یوناما په دې اعلامیه کې ویلي چې ملکیان لا هم د سرحدي نښتو په نتیجه کې اغېزمنیږي.
ملګرو ملتونو د کړکېچ په کمېدو، د ملکیانو د لا زیاتې مرګژوبلې د مخنیوي، خبرو او نړیوالو حقوقو ته په درناوي ټینګار کړی دی.
یوناما که څه هم په خبرپاڼه کې د پاکستان یادونه نه ده کړې، خو په تېره نژدې یوه میاشت کې دا دریم ځل دی چې دغه هېواد د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان باندې هوایي بریدونه کوي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې پاکستاني الوتکو نن ( پنجشنبه د میزان ۹مه) وختي د هلمند په ګرمسیر او د کونړ په شلتن کې د هستوګنې سیمې بمبار کړې.
په هلمند کې د طالبانو د والي ویاند محمدقاسم ریاض د خپل ولایت په ګرمسېر ولسوالي کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴ تنه وباله، ده وویل:
«څلور ملکي هیوادوال چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي، شهیدان سوي او اته نور ماشومان او ښځې زحمیان سوي دي.»
ده د ځینو ټپیانو حال نازک وښود او ویې ویل چې د درملنې لپاره د لښکرګاه روغتون ته لېږل شوي دي.
له بلې خوا، د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې دغه بریدونه د «غضب للحق» عملیاتو په دوام کې د پاکستاني طالبانو او د بلوچستان د آزادۍ پوځ د پټنځایونو او اډو پر ضد شوي دي.
په بیان کې ادعا شوې چې پاکستاني پوځ د باوري استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې د دغو ډلو دوه مرکزونه او د هغوی د غړو پټنځایونه په نښه کړي دي.
پاکستان ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې ۲۲ ترهګر وژل شوي او د وسلو او مهماتو لویه برخه له منځه وړل شوې ده.
د پاکستان د حکومت د دغې ادعا په اړه تراوسه خپلواکو سرچینو څه نه دي ویلي او ازادي راډیو هم دغه ډول ادعاوې نه شي تاییدولی.
دا بریدونه وروسته تر هغه وشول چې د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کې د سپټمبر په ۱۸مه د پولیسو یوه مرکز ته نژدې خونړي برید لږ تر لږه ۳۱ کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپيان کړل.
د تیرې شنبې په ورځ په ډیره اسماعیل خان کې هم پر یوې امنیتي پوستې موټربم برید ۱۲ تنه ووژل او یوشمېر نور ټپیان کړل.
دواړو لورو ته د بریدونو اهداف که هر څه وي، خو ولسي خلک وایي چې بیه یې دوی پرې کوي.
د هلمند په ګرمسیر کې د بمباري شوې سیمې یوه اوسېدونکی، په داسي حال کې چې شاوخوا ویجاړ شوي کورونه لیدل کېدل، د تېرې شپې د پېښې په اړه وویل:
"دلته ټولټال څلور نفره دي، یوه د دغه کوروالا سپینسرې مور وه، او درې ماشومان وو، کوچني- کوچني، دا خلک نه طالبان وو او نه له طالبانو سره اړیکې لري، غریب خلک وو، سهار بازار ته ځي چې ماښام ته یوه ګوله ډوډۍ راوړي."
پاکستان داسې مهال تل ادعا کوي چې پر افغانستان هوايي بریدونه یې په دقیقه او هدفي توګه د وسلهوالو پر ضد ترسره کړي، چې د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، د ۱۴۰۴ کال له تلې څخه د ۱۴۰۵ کال تر غبرګولي پورې، د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو او بریدونو له امله ۴۹۹ افغان ملکي وګړي وژل شوي او یو زر او ۲۱۶ نور ټپیان شوي دي.
د دغو راپورونو له مخې، یوازې د ۱۴۰۴ کال د کب په ۲۵مه په کابل کې د «امید» د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان په هوايي برید کې، د ملګروملتو په حساب ۲۶۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۲ نور ټپیان شوي وو، چې ډېری قربانیان د دغه مرکز ناروغان وو.