د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۸ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۴۰

د نجونو پر زده‌کړو بندیز؛ راستنېدونکې کورنۍ د خپلو لوڼو راتلونکي ته اندېښمنې دي

ارشیف، له ایرانه یو شمېر راستنې شوې افغان کورنۍ
ارشیف، له ایرانه یو شمېر راستنې شوې افغان کورنۍ

ډېری هغه کورنۍ چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستانه ایستل شوي او یا افغانستان ته په داوطلبانه ډول راګرځېدلي، وايي چې د طالبانو حکومت له لوري د نجونو پر زده‌‌کړو بندیز، دوی د خپلو اولادونو په ځانګړې توګه خپلو لوڼو د راتلونکي په اړه اندېښمن کړي دي.

یو له دغو کسانو او د ازادي راډیو اورېدونکی چې په دې وروستیو کې له ایران څخه افغانستان ته ستون شوی او د موضوع د حساسیت له امله‌یې نه‌غوښتل نوم‌یې په راپور کې خپور شي وویل، دا چې لوڼې یې له زده‌کړو پاتې دي، سخت ناهیلی او اندېښمن دی.

دی زیاتوي: "له بده مرغه، ښوونځي ته د نجونو نه‌تګ یوه ډېره لویه ستونزه ده. نجونې د افغانستان د راتلونکي میندې دي. فکر وکړئ، که سبا په یوه کورنۍ کې مور نالوستې وي، دا به څومره ستونزې رامنځته کړي."

مدینه نورزۍ چې خپله هم له زده‌کړو محرومه ده، د افغان نجونو د اندېښنو په اړه وايي: "دې وضعیت زموږ پر ژوند مستقیم اغېز کړی دی. ښوونځي، پوهنتون او یا بل ښوونیز مرکز ته نه‌تګ، په طبیعي ډول زموږ انګېزه کموي او راتلونکو اهدافو ته د رسېدو هیلې مو کمزورې کوي. کله چې یوه نجلۍ له زده‌کړو محرومه شي، په حقیقت کې د هغې د راتلونکي ډېر فرصتونه هم محدودېږي."

ارشیف، په افغانستان کې د لومړنیو ټولګیو یو شمېر زده‌کوونکې نجونې چې له شپږم ټولګي وروسته له ښوونځي محرومېږي.
ارشیف، په افغانستان کې د لومړنیو ټولګیو یو شمېر زده‌کوونکې نجونې چې له شپږم ټولګي وروسته له ښوونځي محرومېږي.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له بیا رسېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه.

وروسته‌یې نجونې او ښځې له پوهنتونونو هم راوګرځولې او ورپسې یې په طبي تعلیمي مؤسسو کې هم د هغوی پر زده‌کړو بندیز ولګاوه.

خو په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو دوامدار بندیز به په اوږدمهال کې څه پایلې ولري؟

د ښځو د حقونو فعاله اصفه ستانکزۍ په دې اړه وايي: "کله چې یوه نجلۍ د څو کلونو لپاره له ښوونځي یا پوهنتون څخه محرومه شي، هېواد یوازې یوه زده‌کوونکې یا محصله له لاسه نه‌ورکوي، بلکې په راتلونکي کې یوه ښوونکې، ډاکتره، اقتصادپوهه، سوداګره او مدیره هم له لاسه ورکوي."

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په یوه وروستي راپور کې ویلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې شاوخوا ۲،۶ میلیونه نجونې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو څخه محرومې شوې دي.

ارشیف، یو شمېر افغان زده‌کوونکې نجونې چې د زده‌کړو له دوامه محروم شوي او د طالبانو له لوري د دې بندیز پر ضد یې اعتراض کړی دی.
ارشیف، یو شمېر افغان زده‌کوونکې نجونې چې د زده‌کړو له دوامه محروم شوي او د طالبانو له لوري د دې بندیز پر ضد یې اعتراض کړی دی.

ملګرو ملتونو، د اسلامي هېوادونو په ګډون د نړۍ بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو مؤسسو او بنسټونو په وار وار د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې افغان نجونو او ښځو ته د زده‌کړو او کار اجازه ورکړي.

د طالبانو حکومت وايي، د افغان ښځو او نجونو حقونه‌یې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي کړي دي، خو د نجونو د زده‌کړو د بیا پیل لپاره‌یې تر اوسه کومه مشخصه نېټه نه‌ده اعلان کړې او وايي، تر هغه چې مناسب شرایط برابر نه‌شي، د نجونو پر مخ به د ښوونځیو دروازې تړلې وي.

د ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې، اسلامي هېوادونو او نړیوالو بنسټونو له پرله‌پسې غوښتنو سره سره، لا هم په افغانستان کې میلیونونه نجونې او ښځې له زده‌کړو او کار څخه محرومې دي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG