د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲ تله ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۵۸

پر خوست او کندهار د پاکستان هوايي بریدونه

ارشیف، د پاکستان یوه جنګي جېټ
ارشیف، د پاکستان یوه جنګي جېټ

د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد تأییدوي چې پاکستاني ځواکونو د پنجشنبې په سهار «د تلې په دوهمه» په کندهار کې پر ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

مجاهد طلوع‌نیوز ته ویلي چې پاکستاني ځواکونو د سهار شاوخوا درې بجې د کندهار ښار د نهمې ناحیې یوه دښته په نښه کړې، خو د هغه په وینا، په دغو بریدونو کې مرګ‌ژوبله او زیان نه‌دی اوښتی.

له دې سره هم‌مهاله، د طالبانو د خوست د والي ویاند، مستغفر ګربز هم دې رسنۍ ته ویلي چې د شپې شاوخوا درې نیمې بجې د «پاکستان پوځي رژیم» له لوري د ګربز ولسوالۍ پر ګلان کمپ، د خوست ښار ته نږدې سیمو او د اسماعیل‌خېل او مندوزي ولسوالیو پر ځینو برخو هوايي بریدونه شوي دي.

د ګربز په وینا، په دغو بریدونو کې هم مرګ‌ژوبله نه‌ده اوښتې.

بل‌خوا، د پاکستان حکومت هم پر افغانستان هوايي بریدونه تأیید کړي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د پنجشنبې په سهار پر خپله اېکس‌پاڼه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو په غبرګون کې یې د افغانستان ۱۰ ځایونو کې هغه پوځي مرکزونه په نښه کړي چې د ده په وینا، د بې‌پیلوټه الوتکو د توغولو او ساتلو لپاره ترې کار اخیستل کېده.

تارړ ویلي چې د سپټمبر په ۲۳مه له افغانستانه د پاکستان پر لور د ترسره شویو بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو په غبرګون کې، د پاکستان هوايي دفاعي سیستمونو ټولې بریدکوونکې بې‌پیلوټه الوتکې هدف ته له رسېدو مخکې کشف او له‌منځه وړې دي.

خو د طالبانو حکومت یوې معتبرې سرچینې له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دوی له لوري د پاکستان پر خاوره د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه رد کړي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په اعلامیه کې پر طالبانو تور لګول شوی چې د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره‌یې اغېزمن او د تأیید وړ اقدامات نه‌دي کړي.

پاکستان خبرداری ورکړی چې له افغانستانه هر ډول برید ته به «سمدستي او پرېکنده» ځواب ورکړي.

د پاکستان حکومت په عین حال کې ویلي چې د تاوتریخوالي د زیاتېدو غوښتونکی نه‌دی او سیمه‌ییزې سولې او خبرو اترو ته ژمن دی.

تر اوسه د دغو تازه بریدونو د احتمالي مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو په اړه خپلواک معلومات نه‌دي خپاره شوي.

پاکستان تر دې مخکې د دوشنبې په سهار «د وږې په ۳۰مه» پر کونړ او پکتیکا ولایتونو هم هوايي بریدونه کړي وو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي، یوناما، تأیید کړې وه چې په کونړ کې د هوايي برید له امله درې ملکي افغانان وژل شوي او څلور نور ملکي کسان ټپیان شوي دي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG