د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

د نړیوالو موسسو د کار په اړه په کندهار کې د طالب مشرانو غونډه بې نتیجې پای ته رسېدلې


Afghanistan - A view of Kandahar city. 10.09.2024
د کندهار ښار یوه څنډه/د کندهار ښار یوه منظره
Afghanistan - A view of Kandahar city. 10.09.2024 د کندهار ښار یوه څنډه/د کندهار ښار یوه منظره

په کندهار ولایت کې، د طالبانو حکومت د مشر ملا هبت الله اخوندزاده په مشرۍ د کابینې ناسته، چې د نړیوالو نادولتي بنسټونو د فعالیتونو د دوام پر څرنګوالي جوړه شوې وه، له پنځو ورځو وروسته پای ته ورسېده.

په کندهار کې د طالبانو حکومت یوې خبرې سرچینې چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو وویل چې د ناستې ګډونوال د نړیوالو نا دولتي سازمانونو د برخلیک په اړه کومې څرګندې نتیجې ته نه دي رسېدلي.

په ورته وخت کې ځینو ځايي سرچینو هم د دې موضوع په تاییدولو سره ازادي راډيو ته وویل چې د نړيوالو نا دولتي ادارو فعاليتونه به تر نامعلوم وخت پورې دوام ولري.

خو د خوړو نړیوال پروګرام یا دبلیو اف پي يوې سرچينې، چې نه یې غوښتل نوم يا یې غږ خپور شي، ازادي راډيو ته په يوه ليکلي پيغام کې ادعا کړې چې د دغه دفتر يو شمېر محدود چارواکي، چې د دې موضوع په اړه د خبرو اترو لپاره کندهار ته تللي وو، هلته پاتې شول څو په کندهار کې له طالب چارواکو سره بیا خبرې وکړي او یوې ښې پایلې ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې یو شمېر رسنیو راپور ورکړی، چې د نادولتي موسسو د فعالیتونو په اړه د طالبانو د کابینې تر غونډې وروسته، په دغه ولایت کې د طالبانو حکومت والي ملا شیرین اخوند د یوه مکتوب په ترڅ کې نړیوالو نا دولتي مرستندویه ادارو ته امر کړی، چې خپل فعالیتونه ودروي.

خو په دې اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته د طالبانو په حکومت کې یوې سرچینې له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا خبره رد کړه.

د نړیوالو نادولتي ادارو د فعالیتونو د درولو او ظاهرا پر دوی د نویو محدودیتونو د لګولو خبرونو د دغو ادارو یو شمېر کارکوونکي اندېښمن کړي دي.

د پوليو د ادارې يوه کارکوونکي چې نه يې غوښتل د موضوع د حساسيت له امله یې نوم او اصلي غږ په راپور کې خپور شي، ازادي راډيو ته وويل: «که چیرې په افغانستان کې په بهرنيو بنسټونو او انجیوګانو باندې بندیز ولګیږي، ډیری وګړي چې دلته دندې لري هغوي به په کورونو کیني همدارنګه هغه کارونه چې موسسې یې ترسره کوي هغه به په ټپه ودریږي لکه د بندونو او سړکونو جوړول، دغه شان له کلینیکونو او ښوونځيو سره مرستې، په دې کې د ډيرو بې وزلو کسانو لاس ته هم یو څه ورځي او د افغانستان هم پکې ګټه ده ځکه چې ډیری کسان وزګاره دي هم نجونې هم نارینه، نو دا به یوه لویه ضربه وي که د بنسټونو فعالیت ودریږي.»

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونسف) یوه کارکوونکي، چې دا هم د ورته دلایلو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل: «دا به د افغانستان لپاره یوه لویه اقتصادي ضربه وي چې هر افغان ته به يې زيان رسيږي، هر ماشوم ته به يې زيان رسيږي، ٩٥سلنه خلک اقتصادي بحران سره مخ دي، کوم پروژې چې دلته پيليږي د هر افغان حق پکې دی او هر افغان باید ودریږي چې دا موسسې بندې نه شي ځکه که دا بندې شوې اقتصادي بحران به سل فیصدو ته ورسیږي.»

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د بهرنیو بنسټونو د فعالیتونو د دوام د څرنګوالي په اړه د بحثونو او نظرونو د تبادلې لپاره، تېره اوونۍ په کندهار کې دا پنځه ورځنۍ ناسته پیل کړې وه.

له دې ناستې یو شمیر باخبرې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نومونه او غږونه یې په راپور کې خپاره شي، وايي چې تر اوسه داسې شرایط مطرح شوي چې یا دې افغانستان کې د بهرنیو بنسټونو فعالیت په بشپړه توګه ودرول شي یا دې د دوی فعالیتونه د کورني موسسو او بنسټونو له لارې ترسره شي، او دا داخلي بنسټونه باید د طالبانو حکومت د غوښتنې سره سم د خپلو فعالیتونو راپور ورکړي.

دا سرچینې ادعا کوي چې د طالبانو حکومت غواړي د دغو بنسټونو د "جدي څارنې" تر څنګ یو شمېر حکومتي کسان هم په کې وګماري.

XS
SM
MD
LG