څو سوو کورنیو سره مرسته شوې چې له خیمو دایمي سرپناهوو ته انتقال شي، خو دا ډېره کمه مرسته ده. موږ لا ډېرو مرستو او ملاتړ ته اړتیا لرو ترڅو ټولو هغو زیانمنو خلکو ته رسیدګي وشي چې اوس هم نهشي کولای خپلو اصلي مېنو ته ستانه شي."
مېرمن مارتین زیاتوي چې د ګاونډیو، لیرې او نږدې هېوادونو مرستې چې له زلزلې وروسته وشوې، وېشل شوې دي، خو زیانمن خلک اوس دایمي سرپناه او د خپل معیشت جوړونې لپاره د دوامدارو مرستو غوښتنه کوي.
هغه په نړیوالې ټولنې غږ کوي چې د ۱۳۴ کلیو شاوخوا ۷ زره کورنیو ته د رسېدلو لپاره لازیاتې مرستې ته اړتیا ده.
په کونړ کې زلزلهځپلي هم وايي چې په سختو شرایطو کې شپې سبا کوي.
د کونړ د نورګل ولسوالۍ اوسېدونکي امیرګل څو ورځې مخکې ازادي راډیو ته وویل چې په خیمه کې اوسي او ډېر کم تعداد زلزلهځپلیو کورنیو ته کورونه جوړ شوي دي: "دا اوس زموږ پټي وران دي، کورونه وران دي، یو تعداد کورونه جوړ شوي دي، خو هغه په ډېر کم تعداد کې دي، ولې چې یو څو نفرو ته جوړ شوي دي، دا اوس زه په دې خیمه کې ناسته یم ګرمي ده، پرون دلته باران وشو ورسره ګلۍ وه، ډېر شدید طوفان و، دا خیمې یې وغورځولې، موږ غواړو توجه وشي، پاکې اوبه هم زموږ نهشته."
د همدې ولسوالۍ د مزار درې یو بل زلزلهځپلي، خان محمد، ازادي راډیو ته وویل چې په لنډمهاله استوګنځایونو کې د اوړي ګرمۍ، د پاکو اوبو کمښت، د روغتیايي اسانتیاوو نشتوالي او د ماشومانو او ښځو لپاره نامناسبو شرایطو یې ورځنی ژوند سخت کړی دی.
هغه وویل: "تر ټولو مهمه اړتیا د سرپناه ده، خو پاکې اوبه هم نهلرو، د خوړ نه اوبه راوړو چې له املهیې ماشومان ناروغان شوي دي. دغهراز زموږ پوله او پټی ټول لهمنځه تللي دي."
د تېر ۲۰۲۵ کال د اګسټ په ۳۱مه په کونړ کې مرګونې او ویجاړوونکې زلزلې لږ تر لږه ۲،۲۰۰ کسان مړه او له ۴ زرو ډېر یې ټپیان کړل.
د ریښتر په کچه ۶ درجې دې زلزله کې، د رسمي شمېرو له مخې، شاوخوا اته زره کورونه هم ویجاړ یا زیانمن شول.
نړیوال بانکیې په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د زیانونو اندازه شاوخوا ۱۸۳ میلیونه ډالره اټکل کړې وه.
ملګرو ملتونو د افغانستان د دغې زلزلې د ۴۵۷ زره زیانمنو کسانو سره مرستې لپاره د ۱۴۰ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې وه.