د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۲

طالبانو کابل کې د ارزو په نوم د خصوصي ټلوېزيون اووه کارکوونکي نيولي او د ټلوېزيون دفتر يې تړلی


کابل کې د ارزو ټلوېزيون انګړ
کابل کې د ارزو ټلوېزيون انګړ

د طالبانو استخباراتو او د امر بالمعروف او نهي عن‌‌‌‌المنکر وزارت په کابل کې د ارزو په نوم د خصوصي ټلوېزیون دفتر تړلی او د دې ټلوېزیون اووه تنه کارکوونکې يې نیولي دي.

د افغانستان د خبریالانونو مرکز د ياد خصوصي ټلوېزیون تړل کېدل د رسنیو او خبریالانونو له حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده.

دغې مرکز پرون چهارشنبې ناوخته (د ډسمبر ۴مه) په یوې اعلامیه کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې، پر دغې رسنۍ لګول شوي بندیزونه دې ژر تر ژره ليرې، دفتر دې خلاص او خبریالان دې يې راخوشې کړي.

د دې مرکز د عدالت غوښتنې کمېټې مسوولي سیمې ولي‌‌زاده ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "طالبانو د دې رسنۍ د دفتر د تړلو دلیل د هغوی، د پالیسۍ خلاف او مبتذلې خپرونې بللې دي، خو باخبره سرچینو موږ ته وویل، دا رسنۍ د جلاوطنه رسنیو سره د همکارۍ له امله تړل شوې ده. د رسنیو بندول د افغانستان د رسنیو د قانون خلاف عمل دی، د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غواړي چې د دې رسنۍ دفتر دې بېرته پرانیږي څو خپلې چارې بیا پیل کړي."

سميه ولي‌زاده
سميه ولي‌زاده

د افغانستان د خبریالانونو د مرکز په خبره، نن سهار نهه‌نیمې بجې د طالبانو د استخباراتو او د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت کارکوونکو د کابل په "کارته سه" سیمه کې د ارزو په نوم د یو خصوصي تلوېزيون دفتر ته ورغلل، چې له پوښتنو او ګروېږونو وروسته يې د دې ټلوېزون اووه تنه کارکوونکی له ځانه سره یووړل.

له هڅو سره‌‌‌سره، طالب چارواکو تر اوسه په‌‌‌دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې نه‌‌‌دي ځواب کړي.

"په‌‌دې وروستیو کې طالبان د یوشمېر رسنیو دفترونو ته ورځي، برید پر کوي، خبریالان يې وړي، وهل ټکول ورکوي، زندانونو ته يې اچوي
مينه اکبري

د طالبانو حکومت له‌‌‌دې وړاندې په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې د ځینو رسنیو دفترونه د دوی د اصولو پر خلاف د مطالبو د خپرولو په تور تړلي وو، خو ځینو رسنیو د ضمانتونو په ورکولو د بیا فعالیت اجازې ترلاسه کړې وې.

طالبانو په تېره درې کلنه واکمنۍ کې پر رسنیو او خبریالانو ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

د امر بالمعروف او نهي عن‌‌‌‌المنکر د قانون له‌‌مخې، په ننګرهار، کندهار، هلمند، میدان وردګ، تخار، بادغیس، پکتیا او یوشمېر نورو ولایتونو کې طالبانو د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو او فلم پر اخیستو بندیز لګولی دی.

خو یوشمېر خبریالان په افغانستان کې پر رسنیو او خبریالانو د دوامداره محدودیتونو په اړه اندېښنې لري.

مینه اکبري چې یوه خبریاله ده، ازادي راډیو سره يې په خبرو کې وویل: "په‌‌دې وروستیو کې طالبان د یوشمېر رسنیو دفترونو ته ورځي، برید پر کوي، خبریالان يې وړي، وهل ټکول ورکوي، زندانونو ته يې اچوي، چې دا زموږ خبریالانونو لپاره واقعا د تشویش خبره ده، زموږ هیله له اوسني حکومته دا ده چې خپلو دغو کړنو ته د پای ټکی کېږدي."

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د رسنیو فضا په‌‌‌دې هېواد کې په شدیده توګه محدوده شوې ده او د ګڼ‌‌شمېر تصویري، غږیزو او چاپي رسنیو فعالیتونه بند شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یوناما د ۲۰۲۳ د نومبر په ۲۶مه په یو راپور کې وویل، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې څخه د روان میلادي کال د سپټمبر تر ۳۰مې پورې، د خبریالانو پر وړاندې د بشري حقونو ۳۳۶ سرغړونې ثبت شوي دي، چې په‌‌‌دې کې ۲۵۶ د بې‌‌‌‌‌بنسټه نیونو، ۱۳۰ د شکنجې او بد چلند، او ۷۵ د فشار او ګواښ پېښې شاملې دي.

په راپور کې ویل شوي چې، خبریالان او رسنۍ د سانسور او معلوماتو ته د لاس‌رسي په برخه کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG