یوازې ملکي وګړي، په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان د افغانستان په ځینو ولایتونو د پاکستان د هوايي حملو قربانیان دي.
د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ یو اوسېدونکی، انارګل یو له دغو قربانیانو وايي چې د پنجشنبې سهار وختي د پاکستاني جنګي الوتکو په بریدونو کې یې څلور خپلوان وژل شوي دي.
هغه ازادي راډیو ته په ټیلیفون وویل چې په وژل شویو کسانو کې یو هلک، دوه نجونې او د هغوی مور شامل دي.
انارګل زیاته کړه چې اووه نور کسان ټپیان او سیمهییز روغتون ته لېږدول شوي دي.
د یوه ماشوم روغتیايي وضعیت نازک بلل شوی دی.
هغه وايي: "ما د درېیو چاودنو غږونه واورېدل. په لومړیو دوو بریدونو کې د ګاونډیانو کورونه په نښه شول او درېیم برید زما د ماما پر کور وشو."
د انارګل کیسه په هلمند او کونړ ولایتونو کې د پاکستان د هوايي بریدونو د ملکي تلفاتو یوازې یوه برخه ده، هغه بریدونه چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر په وینا، لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي چې ډېری یې ماشومان وو، وژلي او نهه نور یې ټپیان کړي دي.
د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ یوه اوسېدونکي هم د ورته پېښې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "په دغه بمبارۍ کې پنځه کسان شهیدان شوي دي. دا د شلتن ولسوالۍ د چوګام درې سیمه ده، دا داسې سیمه ده چې په کلیو کې یې خلک ټول د مالدارۍ په کارونو بوخت دي."
افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو وویل چې په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه ملکي وګړي وژل شوي دي.
خو پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې ۲۲ وسلهوال وژل شوي دي.
اسلاماباد ادعا کړې چې دغه بریدونه د هغه څه پر بنسټ چې په سیمه کې یې د وسلهوالو د فعالیت په اړه «باوري شواهد» بولي، ترسره شوي دي.
اسلاماباد کابل تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان یا ټيټيپي وسلهوالو تهیې چې پاکستان کې بریدونه کوي پناه ورکړې، خو د طالبانو چارواکي دغه تور ردوي.
پاکستاني ځواکونو سږ کال څو ځله افغانستان کې دننه بریدونه کړي چې د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې تر ۱،۰۰۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
دغه وضعیت د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اړیکې په بېسارې توګه کړکېچنې کړې دي.
په عین حال کې، تحریک طالبان پاکستان د تلې په نهمه یوه اعلامیه کې ادعا وکړه چې په تېره میاشت کې یې پاکستان کې ۳۳۴ بریدونه ترسره کړي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر په دغه هېواد کې د ملکي وګړو د تلفاتو په تأیید سره، د جګړو د سمدستي درولو، د دواړو لورو د زغم او نړیوالو قوانینو ته د درناوي غوښتنه کړې ده.