د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۵

د افغانستان د روان کال زلزله ځپلې ښځې لاهم د جنسیت پر بنسټ ستونزې ګالي


یو شمیر زلزله ځپلي لاهم په خیمو کې ژوند کوي
یو شمیر زلزله ځپلي لاهم په خیمو کې ژوند کوي

ملګرو ملتونو یو وار بیا د افغانستان په ختیځ کې د اګسټ په ۳۱ مې له زلزلې وروسته دغلته د نجونو او ښځو د ناوړه وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده. د دې سازمان په وینا په دې سیمو کې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی زیات شوی او ښځې او نجونې لاهم له جدي خطرونو سره مخ دي.

د افغانستان په ختیځ کې له ویجاړونکي مرګونې زلزلې څه دپاسه درې میاشتې تیریږي خو د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (یو این ایف پي اې) خبرداری ورکوي چې په زلزله ځپلو سیمو کې ښځې او نجونې لاهم له زیاتیدونکي خطرونو سره مخ دي.

دغه سازمان پرون سې شنبه د ډیسمبر ۲ مه په یو راپور کې ویلي چې د بې ځایه کېدو اغیزو، سخت ژمي او له ګاونډیو هیوادونو څخه د کډوالو ډله ییزې راستندنې اړینو روغتیايي خدمتونو ته د ښځو او نجونو لاس رسی محدود کړی او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي خطر یې زیات کړی دی.

په راپور کې راغلي دي چې په زلزله ځپلو ولایتونو کې ۳۳۰۰ امنیدواره میرمنې دوامداره پاملرنې ته اړتیا لري داسې مهال چې د راپور په ټکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرښې په اوږدو کې د اړیکو پرې کېدو او زیاتېدونکې بې ثباتۍ د مرستې رسولو په وړاندې خنډونه رامنځته کړي دي.

یو این ایف پي ای ویلي چې تر دې دمه یې د اړتیا وړ ۵ میلیونه ډالرو بودجې څخه یوازې ۲ میلیونه ډالره ترلاسه کړې خو په سیمه کې ډېرو مرستو ته بیړنۍ اړتیا موجوده ده چې ټولو زیانګالو میرمنو او نجونو ته اړین خدمات چمتو شي.

په ورته وخت کې، د کونړ د زلزله ځپلو سیمو یو شمیر ښځې وايي چې دوی لاهم په خیمو کې ژوند کوي او له جدي ستونزو سره مخ دي.

دیرش کلنه حکیمه چې د څلورو ماشومانو مور ده او د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل دره کې تر یوې خیمې لاندې ژوند کوي د چهارشنبې په ورځ د ډیسمبر ۳ مه یې ازادي راډيو ته وویل:

" موږ دلته په خیمه کې ژوند کوو، هر څه ته اړتیا لرو، دلته په دیوه ګل دره کې ساړه ډېر زیات دي، له لویانو نیولې تر ماشومانو ټول ناروغان دي، د درې ماشومانو په لاسونو کې کنول لګول شوی دی، کله چې منظمه سرپناه نه وي ستونزې زیاتې وي، په خیمه کې به څه زندګي وي، موږ تشنابونه هم نه لرو."

یوه بله میرمن چې هم د همدې سیمې ده او نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته یې وویل چې له زلزلې یې څو ورځې وړاندې نوی ماشوم پیدا شوی وو:

" د یوې میرمنې لپاره په خیمه کې ژوند کول ډېر سخت دي، ځکه ښځې سرپنا ته اړتیا لري، کور ته اړتیا لري، خو موږ دلته په ډاګ پراته یو، ان د سر او ځان د مینځلو لپاره له یوه کوره بل ته ځو، تر څه وخته باید داسې اووسي؟ په ډېرې سختۍ خوراکۍ مواد پیدا کوو، تر دې حده کمزورې شوې یم چې ماشوم ته مې شیدې نه شم ورکولای."

د افغانستان په ختیځو ولایتونو په ځانګړي ډول کونړ کې د روان کال د اګسټ په ۳۱ مه مرګونې او ویجاړونکې زلزلې له ۲۲۰۰ ډېر کسان مړه او نږدې ۴ زره نور ټپیان کړل.

دغه شان په دې زلزله کې ۷۰۰۰ کورونه هم ویجاړ شول.

UNFPA د زلزلې له قربانیانو سره د مرستو د دوام په اړتیا ټینګار کړی، داسې مهال چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا اټکل کړی چې په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۲۱ عشاریه ۹ افغانان چې د افغانستان د نفوسو ۴۵ سلنه جوړوي بشري مرستو ته اړتیا ولري.

دې ادارې د ډیسمبر په ۲ مه په یوه راپور کې د خوړو د ناامنۍ په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې احتمال لري چې راتلونکې ۱۷ عشاریه ۴ میلیونه کسان د خوړو د خوندیتوب له شدید کمښت سره مخ شي.

اوچا ویلي له دې ډلې څخه به ۵ عشاریه ۲ میلیونه په بیړني حالت کې وي داسې مهال چې د یادې ادارې په خبره دا شمېر د تېر کال په پرتله دوه چنده دی.

په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې بشري اړتیاوې د نورو هیوادونو په پرتله په لوړه کچه کې پاتې دي.

د راپور په ټکو د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو خراب بشري وضعیت، د خوړو ناامني، د اقلیم د بدلون له امله رامنځته شوې وچکالي، د کډوالو په لویه کچه راستنېدنه، زلزلې، سیلابونه او بیلابیلې ناروغۍ هغه ستونزې دي چې په دې هیواد کې یې وضعیت لاپسې خراب کړی دی.

XS
SM
MD
LG