د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۴ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۰۵

ځینو افغان مېرمنو له محدودیتونو سره سره انلاین سوداګرۍ ته مخه کړې ده

نرګس بدر، یوه نوښتګره افغانه میرمن چې پر زده کړو محدودیتونه یې په فرصت بدل کړي او په کابل کې یې خپله انلاین سوداګري پیل کړې ده. انځور: پژواک خبري اژانس
نرګس بدر، یوه نوښتګره افغانه میرمن چې پر زده کړو محدودیتونه یې په فرصت بدل کړي او په کابل کې یې خپله انلاین سوداګري پیل کړې ده. انځور: پژواک خبري اژانس

وروسته له هغې چې طالبانو د ښځو پر کار او ټولنیز حضور پراخ محدودیتونه ولګول، یو شمېر افغان ښځو د خپل اقتصادي فعالیت د دوام لپاره انلاین سوداګرۍ ته مخه کړې ده.

په وروستیو کلونو کې انلاین سوداګري د یو شمېر افغان ښځو لپاره یوازې د توکو د پلور یوه لاره نه وه، بلکې له کور څخه د اقتصادي فعالیت د دوام وسیله هم ګرځېدلې ده. ډېری ښځې خپل محصولات د فېسبوک، انسټاګرام او واټس‌اپ له لارې معرفي کوي او هڅه کوي چې د افغانستان دننه او بهر مشتریان پیدا کړي.

خو د هغو ښځو تجربې چې په دې برخه کې فعالیت کوي، ښيي چې دغه لاره د نویو فرصتونو ترڅنګ له ګڼو ستونزو سره هم مل ده؛ د لومړنیو موادو له برابرولو نیولې بیا له مشتریانو څخه د پیسو تر ترلاسه کولو او د محصولاتو تر لېږد پورې.

له دغو ښځو څخه یوه هم شکیلا ابراهیمي ده؛ د کمپیوټر ساینس له څانګې فارغه شوې، خو د محدودیتونو له لګېدو وروسته ونه توانېده چې په خپل مسلک کې کار وکړي.

د دې په خبره، یوازینۍ پانګه چې د خپل کار د پیل لپاره یې درلوده، پنځه سوه افغانۍ وې، او د ښځو لپاره یې له ټوکر څخه د دستکولونو په جوړولو خپله سوداګري پیل کړه:

"که محدودیتونه نه وای، ښايي ما هڅه کړې وای چې په کومه موسسه یا دولتي اداره کې په خپل مسلک کې کار وکړم، خو له محدودیتونو وروسته یوازینی کار چې ما احساس کاوه ترسره کولی یې شم، انلاین سوداګري وه. زه ویلای شم چې زه له هغو لومړنیو کسانو څخه وم چې انلاین سوداګري مې پیل کړه."

د شکیلا په خبره، د دې کار په تدریج پراخ شو او اوس ځانګړې افغاني جامې ګڼدي چې خامک په کې کېږي او چرمې پرې لګول کېږي، دا وایي چې میاشتنی عاید یې کله ناکله تر اویا زره افغانیو رسېږي، خو په خبره یې له بهرنیو مشتریانو څخه د پیسو ترلاسه کول لا هم د دې د کار تر ټولو لویه ستونزه ده:

"زموږ ډېری مشتریان هغه نجونې دي چې له افغانستانه بهر ژوند کوي. هغه ستونزه چې موږ ورسره مخ یو، انلاین تادیات دي."

نرګس بیا بله افغان مېرمنه ده، چې انلاین کار کوي.

هغه د مریو دستکولونه جوړوي او دودیزې ګاڼې پلوري، په خبره یې محصولات یې ډېر ژر د مشتریانو له هرکلي سره مخ شول:

"یو له هغو دلیلو څخه چې زه دې کار ته راغلم، دا و چې موږ نه شو کولی له کوره بهر کار وکړو. له همدې امله ما انلاین سوداګري یو فرصت وګاڼه، ځکه له کوره مو کار کولی شو. که پر ښځو محدودیتونه هم نه وای، بیا هم زما په اند انلاین سوداګري د خپلواکۍ لپاره یوه ښه لاره ده."

نرګس وایي چې په پیل کې ورته د لومړنیو موادو برابرول ډېرو ستونزمن وو، خو اوس د خپلې کورنۍ د پام وړ لګښتونه له همدې لارې پوره کوي. دا له سوداګرو میرمنو د لا زیات ملاتړ غوښتنکې ده.

"ډېری مرستې چې د نړیوالو سازمانونو له خوا ورکول کېږي، باید هغو ښځو ته ورسېږي چې خپلو کارونو ته ژمنې دي. دغه بهیر باید روڼ وي او دا ښځې باید د دولت او خلکو ملاتړ ترلاسه کړي."

یو شمیر اقتصاد پوهان له دې ډلې محمد بشیر دودیال، هم انلاین سوداګري د اقتصادي فعالیتونو د ودې لپاره یو فرصت بولي، که څه هم نوموړی په دې باور دی چې شته ستونزې، په ځانګړي ډول د زیربناوو محدودیتونه، د دې برخې د لا پراختیا مخه نیسي:

"انلاین کاروبار یو ډېر ګټور کار دی. سمه ده چې د افغان ښځو پر وړاندې محدودیتونه شته، خو په نورو هېوادونو کې د ښځو د کار پر وړاندې کوم خنډونه نشته. انلاین پلور شته، هم عرضه او هم تقاضا موجوده ده. له دې لارې اړیکې ښې کېږي، وخت لږ مصرفېږي او له هر اړخه سپما رامنځته کېږي. هیله ده چې په افغانستان کې هم وده او پرمختګ وکړي."

افغان ښځې داسې مهال انلاین سوداګرۍ ته مخه کوي چې د کار نړیوال سازمان (ILO) د راپور له مخې، افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د کار په بازار کې تر ټولو ژور جنسیتي واټن تجربه کوي، او د ښځو د کاري ځواک ګډون په کې شاوخوا ۵.۱ سلنې ته راټیټ شوی دی. دغه سازمان دا کموالی د ښځو پر کار او ټولنیز حضور له پراخو محدودیتونو سره تړلی بولي.

همدارنګه د ملګرو ملتونو د ښځو اداره (UN Women) وایي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته، کورني کارونه، لاسي صنایع او انلاین کاروبارونه د افغان ښځو لپاره د عاید ترلاسه کولو له محدودو پاتې شویو لارو څخه دي. د دې ادارې په وینا، انټرنېټ ته محدود لاسرسی، بانکي خدمتونه، انلاین تادیات او د پلور بازارونه لا هم د دغو فعالیتونو د پراختیا مهم خنډونه دي.

د شته معلوماتو له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې په افغانستان کې د ښځو په مالکیت شاوخوا ۲۴۷۱ راجستر شوي شرکتونه فعال وو او لسګونه زره نورې غیررسمي سوداګرۍ هم د دوی له خوا پر مخ وړل کېدې، چې له یو لک او ۳۰ زرو څخه زیاتو کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې وه.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له بیا واکمنېدو وروسته، ښځې له ډیریو دولتي او غیردولتي دندو، منځنیو او لوړو زده کړو، او د عامه ژوند له لویې برخې محرومې کړې دي.

که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د ټولو خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو، حقونه یې د شریعت په چوکاټ کې خوندي کړي، خو ملګري ملتونه د افغان ښځو پر وړاندې محدودیتونه د افغانستان په اقتصاد کې د ښځو د ونډې د کمېدو له مهمو لاملونو څخه ګڼي.


راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG