د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ادعا کوي چې پاکستاني الوتکو تېره شپه د کونړ او هلمند ولایتونو په ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي دي.
مجاهد په هغه پیغام کې چې د ځینو قربانیانو له انځورونو سرهیې په خپله اېکسپاڼه خپور کړی، ویلي چې په دغو بریدونو کې چې د کونړ د شلتن ولسوالۍ په چوګام سیمه او د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سیمه شوي، د ملکي وګړو کورونه په نښه شوي دي.
د هغه په خبره، په دغو بریدونو کې ۹ ښځې او ماشومان وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
مجاهد همداراز ادعا کړې چې د دغو بریدونو له امله درې استوګنیز کورونه ویجاړ شوي دي.
د طالبانو ویاند دغه بریدونه غندلي او هغهیې «تجاوز او جنایت» بللی دی.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت دغه بریدونه تأیید کړي او ادعا کوي چې "د دغه هېواد ځواکونو د «غضب للحق» عملیاتو په دوام، په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي او په دغو بریدونو کې ۲۲ وسلهوال وژل شوي دي".
دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ «د اکټوبر په لومړۍ نېټه» په خپله اېکسپاڼه په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د باوري استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، د هغو ډلو پټنځایونه چې اسلاماباد یې د «فتنةالخوارج» او «فتنةالهندوستان» په نومونو یادوي، د افغانستان په دوو سیمو کې په نښه شوي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د ادعا له مخې، په دغو بریدونو کې د ۲۲ وسلهوالو د وژل کېدو سربېره، په زیاته اندازه وسلې او مهمات هم لهمنځه وړل شوي دي.
اسلاماباد ادعا کوي چې د دغو بریدونو پر مهال هڅه شوې، څو ملکي وګړو ته د مرګژوبلې او زیان له اوښتو څخه مخنیوی وشي او هېڅ ډول "جانبي زیان" نهدی اوښتی.
د مرګژوبلې او اوښتو زیانونو په اړه شوې ادعاوې تر اوسه په خپلواکه توګه نهدي تأیید شوي.
پاکستاني ځواکونو د میزان په دوهمه نېټه هم پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي وو.
د طالبانو د حکومت په وینا، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه څلور ملکي وګړي وژل شوي وو.
د دوشنبې په ورځ «د سنبلې په ۳۰مه» پاکستاني ځواکونو پر کونړ او پکتیکا ولایتونو هم بریدونه کړي وو.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) دفتر تأیید کړې وه چې په کونړ کې د دغو بریدونو له امله لږ تر لږه درې ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي وو.