یوه افغانه پناه غوښتونکې مریم چې د پاکستان په اسلام اباد کې میشته ده، د پاکستاني پولیسو له ناسم چلنده شکایت او ادعا کوي چې په وروستیو کې په شخصي جامو کې خلک راځي چې ځانونه پولیس معرفي کوي، افغانان وهي ټکوي او له دوی سره له زور زیاتي کار اخلي.
مریم سې شنبه د ډیسمبر ۱۶ مه ازادي راډيو ته وویل چې له تېرو دوه کلونو راهیسي له سرپرست پرته له خپلو دوه کوچینو ماشومانو سره سره ژوند کوي او څو ځل پولیسو ځورولې او ان یو ځل یې ترې په ۵۰ زره روپیو ځان راخلاص کړی دی.
هره ورځ راځي او افغانان نیسي پیسې ترې اخلي، مخکې به یې پنخه زره، لس زره او شل زره روپۍ اخیستې
اوس دوی په شخصي لباس او شخصي موټرو کې ګرځي، هره ورځ راځي او افغانان نیسي پیسې ترې اخلي، مخکې به یې پنخه زره، لس زره او شل زره روپۍ ترې اخیستې او بیرته به یې خوشې کول، خو اوس پنځوس زره او یو لک روپۍ غواړي او دغه راز ګواښونه هم کوي او بدې ردې هم افغانانو ته وايي.
یوه بله افغانه پناه غوښتنې زهرا چې د پاکستان په پینډۍ سیمه کې اوسیږي وايي، اوس پولیس ان نیمه شپه هم د افغانانو کورونو ته ورځي، دروازې ورماتوي او له دوی سره سپک چلند کوي.
( د شپې دوه یا درې بجې راځي، کورنو ته ننوځي، تالاشي کوي او افغانانو سره ناوړه چلند کوي، د دوی د کورونو دروازې ورماتوي، وضیعت ډېر خراب دی، دوی اوس په شخصي لباسونو او شخصي موټرو کې راځي څوک ترې تښتېدلې هم نه شي، ما سره له دې چې ویزه مې لرله هم ویې نیولم او حاجي کمپ ته یې انتقال کړم، بیا یې خوشې کړم، دوی زما ویزه نه منله ویل یې چې دا میډیکل ویزه ده.)
دوی وايي په شخصي جامو کې د اشخاصو پېژندل ورته ستونزمن شوي او نه شي کولای د دغه کسانو او پولیسو ترمنځ توپیر وکړي.
دوی ادعا کوي چې اوس مهال په پاکستان کې میشت افغانانو له هر ډول بشري حقونو بې برخې او د ویرې او خفګان په فضا کې ژوند کوي.
د پاکستان پولیسو تراوسه د دغه ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ دروان کال د اکتوبر په ۱۱ مه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تر نښتو وروسته پاکستان په دې هیواد کې په میشتو کډوالو فشارونه زیات کړل.
نږدې دوه اونۍ وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په یو خبري کنفرانس کې د بې اسناده افغانانو د نیولو د سختو عملیاتو د پیلولو اعلان کړی.
نوموړي ټینګار کړی چې له ستنیدو وروسته که دغه افغانان بیا پاکستان ننوځي نو سم دستي به ونیول شي.
په همدې حال کې په اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا هم دغه ستونزې تاییدوي او وايي چې اوس مهال وضعیت تر بل هر وخت خراب او د کډوالو نیول په شدت دوام لري.
د دې شورا ریس میوند عالمي افغان د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:
هر افغان یې چې په مخ ورځي او اسناد نه لري نیسې یې او حاجي کمپ ته یې انتقالوي او افغانستان ته یې ډیپورټ کوي، ډېر بد وضعیت دی.
وضعیت ډېر زیات خراب دی. پولیس سهار او ماښام راځي، ان د شپې یوه ، دوې او درې بجې راځي. د ورځې دوه او درې ځل راځي او هر افغان یې چې په مخ ورځي او اسناد نه لري نیسې یې او حاجي کمپ ته یې انتقالوي او افغانستان ته یې ډیپورټ کوي، ډېر بد وضعیت دی.
خو نوموړي ونه ویل چې ایا پاکستاني پولیس په رسمي که په شخصي جامو کې د افغانانو کورونو ته ننوځي.
دا اندېښنې په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د طالبانو د کډوالو وزیرله ګاونډیو هیوادونو غوښتي چې د افغان کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سره له زور زیاتي ډډه وکړي او هغوی ته په خپله خوښه افغانستان ته د بېرته ستنېدو مناسب شرایط برابر کړي.
مولوي عبدالکبیر جمعه د دسمبر ۱۲ مه په پکتیا کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، افغان کډوال په نورو هېوادونو کې خپلواک ژوند لري او پر چا بار نه دي.
په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمیسیون ویلي تازه د ډیسمبر په ۱۵ مه له ایران او پاکستانه ۵۷۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰۰۵ ته رسېږي په خپله خوښه او په جبري ډول ستنې شوي دي.
په پاکستان کې میشت افغان پناه غوښتونکې چې ډیری یې د تېر جمهوري نظام پوځي غړي، مدني فعالان خبریالان او د ښځو او بشري حقونو مدافعان دي په وار وار یې ویلي چې په افغانستان کې یې د امنیتي ګواښونو له امله دغه هیواد ته پناه وړې او که افغانستان ته شړل کیږي ژوند به یې د مرګ له ګواښ سره مخ شي.
پاکستان د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په میاشت کې پرېکړه وکړه چې په څو پړاوونو کې له دې هېواده د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یو این ایچ سي ار ویلي له هغه وخته بیا د روان ۲۰۲۵ کال د نومبر تر ۳۰ مې پاکستان لږ ترلږه ۱ عشاریه ۸ میلیونه افغانان خپل وطن ته ستانه کړي دي.