یوناما نن دوشنبې ( د سنبلې ۳۰مه) پرخپله ایکسپاڼه وژل شوي کسان، یوه ښځه، یوه نجلۍ او یو سړی یاد کړي او ویلي یې دي چې په دغو هوایي بریدونو کې چې نن د ورځې په لومړیو ساعتونو کې شوي، څلورنورکسان ټپیان شوي دي.
یوناما ویلي چې د ۲۰۲۶ کال راهیسې یې په افغانستان کې د سرحدي وسله والو شخړو اړوند له ۱۱۰۰ زیاتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله مستند کړې ده.
یوناما یوځل بیا پرخپلې غوښتنې ټینګارکړی چې ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره دې د بشري حقونو د نړیوال قانون درناوی وشي.
یوناما که څه هم نه دي ویلي چې هوايي بریدونه د چا له خوا شوي، خو د طالبانو د حکومت ویاند تر دې وړاندې ویلي و چې پاکستان تیره شپه پر کونړ او پکتیکا هوایي بریدونه کړي دي.
په عین حال کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دغو بریدونو په اړه په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضارکړی دی.
په هغې اعلامیه کې چې د دغه وزارت د مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پرایکسپاڼه خپره شوې، ویل شوي چې د پاکستان شارژدافیر ته د پاکستان د پوځ له لوري د افغانستان د هوایي حریم د نقض او په کونړ او پکتیکا ولایتونو کې " پرملکي سیمو او تاسیساتو" د هوایي بریدونو په اړه یې ورته احتجاج وړاندې کړی دی. په اعلامیه کې دغه بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض بلل شوي او په کلکو ټکو غندل شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې همدارنګه هغه ادعاوې ردشوي چې ګواکې په پاکستان کې وروستۍ امنیتي پیښې د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي.
که څه په هم په دې اړه نورجزییات ندي ورکړل شوي خو د خیبرپښتونخوا ایالت په کوهاټ سیمه کې د تیرې جمعې په ورځ په یوه خونړي برید کې له دیرشو زیات کسان وژل شوي او لسګونو نور ټپیان شوي وو. د وژل شویو اکثره یې هم د امنیتي ځواکونو غړي وو.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په یوه بیان کې ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې چې په ټکو یې سرحد ته نژدې سیمو کې شوي، د هغو ترهګرو پټن ځایونه په نښه شوي چې پرپاکستان په بریدونو کې لاس لري. د بیان له مخې په بریدونو کې ۲۸ ترهګر چې دا هیواد یې فتنه الخوارج بولي، وژل شوي دي.
خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په دغو بریدونو کې ولسي وګړي په نښه شوي دي. هغه په کونړکې د درې ملکي وګړو د وژل کیدو او څلورو نورو د ټپي کیدو پخلی کړی دی.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوځل بیا ټینګارکړی چې "پاکستان باید د خپلو امنیتي او سیاسي ستونزو د حل لپاره د نورو هېوادونو پر ملامتولو او د خپلو داخلي ستونزو د بهرني اړخ سره د تړلو پر ځای، د خپلو مسؤلیتونو او واقعي لاملونو پر موندلو او حل تمرکز وکړي."
پرافغانستان دغه نوي هوایي بریدونه وروسته له هغې کیږي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ نژدې ټولې اړیکې له نژدې یوه کال راهیسې په ټپه دریدلې دي.