داسې مهال چې په پاکستان کې د بې اسناده افغان پناه غوښتونکو د نیولو او جبري شړلو لړۍ په شدت روانه ده د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان واډفول وايي تمه لري چې د روان میلادي کال تر پایه له پاکستانه د افغان پناه غوښتونکو د لېږدولو بهیر بشپړ کړي.
نوموړي په هغه هېواد کې جرمني ته د تګ په تمه د مېشتو افغانانو وضعیت خراب بللی او ټینګار یې کړی چې د دغه کسانو لېږد چې د ده په وینا جرمني ته د لېږد قطعي ژمنې لري، د حکومت په لومړیتوبونو کې دی.
د جرمني ویلټ ورځپاڼې د واډفول له قوله لیکلي چې "اړینې څېړنې او دغه راز الوتنې اوس په چټکۍ ترسره کېږي".
هغه تر دې مخکې ویلي و چې له پاکستاني لوري سره یې د خبرو اترو له لارې په پاکستان کې د جرمني له لوري د منل شویو افغان پناهغوښتونکو لپاره په هغه هېواد کې د پاتې کېدو لپاره د شپږو میاشتو تمدید ترلاسه کړی دی.
خو دې تازه څرګندونو کې یې ټینګار کړی چې د راتلونکي میلادي کال له پیله به جرمني ته د تګ په تمه مېشت افغان کډوال افغانستان ته د شړلو له خطر سره مخ شي.
یوهان واډفول د کډوالو د منلو په پروسه کې د جرمني د کورنیو چارو وزارت رول ته په اشارې سره ویلي له ټولو ارزونو وروسته د ځينو افغانانو د منل کېدو او یا هم نهمنل کېدو په تړاو پرېکړه د دغه وزارت پر غاړه ده.
خو نوموړي خبرداری ورکړی چې که په دې برخه کې نور ځنډ هم رامنځته شي، نو پاکستان کې جرمني ته د تګ په تمه مېشت افغان کډوال به افغانستان ته د شړلو له خطر سره مخ شي.
په همدې حال کې یو شمېر کسان چې جرمني ته د انتقال ژمنه ورسره شوې او له تېرو څو کلونو راهیسي په پاکستان کې دېره دي وايي پاکستاني پولیسو یې ژوند حرام کړی دی.
موږ د پولیسو له لوري له سخت بد چلند سره مخ یو، څه موده مخکې زما خاوند دوی ونیوه، افغانستان ته یې ډیپورټ کړ
دوی وايي د جرمني حکومت باید له پاکستان سره خبرې اترې وکړي تر څو دوی ته په دې هېواد کې د پاتې کېدو زمینه برابره شي او دغه راز جرمني دې د دوی لېږد ژر تر ژره ترسره کړي.
په اسلام اباد کې مېشته یوې افغانې پناه غوښتونکې حدیثې رحیم زۍ ازادي راډيو ته وویل: "موږ د پولیسو له لوري له سخت بد چلند سره مخ یو، څه موده مخکې زما خاوند دوی ونیوه، افغانستان ته یې ډیپورټ کړ، هلته مې خاوند طالبانو نیولی و او سخت یې وهلی و، وروسته تر خوشې کېدو په غیر قانوني لارو بیا پاکستان ته راغی، لطفاً د جرمني له حکومت غواړو چې هر څه ژر موږ انتقال کړي."
په اسلام اباد کې مېشته یوه بله افغانه پناه غوښتونکې چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راديو ته وویل: "درې میاشتې کېږي چې ویزه مې ختمه شوې او هره ثانیه امکان لري چې زه ډیپورټ شم او په دې برخه کې نه د جرمني سفارت او نه «یو اېن اېچ سي ار» له موږ سره مرسته کولای شي، د روان کال په مارچ میاشت کې مو د انتقال لپاره بیا میډیکل وشو، خو تر اوسه نه یو انتقال شوي."
دوی وايي له پاکستانه د شړلو له جدي ګواښ سره مخ دي، داسې مهال چې وار له مخه د جرمني یو شمېر پخواني افغان همکاران له دې هېواده شړل شوي او اوس په افغانستان کې په پټه ژوند کوي.
موږ د جرمني له حکومت غواړو چې د پناه غوښتونکو فریاد واورئ او هغه کسان چې د دوی همکاران دي ژر تر ژره دې انتقال کړي
د جرمني ځواکونو یو پخوانی افغان همکار چې په وروستیو کې له خپلې کورنۍ سره یوځای له پاکستانه افغانستان ته ایستل شوی د نوم د نه خپرېدو او غږ بدلون په شرط یې ازادي راډيو ته وویل چې اوس مهال په پټه ژوند کوي: "دلته موږ په پټه ژوند کوو، هره شېبه په وېره کې یو چې طالبان مو ونه نیسي، اوس مو هڅه پیل کړې چې بیا د پاکستان ویزې واخلو او بېرته هلته لاړ شو، موږ د جرمني له حکومت غواړو چې د پناه غوښتونکو فریاد واورئ او هغه کسان چې د دوی همکاران دي ژر تر ژره دې انتقال کړي."
دا په داسې حال کې ده چې روانه اوونۍ د ډسمبر په ۱۲مه په پاکستان کې مېشتو جرمني ته د لېږد په تمه یو شمېر پناه غوښتونکو ازادي راډیو ته ویلي وو چې په وروستیو کې یې د پناه غوښتنې د رد اېمېلونه ترلاسه کړي دي.
دوی ویلي وو چې لږترلږه ۳۵۰ کسانو دغه اېمېلونه ترلاسه کړي دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان واډفول په خپلو تازه څرګندونو کې بیا د دې کسانو شمېر ۶۵۰ تنه وښود او ویې ویل چې په دې برخه کې د جرمني د کورنیو چارو وزارت مسؤل دی.
ده له ډېرو جزئیاتو پرته زیاته کړې چې د جرمني د کورنیو چارو وزارت دا پرېکړه "د ټولو حقوقي او واقعي اړخونو له سنجولو وروسته" کړې ده.
له دې وړاندې د ډسمبر په ۱۰مه د جرمني فدرال حکومت اعلان کړی و چې په رسمي ډول به د یو شمېر هغو افغانانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد کړي چې اوس مهال په پاکستان کې دېره دي.
په افغانستان کې د طالبانو تر بیا ځلي واک ترلاسه کولو وروسته جرمني خپل پخواني زرګونه سیمه ییز همکاران، خبریالان، د مدني ټولنې غړي، د بشري حقونو فعالان او فرهنګیان هغه هېواد ته انتقال کړل، خو د راپورونو له مخې لږترلږه ۲ زره کسان لا هم په پاکستان کې پاتې دي.
د یادونې وړ ده چې په وروستی ځل ۵۲ افغان پناه غوښتونکي چې د جرمني د منل کېدو وعده ورکړل شوې وه، له اسلاماباد څخه جرمني ته ولېږدول شول.