د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

نړۍ

جرمني کې يو امريکايي وګړی چين ته د جاسوسۍ په تور نيول شوی

د جرمني بيرغ
د جرمني بيرغ

د جرمني څارنوالان وايي، یو امریکايي وګړی، چین ته د اطلاعاتو د ټولولو د ادعا له‌مخې نیول شوی دی.

دغه امریکايي وګړی چې په مارټین (D) معرفي شوی، په جرمني کې دېره و او ویل کېږي د امریکا د پوځي ځواکونو پخوانی غړی و.

جرمني څارنوالان وايي، شک کېږي چې دغه شخص یوه بهرني استخباراتي بنسټ ته د استخباراتي فعالیتونو لپاره لېوالتیا ښوولې وه.

د څارنوالانو په وینا، دغه امریکايي وګړي په ۲۰۲۴م کال کې له چینايي چارواکو سره تماس نیولی او د امریکا د پوځ په باب یې د حساسو معلوماتو د ورسپارلو ژمنه ورسره کړې وه.

په خپله امریکايي چارواکو لا د دې موضوع په باب تبصره نه‌‌‌ده کړې او دا هم معلومه نه‌‌‌‌‌ده چې نیول شوی کس به چېرې محاکمه کېږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د رومانیا ولسمشرۍ د دویم پړاو انتخابات؛ له دې هېواده بهر د رایې ورکولو بهر پیل شوی

د رومانیا د لومړي پړاو ټاکنو څخه یو انځور
د رومانیا د لومړي پړاو ټاکنو څخه یو انځور

د رومانیا د ولسمشرۍ د دویم پړاو انتخاباتو په ترڅ کې له هېواده بهر نورو هېوادونو کې د رایې ورکولو بهر پیل شوی دی.

د انتخاباتو په لومړي دور کې د روس پلوي ښي اړخي کاندید کالین جیورجیسکو بریا ته چې په لویدیځ کې د ټیک ټاک له لارې د هغه په ګټه د مسکو له‌خوا تنظیم شوي سایبري کمپاین د شواهدو په منځ کې د حیرانتیا څپې راپورته کړې، تر ډېره د رومانیایي چارواکو پام اوښتی دی.

جیورجیسکو به د ولسمشرۍ دویم پړاو انتخاباتو کې چې د ډسمبر په اتمه نېټه په رومانیا کې ترسره کېږي، د اروپایي ټولنې له ملاتړې کاندیدې الینا لاسکوني سره مخامخ شي.

چارواکو په بهرنیو هېوادونو کې رومانیایي کډوالو ته د رایې ورکولو لپاره دونیمې ورځې وخت د دې لپاره ورکړی چې د هغې ګڼه ګوڼې مخه ونیسي چې د انتخاباتو په لومړي دورکې د دې هېواد په ډیپلوماتیکو استازولیو کې خلک په لویو کتارونو کې ولاړ و.

کریمیا کې چاودنې؛ یو لوی پل تړل شوی

په کرچ کې هغه لوی پل چې اوسمهال تړل شوی دی.
په کرچ کې هغه لوی پل چې اوسمهال تړل شوی دی.

د کریمیا په کرچ ښار کې نن جمعه سهار وختي د چاودنو راپورونه ورکړل شوي او هغه لوی پل چې د مسکو له‌خوا اشغال شوې دا ټاپووزمه له روسیې سره نښلوي، تړل شوی دی.

د سیمه‌ییز کریمسکي ویټیرپه نوم ټلګرام چینل د راپور له مخې، چاودنې د کښتیو د درېدو په سیمه زلیف کې اورېدل شوي دي.

عیني شاهدانو د ازادې اروپا/ازادي راډیو ته وویل چې لومړنۍ چاودنې په سیمه‌ییز وخت سهار اوه بجې واورېدل شوې.

د روسیې دفاع وزارت وویل چې پر کرچ سیمې د اوکراین له‌خوا هوایي او له سمندر څخه د الوزول شویو بې پیلوټه الوتکو په ذریعه برید شوی دی.

اوکراین د دغې ادعا په اړه تبصره نه‌ده کړې.

پر کریمیا، په تېره بیا لوی پله ته نژدې یې تل بریدونه کېږي.

د ۲۰۲۲م کال په اکټوبر میاشت کې په دې پله کې یوه پیاوړې چاودنه وشوه چې په نتیجه کې یې د موټرو د تېرېدو یوه برخه ونړېده او د رېل پټلۍ په یوه برخه کې یې سخت اور لګېدلی و.

د روسیې د شمېرو له مخې، په دغه پېښه کې درې کسان وژل شوي وو.

عمران خان له زندانه خپلو پلویانو ته: راتلونکې اوونۍ لاریون وکړئ

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان چې دا مهال په زندان کې دی.
د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان چې دا مهال په زندان کې دی.

د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان څو ورځې وروسته له هغه چې ګوند یې په اسلام‌اباد کې له تشدد سره مل احتجاجي لاریون وکړ او ګواښ یې وکړ چې د مدني نافرمانۍ غورځنګ به پیل کړی، پر خپلو پلویانو غږ کړی چې راتلونکې اوونۍ یو لاریون وکړي.

عمران خان چې په زندان کې دی، پرون پنجشنبې پرخپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې په یوه بیان کې له خپلو پلویانو وغوښتل چې د ډسمبرپه ۱۳مه دې د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې چې د چارو واګې یې د پاکستان تحریک انصاف ګوند په لاس کې دي، راغونډ شي.

عمران خان په اسلام‌اباد کې د نومبر په ۲۵مه د احتجاجي لاریون په اړه چې د نوموړي په خبره، لږ تر لږه ۱۲ ملاتړي یې په‌کې ووژل شول او د تېر کال د مې د نهمې نېټې د تاوتریخوالي په اړه دې چې اته تنه په‌کې ووژل شول، د عدلي تحقیقاتو غوښتنه وکړه.

نوموړي همدارنګه غوښتنه وکړه چې ټول نيول شوي سياسي کارکوونکي بايد خوشې کړل شي.

عمران خان وویل، که چېرې دا دوه غوښتنې یې ونه منل شي، نو د ډسمبر له ۱۴مې څخه به د مدني نافرمانۍ غورځنګ پیل شي او حکومت به د هرډول پایلو مسوول وي.

د پاکستان حکومت د نومبر په ۲۵مه د احتجاجي لاریون په ترڅ کې د مرګ‌ژوبلې خبره ردوي او وايي چې د عمران خان پلویانو د تېر کال د مې په نهمه په پوځي تاسیساتو برید کړی و.

د سوریې پوځ: یاغیانو دفاعي کرښې ماتې کړې او زمونږ ځواکونو له حماه څخه شاتګ وکړ

په حماه ښار کې د سوریې د حکومت یاغي وسله‌وال
په حماه ښار کې د سوریې د حکومت یاغي وسله‌وال

د سوریې پوځ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له حماه ښار څخه یې شاتګ کړی، ځکه چې یاغیانو د دوی دفاعي کرښې ماتې کړې دي.

دا پرمختګ د ولسمشر بشار اسد لپاره بل لوی ګوزار بلل کېږي.

د پوځ اعلامیه څو ساعته وروسته له هغې خپره شوه چې د بشار اسد مخالفو جنګیالیو اعلان وکړ چې ښار ته داخل شوي او د هغه مرکز ته پرمختګ کوي.

حماه، چې د سوریې په مرکزي برخه کې موقعیت لري، یو ستراتیژیک ښار ګڼل کېږي او د سوریې د پوځ لپاره د دې ښار کنټرول حیاتي اهمیت لري.

یاغیان په داسې حال کې د دې ښار په نیولو بریالي شوي چې د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وایي، د "اسد رژیم ځواکونو او د حکومت ملاتړو ملېشو د روسي او ایراني افسرانو په مشرۍ" د دې ښار دفاع کوله.

د سوریې دولتي خبري آژانس د یوې پوځي سرچینې له قوله خبر ورکړی چې د روسیې جنګي الوتکو د حماه په شاوخوا کې د یاغیانو پر مورچو بریدونه کړي دي.

یوې زلزلې د امریکا کلیفورنیا ایالت ته ټکانونه ورکړي

د امریکا کلیفورنیا ایالت یوه څنډه
د امریکا کلیفورنیا ایالت یوه څنډه

یوې زلزلې، چې شدت یې د ریښتر په کچه ۷ درجې و، پرون پنجشنبې د امریکا کلیفورنیا ایالت ته ټکانونه ورکړل.

له دې زلزلې وروسته چارواکو د څونامي خبرداری ورکړ.

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا د جیالوجۍ ادارې ویلي چې دا زلزله د کلیفورنیا په هامبولت سیمه کې ساحل ته په نژدې سیمه کې شوې ده.

لومړی د دې زلزلې شدت د ریښتر ۶.۶ درجې اعلان شوی و، خو وروسته د امریکا د جیالوجۍ ادارې په خپل نوي راپور کې د هغې شدت د ریښتر ۷ درجې وښود.

د دې زلزلې ټکانونه د سانفرانسیسکو تر جنوبي برخو پورې احساس شوي دي.

د زلزلې له امله په سانفرانسیسکو کې د ښاري ریلګاډي(BART) حرکت وځنډېد.

د بخښنې نړیوال سازمان د اسراییل دولت د غزې په جګړه کې د فلسطینیانو په نسل وژنې تورن کړ

په غزه کې اسراییلي سرتېري د عملیاتو پر مهال
په غزه کې اسراییلي سرتېري د عملیاتو پر مهال

د بښنې نړیوال سازمان پرون په یوه راپور کې، د اسراییل دولت د غزې په جګړه کې د فلسطینیانو په نسل وژنې تورن کړ.

دغه سازمان چې مرکزي دفتر یې په لندن کې دی، ویلي چې له څو میاشتو یې د اسراییلي چارواکو د څرګندونو او د پېښو له تحلیل وروسته دا انتیجه اخیستې ده.

اسراییل په غوسې سره دا تور رد کړی دی.

اسراییل وايي، نړيوالو قوانينو ته درناوى لري او حق لري چې د حماس د افراطي ډلې د بريدونو په وړاندې د ځان دفاع وکړي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژني.

حماس د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر پر ۷ پر اسراییل په یوه برید کې لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان ووژل او تر ۲۵۰ زیات یې یرغمل کړل.

له دې حملې وروسته په غزه کې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ جګړه پیل شوه چې لا هم روانه ده.

د غزې د روغتیا وزارت وايي، د اسراییل په پوځي عملیاتو کې تر ۴۴۵۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

دغه وزارت پرته له دې چې ووايي چې څومره يې جنګيالي او څومره ملکي وګړي دي، زیاته کړې، په وژل شويو کې تر نيمايي زيات ښځې او ماشومان دي.

په سوریه کې د چین سفارت خپلو وګړو ته: ژر تر ژره له دې هېواده ووځئ

یاغیان د سوریې د حما ښار تر نیونې وروسته ډزې کوي.
یاغیان د سوریې د حما ښار تر نیونې وروسته ډزې کوي.

په سوریه کې د چین سفارت پرون پنجشنبه له خپلو وګړو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره له سوریې ووځي.

دا اطلاعیه داسې وخت ورکول کېږي چې د یوې افراطي ډلې په مشرۍ وسله‌والو د ولسمشر بشارالاسد د ځواکونو خلاف خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

په سوریه کې د چین سفارت په خپله اطلاعیه کې ویلي، دا مهال د سوریې په شمال کې وضعیت په خرابېدو دی او په ټوله کې امنیتي وضعیت لا خرابېږي.

دغه سفارت د چین له وګړو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره له سوریې څخه ووځي او له تجارتي الوتنو په استفاده خپلو کورونو ته ستانه شي.

په سوریه کې یاغیانو د دغه هېواد دویم ښار حما ته ورسېد او دولتي ځواکونه یې اړ کړل چې له دغه ښاره دباندې ووځي.

د سوریې دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د دغه هېواد پوځیان له حما ښار دباندې په مورچلونو کې ځای پر ځای شوي دي.

امریکا په مشرۍ په افغانستان کې د نړیوال ائتلاف پوځي عملیات؛ میرکل د جرمني ګډون په‌کې یو سم تصمیم وباله

د جرمني پخوانۍ صدراعظمه انګیلا میرکل
د جرمني پخوانۍ صدراعظمه انګیلا میرکل

د جرمني پخوانۍ صدراعظمه انګیلا میرکل د امریکا د متحدو ایالتونو په مشرۍ په افغانستان کې د نړیوال ائتلاف په پوځي عملیاتو کې د خپل هېواد ګډون یو سم تصمیم وباله.

مېرمن میرکل پرون پنجشنبه د جرمني د پارلمان په یوه کمېټه کې رابلل شوې غونډې ته دا خبره وکړه.

په افغانستان کې د نړیوال ائتلاف پوځي عملیات پر امریکا د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د یوولسمې له حملو وروسته پیل شول او په افغانستان کې د امریکا او متحدانو پوځي حضور تر شاوخوا شلو کلونو وروسته د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۳۱مه پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته پای ته ورسېد.

میرکل له وړاندې د برابرې شوې وینا د لوستلو پر مهال ویلي چې په هغه وخت کې یوه معقوله هیله دا وه چې په افغانستان پوځي مداخله له دغه هېواده د تروریستي حملو د پلان مخنیوی وکړي.

د جرمني پخوانۍ صدراعظمې زیاته کړه چې نړیواله ټولنه اوس په افغانستان کې په ټولو نورو اهدافو کې، د قانوني حاکمیت له هڅونې نیولې، د ښځو د حقونو تر مسایلو پورې ناکامه شوې ده.

د جرمني د پارلمان یوې کمېټې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر څرنګوالی څېړي.

هغه بهیر چې له ګډوډیو سره مل و او د دغه بهیر له بشپړاوي وروسته د لوېدیځ له ملاتړه برخمن حکومت نسکور شو او طالبان بیا واکمنان شول.

د خلکو د ساتنې او د جګړې مخنیوي لپاره بیا د سوریې په حما کې ځواکونه ځای پرځای کېږي

په سوریه کې د یاغیانو یوه ډله د ګزمې پر مهال
په سوریه کې د یاغیانو یوه ډله د ګزمې پر مهال

وروسته له هغې چې اسلامپالي یاغیان د سوریې مهم ښار حما ته ننوتل، د سوریې پوځ وویل چې د ولسي وګړو د ژوند ساتنې او په ښار کې د جګړې د مخنیوي لپاره بیا ځواکونه په دې ښار کې ځای پرځای کوي.

پوځ نن پنجشنبې په یوه اعلامیه کې وویل چې د تروریستي ډلو او د دوی د سرتېرو ترمنځ د تېرو څو ساعتونو سختو بریدونو وروسته یو شمېر دغې ډلې په دې بریالۍ شوې چې په ځینو برخو کې کمربندونه مات او ښار ته ننوځي.

حما د سوریې څلورم لوی ښار د دمشق د دفاع لپاره مهم دی او هم هغه د طرطوس او لاذقیه بندري ښارونو چې لومړي کې یې د روسیې ستراتیژیکه اډه ځای پرځای ده، دروازه بلل کېږي.

د سوریې او روسیې ځواکونو یوه ورځ مخکې یاغیان تر بریدونو لاندې ونیول او هم یې د هغوی د پرمختګ د مخنیوي لپاره له هوایي بریدونو کار واخیست.

د اسلامپالي هیئت تحریر شام ډلې په مشرۍ یاغیانو په تېرو څو ورځو کې د سوریې د تر ټولو لوی ښارحلب په ګډون مرکزي ۱۴ کلي او ښارګوټي نیولي او د روسیې تر ادارې لاندې د حمیمیم اډې تر۳۵ کیلومترۍ پورې رسېدلي دي.

بریتانیا: اسراییلو د ایران هوايي دفاعي سیستم تقریباً ټول ویجاړ کړی

د ایران ویجاړ شوی د رادار سیستم
د ایران ویجاړ شوی د رادار سیستم

د بریتانیا د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز وايي، اسراییلو پر ایران باندې په ځوابي برید کې چې د ایف۳۵ جنګي جېټ الوتکو په وسیله یې وکړ، د ایران هوايي دفاعي سیستم "تقریباً ټول" ویجاړ کړی دی.

د سمندري ځواکونو لوی درستیز ټوني راداکین د چهارشنبې په ورځ د ډسمبر څلورمه د بریتانیا په پلازمېنه لندن کې د شاهي پوځي خدماتو په موسسې کې په وینا کې دا هم وویل چې اسراییل په ایران کې په وروستیو عملیاتو کې د دغه هېواد د راتلونکي کال لپاره بالستیک راکټونو د تولید توان هم له منځه وړی دی.

د اسراییل صدراعظم بینیامین نتنیاهو دوه اوونۍ مخکې په یوه وینا کې د دې هېواد د عقرب پنځمې عملیاتو پایلو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په دې عملیاتو کې څلور هوايي دفاعي سیستمونه، د بالستیک راکټونو لپاره د جامد سون موادو تولیدوونکي تاسیسات او "د ایران د هستوي پروګرام ځانګړې برخه" هدف ګرځول شوي او ویجاړ شوي دي.

خو ایران بیا د اسراییل د دې بریدونو اغېزې او ورانۍ کمې ګڼلي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG