د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۵۱

پاکستان تېره شپه یو وار بیا په افغانستان کې پر څو سیمو بمباري کړې، چې مرګ‌ژوبله هم لري

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد منلې ده، چې پاکستان پر افغان خاوره هوايي بریدونه کړي دي او دعوه یې وکړه، چې دغو بریدونو په کونړ او هلمند ولایتونو کې لږ تر لږه ۹ ملکیان وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي. مجاهد زیاته کړې ده، چې په دغو بریدونو کې ملکي کورونه په نښه شوي دي.

په هلمند ولایت کې د طالبانو د والي ویاند محمد قاسم ریاض د د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴ تنه وباله، ده وویل: «څلور ملکي هېوادوال چې ښځې او ماشومان په‌کې شامل دي، شهیدان سوي او اته نور ماشومان او ښځې زخمیان سوي دي.»

ده د ځینو ټپیانو حال نازک یاد کړ او ویې ویل چې د درملنې لپاره د لښکرګاه روغتون ته لېږدول شوي دي. له بلې خوا، د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي، چې دغه بریدونه د «غضب‌للحق» عملیاتو په لړ کې د پاکستاني طالبانو او د بلوچستان د ازادۍ پوځ د پټنځایونو او اډو پر ضد شوي دي.

په بیان کې ادعا شوې ده، چې پاکستاني پوځ د باوري استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې د دې ډلو دوه مرکزونه او د هغوی د غړو پټنځایونه په نښه کړي دي. پاکستان ادعا کوي، چې په دغو بریدونو کې ۲۲ وسله‌وال وژل شوي او د وسلو او مهماتو لویه برخه له منځه وړل شوې ده.

که څه هم خپلواکو سرچینو تر اوسه د دواړو لورو د ادعاوو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو تر دې وړاندې ملګرو ملتونو په وار وار ویلي دي، چې پر افغانستان د پاکستان په ورته بریدونو کې یې ملکي مرګ‌ژوبله مستنده کړې ده.

دغه په نږدې یوه میاشت کې درېیم ځل دی، چې پاکستان پر افغانستان هوایي بریدونه کوي. دغه بریدونه تر هغه وروسته وشول، چې د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې د سېپټمبر پر ۱۸مه د پولیسو یوه مرکز ته نږدې خونړي برید لږ تر لږه ۳۱ کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپيان کړل.

د تېرې جمعې پر ورځ په ډېره اسماعیل خان کې هم پر یوې امنیتي پوستې موټربم برید ۱۲ تنه ووژل او یو شمېر نور یې ټپیان کړل. دواړو لورو ته د بریدونو موخې که هر څه وي، خو ولسي خلک وایي چې بیه یې دوی پرې کوي.

د هلمند په ګرمسېر کې د بمبار شوې سیمې یوه اوسېدونکي، په داسي حال کې چې شاوخوا

د دغه کورواله سپین‌سرې مور وه او درې ماشومان وو
د بمبار شوې سیمې یو اوسېدونکي

ویجاړ شوي کورونه لیدل کېدل، د تېرې شپې د پېښې په اړه وویل: «دلته ټول‌ټال څلور نفره دي، یوه د دغه کورواله سپین‌سرې مور وه او درې ماشومان وو، کوچني – کوچني، دغه خلک نه طالبان وو او نه له طالبانو سره اړیکې لري، غریب خلک وو، سهار بازار ته ځي، چې ماښام ته یوه ګوله ډوډۍ راوړي.»

پاکستان داسې مهال تل ادعا کوي، چې پر افغانستان یې هوايي بریدونه په دقیقه او هدفي توګه د وسله‌والو پر ضد تر سره کړي، چې د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، د ۱۴۰۴ل کال له تلې څخه د ۱۴۰۵ل کال تر غبرګولي پورې، د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د نښتو او بریدونو له امله ۴۹۹ افغان ملکي وګړي وژل شوي او یو زر او ۲۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د دغو راپورونو له مخې، یواځې د ۱۴۰۴ل کال د کب پر ۲۵مه په کابل کې د «امید» د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان په هوايي برید کې، د ملګروملتو په حساب ۲۶۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۲ نور ټپیان شوي وو، چې ډېری قربانیان د دغه مرکز ناروغان وو.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG