د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ د چلس کلي اوسیدونکي عبدالباسط ازادي راډیو ته وویل، له کله یې چې زلزلې کور نړولی، د ګڼو نورو زلزله ځپلو په څېر خیمه کې اوسیږي.
ټول په سینه بغل، زکام او ټوخي اخته دي، کولای شو ووایو چې دلته د روغو ماشومانو شمیر خورا کم دید کونړ زلزله ځپلی
"کونړ کې هوا ډېره سړه ده او موږ اوس په خیمو کې ژوند کوو، زموږ په کلي کې یوازې دوه کورونه وو چې ترمیم ته یې اړتیا درلوده، چې ترمیم شوي دي؛ خو نور ټول په خیمو کې دي، کله چې په خیمو کې یو، موږ حتی اور نه شو بلولی او هوا سړه وي، طبعاً ماشومان ډیر ناروغه کیږي او ټول په سینه بغل، زکام او ټوخي اخته دي، کولای شو ووایو چې دلته د روغو ماشومانو شمیر خورا کم دی."
په ورته وخت کې،د کنړ ولایت د دیوه ګل ولسوالۍ د اورک کلي اوسیدونکی حسن جان چې د تیر کال د اګست د ۳۱مې نیټې د زلزلې په پایله کې یې د کورنۍ ۱۷ غړي مړه شول، وايي چې د هو په سړېدو د بیړنیو مرستو اړتیا ډیره احساس کیږي او زیانمنې کورنۍ نه شي کولای چې مناسبه سرپناه، د ژمي جامې، درمل او درملنې ته لاسرسی ولري."خیمو ته اوبه ننوځي، کورونه مو ویجاړ شوي، موږ ګرمو جامو، سرپناوو او نغدو پیسو ته ډېره اړتیا لرو ځکه ماشومان ټول په سینه بغل او مشران په زکام اخته دي،هوا سړه ده او موږ له مجبوریته په دې خیمو کې ژوند کوو."
له بلې خوا، د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ یو ځايي رضاکار نصیر احمد هم د زلزله ځپلو وضعیت د اندیښنې وړ بولي.
ده ازادي راډیو ته وویل چې د ژمي په راتګ سره د خلکو ستونزې زیاتې شوې دي."د زلزله ځپلو وضعیت د پخوا په پرتله ډیر ستونزمن شوی ځکه ژمی دی او هوا سړه ده؛ خو دوی لا هم په خیمو کې ژوند کوي، که څه هم دوی ته ځینې مرستې ورکړل شوې، لکه د کمپلو او توشکو ویش؛ خو د دوی اړتیاوې هغه ډول نه دي پوره شوي څنګه چې اړتیا وه، موسمي ناروغۍ پیدا شوي، زکام او تبې ډیر شوي، ماشومان او ښځې ټول ناروغان دي."
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي چې په کونړ ولایت کې د شپې د هوا د یخنۍ درجه تر صفر ښکته شوې او هغو کورنیو چې په وروستیو زلزلو کې یې کورونه ویجاړ شوي دي په سړه هوا کې ویده کېږي.
یونیسف د یکشنبې په ورځ «د جنوري په څلورمه» په یوه پیغام کې زیاته کړې چې په دې وروستیو کې یې اغیزمنو کورنیو ته د ژمي جامې او کمپلې ویشلي ترڅو ماشومان له سختې سړې هوا څخه وژغوري.
د افغانستان په ختیځ په ځانګړې توګه په کنړ ولایت کې، د ۲۰۲۵ کال د اګست د ۳۱مې نیټې د زلزلې په پایله کې نږدې دوه زره کسان مړه شول، شاوخوا څلور زره ټپیان شول، له اتو زرو څخه ډیر کورونه ویجاړ او زرګونه کورنۍ بې کوره شوې.
د ژمي د موسم له پیل څخه مخکې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وویل چې د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله شاوخوا ۹۴ سلنه اغیزمنې شوې کورنۍ په خلاصه فضا کې یا په لنډمهاله سرپناوو کې ژوند کوي، او په ځانګړې توګه په غرنیو سیمو کې د ژمي په رارسیدو د سرپناه او ژمني ملاتړ ته بیړنۍ اړتیا ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د یوې نوې ارزونې له مخې چې نږدې درې اونۍ وړاندې خپره شوه، د افغانستان په ختیځ کې د زلزله ځپلو سیمو د بیارغونې او وضعیت ښه کولو لپاره ۱۲۸.۸ ملیون امریکایي ډالرو بودجې ته اړتیا ده.