د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۸

له پاکستاني پولیسو په پټه ژوند؛ افغان کډوال وايي ډېرو اندېښنو په سر اخیستي


پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او ډيپورټ یوه شېبه
پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او ډيپورټ یوه شېبه

د پاکستان د خیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې میشت یو شمېر افغان کډوال وايي، په وروستیو څو ورځو کې په دې صوبه کې د دوی د نیولو او ډیپورټ کولو لړۍ تر بل هر وخت تېزه شوې ده.

افغان کډوال ادعا کوي چې پاکستاني پولیس ترې د خوشې کولو په بدل کې پیسې اخلي او که ور یې نه کړي نو د ډیپورټ کمپونو ته یې انتقالوي.

پېښور ښار په بورډ بازار کې یو افغان دوکاندار عبادالله ناصري یکشنبه ازادي راډيو ته وویل:

ځای په ځای چیک پوسټونه دي، افغانان نیسي له موټرو یې ښکته کوي، او د پیسو غوښتنه ترې کیږي، شل دیرش زره دې که ورکړې ښه ده کنه ډیپورټ کوي دي، په ویره ژوند دی، له کوره نه شو راوتلی، کاروباره ګډ وډ دی.
د بورډ بازار یو افغان دوکاندار

په پېښور کې میشت یو بل افغان کډوال هم ورته شکایت وکړو.

نوموړي د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل:

"وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی، لکه مخکې چې په اسلام اباد کې وو، اوس دلته دغسې وضعیت دی، له کوره نه شو وتلی چې وځو هم یو ماشوم له ځان مخکې استوو چې وګوري پولیس خو به نه وي، چې پولیس دې ونیسي تر ۳۰ یا ۴۰ زره روپۍ درنه اخلي او بیا دې خوشې کوي. "

دغه افغان کډوال وايي د نیولو د لړۍ له تېزېدو سره د دوی د ملکیتونو بیې هم په بې سارې ډول راښکته شوي دي.

د دوی په وینا اوس یې کورونه او دوکانونه په نیمه بیه هم څوک نه اخلي.

په خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو سرتاسري شورا هم تاييدوي چې هلته میشت کډوال تر بل هر وخت تر سخت فشار لاندې دي.

د دې شورا مسول بریالي میاخیل ازادي راډيو ته وویل له یوې خوا سخت ژمی او له بل خوا په خپل وطن کې د ډېر شمېر افغانانو د سرپنا نه موجودیت هغه ستونزې دي چې اوس مهال یې افغان کډوالو ته د تګ پرېکړه سخته کړې ده.

«یخني ډېره زیاته ده، کنه افغانان غواړي چې لاړ شي، بله خبره د سرپنا ده، چې لږ تر لږه اتیا سلنه افغانان په خپل وطن کې ځای نه لري، سرپنا یې نه شته، کنه دوی غواړي چې لاړ شي، بله مسله دلته د ملکیتونو ده چې په نیمه بیه هم نه پلورل کیږي، هغه کور چې مخکې په یو کروړ ( سل میلیونه ) پلورل کېده اوس یې په نیمه بیه هم څوک نه اخلي، همداسې دوکانونه درواخله، بس یو بد وضعیت دي او افغانان په کې رایسار دي او هیڅوک یې د پوښتنې نشته.»

پاکستان کې ګڼ افغانان د پاکستاني پولیسو له خوا درول شوي
پاکستان کې ګڼ افغانان د پاکستاني پولیسو له خوا درول شوي

دی وايي ان داسې افغانان هم شته چې په خپل وطن کې ورته اصلي پلرنی ټاټوبی لا نه دی معلوم.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په اکتوبر میاشت کې د پاکستان حکومت په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د شاوخوا ۲۸ پنډغالو د تړلو پرېکړه وکړه.

په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د سرتاسري شورا مسول بریالی میاخیل وايي اوس مهال د پاکستان حکومت د بریښنا او اوبو په ګډون په دې کمپونو هر ډول اسانتیاوې بندې کړي دي، ان دا چې هلته میشت افغانان په جوماتونو کې د اودس کولو لپاره هم اوبه لا نه لري.

نوموړي وویل هڅه کوي چې د دې صوبې له مسولینو سره د خبرو له لارې د ۲۰۲۶ کال تر جون میاشتې وخت واخلي ځکه په خبره یې په دې موده کې به افغان کډوال خپل کاروبارونه راټول او هوا به هم ماته شي.

خو د پاکستان ډان ورځپاڼې د ډیسمبر په ۱۲ مه راپور ورکړو چې ښايي په راتلونکو څو ورځو کې په خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ لا شدت پیدا کړي.

په دې راپور کې راغلي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د خیبرپښتونخوا چارواکي له افغان کډوالو سره په نرم چلند تورن کړي دي.

پاکستان د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر کې کې په بیلابیلو مرحلو کې له دې هیواده د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه وکړه.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ ویلي چې له هغه وخته بیا د ۲۰۲۵کال د نومبر ۸مې له ۱ عشاریه ۷ میلیونه ډېر افغانان ته ستانه کړای شوي دي.

شنبه د ډیسمبر په ۱۳ مه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستندونکو چارو وزیر مولوي کبیر په یوه غونډه کې غوښتنه وکړه چې له افغان کډوالو سره له زور زیاتي ډډه وکړي او هغوی ته په خپله خوښه افغانستان ته د بېرته ستنېدو مناسب شرایط برابر کړي.

دا هغه غوښتنه ده چې له دې وړاندې په وار وار د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو ګڼو بنسټونو هم کړې خو پاکستان نه یوازې دا چې دا غوښتنې نه دي منلي بلکې د کډوالو په وړاندې یې فشارونه لا زیات کړي دي.

XS
SM
MD
LG