د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

د جوبايډن او شي جين‌پينګ ليدنه؛ د امريکا او چين ترمنځ د خبرو اترو دوام مهم بلل شوی


د شي جين‌پينګ او جوبايډن ليدنه
د شي جين‌پينګ او جوبايډن ليدنه

د امریکا د متحدایالتونو ولسمشر جوبایډن د چین له ولسمشر شي جین‌پینګ سره په خپله وروستۍ رسمي کتنه کې ټینګار وکړ چې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو دوام ضروري دی، ترڅو "سیالي" د "شخړې" پر لور ونه ښویېږي.

د امریکا او چین مشرانو تېره شپه، د لړم ۲۶مه، د پیرو په پلازمېنه لیما کې، د اسیا-پاسیفیک د اقتصادي همکارۍ سازمان (اپک) د غونډې په څنډه کې سره ولیدل.

د سپینې ماڼۍ د خبرپاڼې له‌مخې، بایډن په خپلو څرګندونو کې د دواړو هېوادونو د خبرو اترو اوږدې سابقې ته په اشارې وویل، دا خبرې د ناسمو محاسبو مخه نیسي او ډاډ ورکوي چې سیالي د شخړې پر لور نه‌‌ځي.

ولسمشر بایډن زیاته کړه، په تېرو څلورو کلونو کې دوی تل سره همغږي نه و، خو د دوی خبرې اترې تل رښتینې او روښانه وې.

په ورته وخت کې د چین ولسمشر شي جین‌پینګ، د دې خبرو په پیل کې د دواړو هېوادونو په څلور کلنو اړیکو تبصره وکړه او ویې ویل چې، دې اړیکو سره له‌دې چې "لوړې ژورې" لرلې خو "باثباته" او له "ګټورو خبرو او همکارۍ" سره ملې وې.

دواړو مشرانو له خپلو علني څرګندونو وروسته په خپل منځ کې غیرعلني خبرې وکړې.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان په وینا، بایډن د چین د "ناعادلانه" اقتصادي اقداماتو او د جنوبي سمندرګي د مسایلو په اړه خپلې اندېښنې وړاندې کړې.

دواړو مشرانو له خپلو علني څرګندونو وروسته په خپل منځ کې غیرعلني خبرې وکړې.
دواړو مشرانو له خپلو علني څرګندونو وروسته په خپل منځ کې غیرعلني خبرې وکړې.

ټاکل شوې ده چې د چین او امریکا د مشرانو له‌‌‌دې کتنې شاوخوا دوې میاشتې وروسته دونالډټرمپ د امریکا د نوي ولسمشر په توګه کار پیل کړي.

ټرمپ ژمنه کړې چې د چینايي تولیداتو پر وړاندې به سختې تعرفې وضع کړي.

"چین د امریکا له نوي حکومت سره د اړیکو ساتلو، د همکارۍ زیاتولو او د اختلافاتو د مدیریت لپاره همکارۍ ته چمتو دی."
شي جين‌پينګ

شي جین‌پینګ له جو بایډن سره په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې، د چین لپاره له امریکا سره د باثباته، سالمو او ټینګو اړیکو د ساتلو هدف نه‌‌دی بدل شوی.

هغه پرته له‌‌‌‌دې چې د ټرمپ نوم واخلي وویل: "چین د امریکا له نوي حکومت سره د اړیکو ساتلو، د همکارۍ زیاتولو او د اختلافاتو د مدیریت لپاره همکارۍ ته چمتو دی."

د امریکا منتخب ولسمشر دونالډټرمپ په خپله انتخاباتي مبارزه کې ویلي و چې د "لومړی امریکا" پالیسۍ په چوکاټ کې به د چینايي توکو پر وارداتو ۶۰سلنه تعرفې وضع کړي.

دا ژمنه د چین له مخالفت او انتقاد سره مخامخ شوې وه.

ټرمپ د خپلې کابینې لپاره هغه کسان غوره کړي چې د رویټرز د راپور له‌‌‌مخې د چین سخت منتقدین دي، لکه د بهرنیو چارو وزارت لپاره مارکو روبیو او د ملي امنیت د سلاکار په توګه مایک والتز.

د اسوشیټډ پریس د راپور له‌‌‌‌مخې، ګڼ امریکايي شرکتونه، لکه نایکي او واربي پارکر، په چین کې د خپلو سرچینو د بدیل په لټه کې دي.

د سټیو مډن په‌‌‌څېر شرکتونو ویلي چې، دوی به راتلونکی کال له چین څخه خپل واردات ۴۵سلنه کم کړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان ویلي، د بایډن د ادارې چارواکي به د ټرمپ ټیم ته دا خبره ورسوي چې د هغوی د بهرني سیاست اصلي ننګونه به احتمالاً له چین سره د سختې سیالۍ مدیریت وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG