د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۴۷

د کابل سیند ککړتیا؛ ښاروالۍ وايي د پاکولو لپاره یې سروې پیل کړې ده

د کابل سیند
د کابل سیند

د ښارونو منځ کې تېر شوي سیندونه او نهرونه طبیعي ښکلا زیاتوي، خو کابل سیند بیا له لسیزو راهیسې خپل دغه رنګ بایللی دی. له یوې خوا خلک او په ځانګړې توګه ځایي دوکانداران سیند ته خپل کثافات غورځوي او له بل لوري ښاروالۍ تراوسه نه ده توانېدلې چې دغه سیند خپل اصلي حالت ته راولي.

اوس د طالبانو حکومت د اړوندو ادارو له خوا د سیند د پاکولو سروې پيل شوې او دوی ویلې چې دغه چاره یو ملیون ډالره لګښت غواړي. په داسې حال کې چې ژمی او د ورښتونو موسم رانږدې کېږي او د کابل سیند د نیمه‌وچ حالت څخه د بېرته څپاند کېدو زېری هم له ځان سره لري، یو شمېر کابل ښاریان شکایت کوي چې ځینې خلک، په ځانګړي ډول پلورونکي، سیند ته کثافات ورغورځوي، چې له امله یې سیند او اوبه یې دواړه ککړېږي.

د کابل ښار د دویمې ناحیې یوې اوسېدونکې کبرا ازادي راډیو ته وویل:«اوس چې په سیند کې ډېرې اوبه نشته، خلک کثافات ورغورځوي. دا ښه کار نه دی، بد بوی ترې پورته کېږي او که کمې اوبه یې هم دي ککړوي یې. دا کار تر ډېره پلورونکي، په ځانګړي ډول هغه کسان کوي چې په کراچیو کې مېوې او سبزیجات پلوري.»

د کابل ښار د لومړۍ ناحیې یو اوسېدونکی صفي الله هم ورته خبره کوي، خو زیاتوي چې ښاروالۍ هم د سیند د پاکولو په برخه کې خپل مسوولیت نه دی ادا کړی:«دا خبره رښتیا ده، خلک کثافات ورغورځوي او دا هېڅ سم کار نه دی. خو د کابل ښاروالۍ هم په دې برخه کې خپل مسوولیت په سمه توګه نه دی ادا کړی. دا سیند باید پاک وي، ځکه د ښار په زړه کې موقعیت لري. له دې سینده بد بوی پورته کېږي، ماشي پکې پیدا کېږي او د ناروغیو لامل ګرځي.»

دا سیند باید پاک وي، ځکه د ښار په زړه کې موقعیت لري. له دې سینده بد بوی پورته کېږي، ماشي پکې پیدا کېږي او د ناروغیو لامل ګرځي
صفي الله، د کابل ښار د لومړۍ ناحیې اوسېدونکی

خو د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې کابل ښاروالې وايي، دوی د دې سیند د پاکولو لپاره سروې پیل کړې ده.

د دې ادارې فرهنګي سلاکار، نعمت‌الله بارکزي، ازادي راډیو ته وویل:«کابل ښاروالۍ د کابل سیند د سروې کار پیل کړی دی. لومړی باید زیانمنې سیمې مشخصې شي، چې وروسته به یې کابل ښاروالۍ حتماً د پاکولو په برخه کې اقدام وکړي. خو دا کار د خلکو له همکارۍ پرته ناشونی دی. زموږ غوښتنه له کابل ښاریانو څخه دا ده چې له کانال، لښتي یا سیند څخه د کثافاتو د غورځولو د ځای په توګه استفاده ونه کړي او کثافات په هغو ځایونو کې واچوي چې کابل ښاروالۍ ورته مشخص کړي دي.»

خو د طالبانو حکومت پېښو سره د مبارزې د چمتوالي اداري عمومي رییس نورالدین ترابي د تلې په ۲۱ مه د پېښو د ګواښونو د کمولو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته ویلي چې دوی د دې سیند سروې کړې او پاکول یې یو ملیون ډالرو ته اړتیا لري.

ده په مرستندویه هیوادونو او نړیوالو موسسو غږ کړی چې په دې برخه کې همکاري وکړي. د ترابي د ادعا پر بنسټ، کابل سیند د وروستي ځل لپاره په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کال کې پاک شوی دی.

د کابل سیند، چې د پغمان له غرونو سرچینه اخلي، شاوخوا ۷۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري. د پغمان، پنجشېر، لوګر او کونړ د سیندونو اوبه هم ورتوېږي. دغه سیند د «ډکې/باسول» له سیمې خیبر پښتونخوا ته داخلېږي او بیا په اټک کې له سیند سره یوځای کېږي. که څه هم د وچکالۍ له امله د دې سیند د اوبو کچه د پخوا په پرتله کمه شوې، خو د کال په څلورو میاشتو کې پکې اوبه ډېرې وي.

د چاپېریال ساتنې او کرنې برخې کارپوه، ساحل دوران، ځینې هغه ټکي ازادي راډیو سره شریک کړل چې د ده په باور، د کابل سیند او د دغه سیند د اوبو د ککړتیا په مخنیوي کې مرسته کوي:«باید سیند ته د ناتصفیه شویو فاضله اوبو د ورتګ مخه ونیول شي، سیند ته د کثافاتو له غورځولو ډډه وشي او د سیند غاړې په منظم ډول پاکې شي. همدارنګه، باید د سیند په شاوخوا کې د کورونو جوړولو ته اجازه ورنه کړل شي، بلکې پر ځای یې مناسبې سیمې په شنو ساحو بدلې شي.»

د کابل ـ جلال‌اباد پر لویه لارې د مسافرو په خبره، د کابل سیند له اوبو څخه د دې لارې په اوږدو کې ډېر ځله د اوداسه، د خوراکي لوښو او مېوو د مینځلو او ان د څښلو لپاره هم استفاده کېږي.nخو ډاکټران، له دې ډلې د داخله ناروغیو متخصص وحیدالله حبیبي، وايي چې د ککړو اوبو کارول انسانان په بېلابېلو ناروغیو ان کولرا اخته کولای شي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG