د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ تله ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۳۰

پر افغانستان د پاکستان بریدونه: طالبان وايي ملکیان وژل شوي خو پاکستان ادعا کوي چې وسله وال يې په نښه کړي

په کونړ ولایت کې د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته ویجاړۍ
په کونړ ولایت کې د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته ویجاړۍ

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، د پاکستان پوځ تیره شپه د افغانستان پر کونړ او پکتیکا ولایتونو هوایي بریدونه کړي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن دوشنبه ( وږي ۳۰مه) پر خپله ایکس پاڼه ادعا کړې چې برید پر ملکیانو شوی او په خبره یې کونړ کې یې درې تنه وژلي او ۴ نور ټپيان کړي دي چې ښځې هم په کې شاملې دي.

درې نیمې بجې وي چې پاکستاني جټ الوتکو بمبار وکړ چې په پایله کې يې درې کسان ووژل شول او څلور نور ټپیان شول، ټپیان اوس روغتون ته انتقال شوي دي
ګل حسن

مجاهد زیاته کړې چې په پکتیکا کې برید پر یوه کور او یوه دوکان شوی چې ځاني زیان نه لري.

د ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د پاکستان پوځ د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د مبین په نوم د یو ملکي وګړي پر کور برید کړی.

د همدې کورنۍ غړي وایي چې یوه ښځه او دوه نرینه په برید کې وژل شوي دي.

په همدې سیمه کې د پېښې یو بل عیني شاهد رویترز خبري اژانس ته وویل،"درې نیمې بجې وي چې پاکستاني جټ الوتکو بمبار وکړ چې په پایله کې يې درې کسان ووژل شول او څلور نور ټپیان شول، ټپیان اوس روغتون ته انتقال شوي دي".

د ګل حسن په ټکو، دغه کورنۍ تازه له پاکستانه کونړ ته ستنه شوې وه.

مجاهد وړاندې پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي،"موږ دا تجاوزر او ظلم غندو او د جنایتونو تکرار يې بولو".

مجاهد زیاته کړې چې "افغانان به په مناسب وخت کې د دې بریدونو ځواب ورکړي".

افغانان به په مناسب وخت کې د دې بریدونو ځواب ورکړي
ذبیح الله مجاهد


د پاکستان د اطلاعاتو وزارت نن دوشنبې په یوه اعلامیه کې ویلي چې بریدونه د وسله والو مخالفانو پر مشکوکو اهدافو شوي چې ۲۸ تنه په کې وژل شوي دي.

ازادي راډیو د دواړو لورو ادعاوې نه شي تاییدولی او سملاسي خپلواکو سرچینو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو په مستندو راپورونو کې ویل شوي چې د پاکستان په پخوانیو بریدونو کې افغان ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

پر افغانستان د پاکستان دغو بریدونو ته غبرګونونه هم ښودل شوي دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي نن دوشنبې پر خپلې ایکس پاڼې د پاکستان دغه هوايي بریدونه په کلکه غندلي او د افغانستان د حاکمیت نقض يې بللی دی.

ښاغلي کرزي د پاکستان اوسنۍ امنیتي ستونزې د افغانستان په اړه د دغه هېواد د ناسمو سیاستونو پایله بللې او له پاکستانه یې غوښتي چې پر خپلو تګلارو بیاکتنه وکړي.

پر افغان خاوره د پاکستان د تیرې شپې بریدونه په داسې حال کې دي چې د تیرې جمعې په ورځ د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کې د پولیسو مرکز ته نژدې یوه جومات کې خونړي برید لږترلږه۳۱کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.

د هغه برید مسوولیت د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د پاکستان د اتحاد مجاهدین ډلې ومانه.

پاکستان په افغانستان کې د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان په ملاتړ او د افغان خاورې دننه دوی ته د خوندي پټځایونو په ورکولو تورنوي.

خو د طالبانو حکومت وایي، پاکستان په دې بریدونو سره په امنیتي برخه کې خپلې ناکامۍ پټوي.

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG