د طالبانو حکومت ادعا لري چې پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په بریدونو کې لږ تر لږه ۴ ملکیان وژل شوي.
د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان له خوا د نن سهار وختي هوايي بریدونه (ښکاره تیری) بللی.
له دغو بریدونو لږ تر لږه په کندهار کې خپرې شوې ویډیوګانې د زورورو چاودنو او اور ښکارندويي کوي.
په خوست کې بیا ویل شوي چې ګلان کمپ ته څېرمه یو ښوونیز مرکز د پاکستان په بریدونو کې ویجاړ شوی.
ګلان کمپ له کلونو راهیسې د هغو وزیرستاني کډوالو کوربه دی چې د پاکستان د پخوانیو پوځي عملیاتو له ویرې له خپلو اصلي سیمو کډه شوي او افغانستان کې یې اړولي.
په دې سیمې پخوا هم د پاکستان له خوا هوايي بریدونه شوي او پاکستان ادعا کړې چې هلته د دوی د حکومت وسله وال مخالفین ټي ټي پي او نور وسله وال ساتل کېږي. هغه ادعا چې طالبانو رد کړې او ویلي یې دي دا کمپ یواځې د کډوالو لپاره دی او چاته اجازه نه ورکوي چې له افغان خاورې د نورو پر ضد کار واخلی.
د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې په ګربزو کې د یوه ځايي کس کور هم هدف ګرځېدلی چې پکې چاته مرګژوبله نه ده اوښتې خو کور یې ویجاړ شوی.
هغه د دغه کور د څښتن خبرې هم خپرې کړي چې وایي د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو دوی ټول سخت ویرولي.
«دومره واړه هلکان او نجلۍ ویریږي چې هر وخت په ډار کې دي. شپې دوی له کټه ولوېدل پړ مخې. موږ څه کړي وای؟ پاکستان په موږ ډېر زیاتی کوي. له ملل متحد غوښتنه کوو چې زموږ پوښتنه دې وکړي. چې دوی د بشري حقونو پوښتنه دې وکړي هر ځای کې. رادې شي ودې ګوري چې دا نظامي ځای دی که د غریبانو یوه کوټه ده.»
د سیمې یو بل سپین ږیری هم چې نوم یې نه دی خپور شوی غږېدلی او ادعا کوي چې پاکستان د بمبار لپاره پلمې لټوي او وايي چې پوځي ځایونه یې په نښه کړي:
«تاسو یې خپله سترګو باندې لیدلی شئ چې دلته نه نظامیان شته نه نظامي خلک شته. دا خو هسې د بمبارۍ لپاره یو دلیل جوړوي چې یعنې ما داسې پوځي ځایونو باندې بمبار وکړ یا مې نظامیان له منځه وړي. نه یې پوځیان له منځه وړي نه یې پوځي ځایونه. زموږ د خپلو تره زامنو حجرې او کورونه دي»
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر کندهار،خوست او پکتیا د پاکستان د نن سهار وختي بریدونو په غبرګون خبرداری ورکړی چې دا بریدونه به بې ځوابه پرېنږدي او پاکستاني پوځ ته به ناوړه پایلې ولري.
خو پاکستان ادعا کړې چې د سپټمبر ۲۴مې پنجشنبې سهار وختي یې په افغانستان کې لس داسې سیمې چې د ډرونونو د ویشتلو او زیرمې لپاره کارېدل په دقیقو هوايي بریدونو او ډرون حملو سره هدف ګرځولي.
خپلواکو سرچینو سملاسي پر افغانستان د پاکستان د نننیو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي او ازادي راډیو هم دغه ډول خبرونه په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطالله تارړ ویلي چې دوی دا بریدونه د هغو ډرون حملو په غبرګون کړي چې په خبره یې له افغان خاورې د پاکستان په لور شوي وو.
د تارړ دا ادعا چې له افغانستانه د چهارشنبې په ورځ په پاکستان ډرون حملې شوي طالبانو رد کړې وه.
دا له یوې اوونۍ په کمه موده کې پر افغان خاورې د پاکستان دویم پراخ برید دی.
د سپټمبر په ۲۱مه د دوشنبې سهار وختي هم په کونړ او پکتیکا کې څو سیمې د پاکستان له خوا تر هوایي بریدونو لاندې راغلې.
د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما تایید کړه چې په کونړ کې د دغو هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه دری افغان ملکیان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
پاکستان هغه وخت هم ادعا وکړه چې په کونړ او پکتیکا کې یې ترهګر په نښه کړي دي.
د پاکستان دغو پرلپسې بریدونو پراخ عکس العملونه پارولي.
په کندهار او خوست د نننیو بریدونو په غبرګون د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي لیکلي چې : «اسلام آباد د خپلې هغې منفي تګلارې له ادامې لاس نه اخلي چې اور یې نن خپلې لمنې ته هم رسیدلی.»
هغه خبرداری ورکړی چې پاکستان باید پوه چې افغانان له هر ډول توپیر پرته د پاکستان د بریدونو په مقابل کې متحد ولاړ دي.
د افغانستان په څو سیمو د پاکستان بریدونو ته روسیې هم عکس العمل ښوولی.
په کابل کې د روسیې سفارت لیکلي چې: « د افغانستان پر ختيځو ولايتونو باندې د هوايي بريدونو په پايله کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د معلوماتو په اړه ډېر اندېښمن يو. د وژل شويو کسانو کورنيو ته تسليت وايو او ټپيانو ته د عجلې شفاء هيله کوو.»
روسیې له دواړو خواوو غوښتي چې له شخړو لاس واخلي او مخالفتونه د خبرو له لارې حل کړي.
تر دې مخکې هم د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال پر افغان خاورې د پاکستان هوايي بریدونه په کلکه غندلي و او ویلي یې و چې : «په یوه خپلواکه ګاونډي دا ډول بریدونه د سیمې امنیت او ثبات ګواښي
خو پاکستان ادعا لري چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د هغو ترهګرو ډلو په وړاندې چې د پاکستان پر ضد جنګیږي د پریکنده اقداماتو پر ځای د تشدد لار غوره کړې ده.
له تیر نژدې یوه کال راهیسې د طالبانو د حکومت او پاکستان اړیکې خړې پړې دي او څو ځله یې د ډیورند کرښې په اوږدو او دغه راز تورخم او سپین بولدک دروازو کې یو پر بل بریدونه کړي دي.
یوناما ویلي په ۲۰۲۶ کال کې تر دې دمه د پولې له هغې غاړې بریدونو او تاوتریخوالیو کې لږ تر لږه ۱۱۰۰ افغان ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.