د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۷

د بشري حقونو څار سازمان: له افغان ښځو سره روان تشدد تنظیم شوی او سیستماتیک دی


طالب عسکر د ښځو د يو لاريون پر مهال ډزې کوي، ارشيف
طالب عسکر د ښځو د يو لاريون پر مهال ډزې کوي، ارشيف

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ۱۶ ورځنی نړیوال کمپاین په پیل سره د بشري حقونو د څار سازمان (هیومن‌رایټس‌واچ) ویلي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان ښځو او نجونو وضعیت لا هم د نړۍ پاملرنې ته اړتیا لري.

دغه سازمان پرون دوشنبه د (نومبر ۲۵ مه) په یو راپور کې ویلي، په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره روان تشدد تنظیم شوی او سیستماتیک دی.

"پر ښځو به د طالبانو ظلم تر هغه وخته روان وي چې نړۍ یې په وړاندې په جدي ډول ونه دریږي،
لېمه اميري

په راپور کې راغلي دي، طالبان نارینه هم مجبوروي چې د ښځو په برخه کې د طالبانو اوامر پرځای کړي او د بېلګې په توګه یادونه شوې چې، که یوه ښځه د طالبانو پر ضد اعتراض وکړي یا یې جامې له ټاکلو معیارونو سره سمون ونه‌‌لري، نو د هغوی نارینو ته سزا ورکول کېږي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، نجونې تر شپږم ټولګي پورې له دوامدارې زده‌کړو بې‌برخې دي او دا محدودیتونه یوازې د دوی د جنسیت له امله پلي کېږي، خو په راپور کې راغلي چې له‌‌‌دې ټولو سختیو سره‌سره، افغان ښځې او نجونې لا هم د خپلې ازادۍ لپاره مبارزه کوي.

په ورته وخت کې یوشمېر افغان مېرمنې وايي، طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې پر افغان مېرمنو تر ټولو سخت محدودیتونه پلي کړي دي او دا محدودیتونه ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دي.

د ښځو د حقونو یوې فعالې لېمې امیري ازادي راډيو ته وویل: "پر ښځو به د طالبانو ظلم تر هغه وخته روان وي چې نړۍ یې په وړاندې په جدي ډول ونه دریږي، که طالبانو پر ښځو د کار او زده‌‌کړو بندیز لګولی او نور ظلمونه کوي، خو نړۍ یوازې د دې حالت ننداره کوي او تقریبا له طالبانو ملاتړ کوي او دا ملاتړ طالبان لا هڅوي چې د ښځو په وړاندې محدودیتونه لا پراخه کړي."

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، نجونې تر شپږم ټولګي پورې له دوامدارې زده‌کړو بې‌برخې دي او دا محدودیتونه یوازې د دوی د جنسیت له امله پلي کېږي، خو په راپور کې راغلي چې له‌‌‌دې ټولو سختیو سره‌سره، افغان ښځې او نجونې لا هم د خپلې ازادۍ لپاره مبارزه کوي.
د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، نجونې تر شپږم ټولګي پورې له دوامدارې زده‌کړو بې‌برخې دي او دا محدودیتونه یوازې د دوی د جنسیت له امله پلي کېږي، خو په راپور کې راغلي چې له‌‌‌دې ټولو سختیو سره‌سره، افغان ښځې او نجونې لا هم د خپلې ازادۍ لپاره مبارزه کوي.

د کابل ښار یوې اوسېدونکې چې نه‌‌یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډيو ته وویل پر ښځو د محدودیتونو د پای ته رسېدو په برخه کې د نړیوالو همکاري تر هر څه مهمه ده.

هغه وايي: "موږ او تاسو وینو چې ورځ تر بلې په ښځو او نجونو محدودیتونه زیاتیږي، په کور دننه ښځې او نجونې هیڅ نه‌‌شي کولای یوازې دا چې دوی خپل غږ تر نړیوالو ورسوي، که نړۍ غواړي دا حالت پای ته ورسیږي باید پر طالبانو محدودیتونه لاپسې زیات کړي."

که نړۍ غواړي دا حالت پای ته ورسیږي باید پر طالبانو محدودیتونه لاپسې زیات کړي."
د کابل ښار يوه اوسېدونکې مېرمن

دا په‌‌‌داسې حال کې ده چې ملګروملتونو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له ‌‌‌منځه وړلو نړیوالې ورځې د نمانځلو سره هم‌مهاله د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې ۱۶ ورځنی کمپاین هم پیل کړی دی.

ملګروملتونو ویلي، دا کمپیان (د نومبر په ۲۵مه) پیل شوی او د ډیسمبر تر لسمې به دوام وکړي.

افغانستان لپار د دغه سازمان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنیټ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د ځپونکو سیاستونو پر دوام اندېښنه ښودلې ده او ویلي یې دي چې، طالبانو د تبعیض او ظلم یو داسې سیستم جوړ کړی چې د بشریت ضد جرمونو په معنا دی.

نوموړي پرون دوشنبه ناوخته د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو ویډیو پیغام کې ویلي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن‌‌المنکر قانون "یو ځپونکی اخلاقي څارونکی قانون دی، چې پر ښځو او نجونو باندې د ظلم او ستم کړنې لا پیاوړې کوي."

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف وزارت ویاند سیف‌السلام خیبر د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو تازه د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمد‌‌الله فطرت په خپله ايکس‌‌پاڼه په بیان کې ادعا کړې، یاد وزارت په تېرو شپږو میاشتو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي زر قضیو ته د رسېدنې ترڅنګ په تېرو درېیو کلونو کې د پنځه زره جبري نکاح ګانو مخه نیولې او دغه راز یې په‌‌دې موده کې ۲۰ زره مېرمنو ته د اسلامي شريعت له‌‌‌مخې د مهر او میراث حق ورکړی دی.

د طالبانو حکومت د روان کال په اګسټ میاشت کې د امر بالمعروف قانون اعلان کړ.

دغه قانون د امر بالمعروف او نهي عن‌‌المنکر وزارت محتسبینو ته واک ورکړی چې، سرغړونکو ته له خبرداریو نیولې تر زنداني کېدو پورې سزاګانې وټاکي.

د دې قانون په ۱۳مه ماده کې د ښځې غږ عورت بلل شوی او ان دا چې په لوړ غږ د سندرو، نعتونو او قرات څخه منع شوي دي.

که څه هم دا قانون په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوی، خو طالب چارواکو یې په بشبړ پلي کېدو ټینګار کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG