خبرونه
د طالبانو حکومت: په پکتيکا کې د پاکستاني الوتکو په بمبارۍ کې ۴۶ کسان وژل شوي دي
د طالبانو حکومت وايي د ډسمبر په ۲۴مه په پکتيکا کې د پاکستاني الوتکو په بمبارۍ کې ۴۶ کسان وژل شوي دي.
د طالبانو د حکومت وياند، ذبیح الله مجاهد د ډسمبر په ۲۶مه د ازادي راډيو مشال څانګې ته وويل:
"د پکتیکا برمل ولسوالۍ په شین سترګۍ اډې، سورزغمي، الماستې او مرغې سیمو کې په څلورو ځایونو بمبار شوی. ټول پکې ۴۶ تنه شهیدان دي چې اکثریت یې ماشومانو او زنانه دي. ۶ نفره ټپيان دي چې یو لوی کس او ۵ ماشومان دي. شهیدان او ټپیان ځينې ځایی خلک دي او ځينې د وزیرستان څخه را مهاجرې شوی کورنۍ دي."
په افغانستان کې د طالبانو د دفاع وزارت پر اېکس يا پخواني ټويټر ليکلي ول چې د ډسمبر پر ۲۴مه ماښام مهال پاکستاني جيټ الوتکو پر پکتيکا په بمبارۍ کې "عام ولسي خلک چې اکثره يې وزيرستاني مهاجرين دي" په نحښه کړي دي.
د پاکستان پوځ او حکومت لا په برمل کې د تازه بريدونو په اړه په رسمي توګه څه نه دې ويلي. خو پر اېکس ځينو حسابونو، چې باور کېږي د پاکستان استخباراتي ادارو ته منسوب دي، ادعا کړې ده چې په پکتيکا کې يې د بمباريو پر مهال د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالو "څلور مهم مرکزونه" په نخښه کړي او له مينځه وړي دي.
ټي ټي پي ډلې چې په پاکستان کې بندیز ورباندي لګېدلی دی، تر اوسه په دې اړه څه نه دي وي.
دا بريدونه په داسې حال کې شوي دي چې د دیسمبر پر ۲۳مه ناوخته د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق په مشرۍ يو پلاوی کابل ته ولاړ او هلته یې د طالبانو د کورنيو او بهرنيو چارو پر سرپرست وزيرانو تر څنګ د افغان سوداګرو له يوه پلاوي سره هم وليدل. هغه په خپلو بیانونو کې وويل چې دواړو خواوو "د دوه اړخیزو همکاریو د لا پیاوړتیا" او په سیمه کې "د سولې او پرمختګ لپاره په ګډه پر کار کولو" موافقه وکړه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ټرمپ وايي ایران سره د مذاکراتو په جریان یواځې دی او څو نور کسان خبر دي
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل ایران سره د مذاکراتو په جریان یواځې دی او څو نور کسان خبر دي.
وروستیو اونیو کې ټرمپ او نوروامریکايي چارواکو له ایران سره د مذاکراتو د دوام او هوکړې ته رسیدو لپاره دایران د هلوځلو خبره کړې خو تهران داخبره رد کړې.
بلخوا د ایران بهرنیو چارو وزارت وايي پاکستان دتهران او واشنګتن ترمینځ خبرو کې اصلي منځګړی دی.
د ایران د بهرنیو چارووزارت ویاند اسماعیل بقايي په تلویزیوني مرکه کې ویلي چې ګڼ هیوادونه غواړي د ستونزې په حل کې مرسته وکړي خو "پاکستان بیا هم د دواړو لوریو ترمینځ اصلي منځګړی دی."
هغه دا هم وویل چې "داتمه باید ونشي چې مذاکرات به ډیر ژر نتیجې ته ورسیږي او دغه ډول تمه معقوله نه ده."
اوکراین یو ځل بیا د تور سمندر په غاړه د روسیې د انرژۍ په تاسیساتو برید وکړ
اوکرایني ځواکونو یو ځل بیا د روسیې د تور سمندر په بندري ښار توآپسه کې د تېلو پر تصفیه خونې د جمعې په ورځ برید وکړ.
یوه ورځ مخکې هم اوکراین له خپلو پولو شاوخوا ۱۵۰۰ کیلومتره لرې د روسیې د تېلو په تاسیساتو د بې پیلوټه الوتکو برید کړی و.
چې دا د کیف له لوري د روسيې د انرژۍ په تاسیساتو د اوږده واټن بریدونو د لړۍ تازه پېښه وه.
د کراسنودار سیمې چارواکو د جمعې په سهار په ټیلیګرام کې وویل: «په توآپسه کې د کیف د رژیم د ډرون برید په پایله کې د بندر د ټرمینل په ساحه کې اور ولګېد.»
چارواکو زیاته کړه چې بیړني ټیمونه د پیښې په ځای کې کار کوي، چې پکې شاوخوا ۱۳۰ اور وژونکي او ۴۱ بیړني وسایط شامل دي.
د پنحشنبې په ورځ د اپرېل په ۳۰مه، د روسیې او اوکراین ټیلیګرام چینلونو د ځایي اوسېدونکو له قوله راپور ورکړ چې د شپې له خوا پرم ښار ته نږدې د تېلو پایپلاین تاسیساتو ته څېرمه چاودنې وشوې.
خپرو شویو ویډیوګانو کې د اور لمبې او د ښار په فضا کې لوګي ولیدل شول.
د سیمې والي دیمیتري ماخونین وویل د ټپیانو رپوټ نه دی ورکړل شوی.
بلخوا د اوکراین امنیتي چارواکو دبرید مسئولیت ومانه او وویل چې پرم ښار کې یې د تیلو اصلي تصفیه خونه په نښه کړې ده.
یوه ورځ مخکې هم اوکرایني ځواکونو په دغه ښار یو ورته برید کې د تیلو په نورو تاسیساتو برید کړی و.
ریچارد بینټ د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په درشل کې د طالبانو له حکومت غوښتي چې ټول نیول شوي خبریالان خوشې کړي
د افغانستان دبشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکي د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په درشل کې، افغانستان کې د طالبانو له حکومت غوښتي چې ټول نیول شوي خبریالان بې له قید او شرطه سمدستي خوشې کړي.
ریچارد بینټ زیاتوي چې په افغانستان واکمن طالبان باید دا یقیني کړي څو د رسنیو کارکوونکي وکولای شي د بیان ازادۍ حق وکاروي او خپل کار پرته له وېرې، غچ اخیستنې، ځورونې او یا نیولو ترسره کړي.
نوموړی وايي واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته ، په افغانستان کې د مطبوعاتو ازادي په اندېښمن ډول کمه شوې ،خپلواکه راپور ورکونه اوس په جدي ډول محدوده شوې، او خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د محدودیت او سانسور په فضا کې د واکمنو ترکنټرول لاندې کارکوي.
د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) د وري په ۲۲مه وویل د طالبانو په زندان کې دخبریالانو، شکیب احمد نظري، بشیر هاتف او حمید فرهادي روحي او رواني وضعیت ښه نه دی.
بلخوا د بې پولې خبریالانو نړیوال سازمان وایي، افغانستان یو ځل بیا د مطبوعاتو د ازادۍ سږني شاخص کې د ۱۸۰ هېوادونو په کتار کې ۱۷۵ یم ځای کې راغلی.
د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ هرکال د مې په ۳ لمانځل کیږي.
سږکال یونیسکو په دې مناسبت د مې په ۴مه “د سولې په لور د راتلونکې د جوړولو” تر عنوان لاندې د زامبیا پلازمینه لوساکا کې یو انلاین او حضوري کنفرانس تنظیم کړی دی.
پنجشنبې زرګونه کسان نور افغانستان ته ستانه شوي
افغانستان کې د طالبانو حکومت دمهاجرینو ستونزو ته د رسیدنې عالي کمیسیون رپوټ ورکوي چې پرون څه دپاسه زر کورنۍ چې ۵۳۵۵ غړي لري دهیواد د بیلابیلو بندرونو له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
رپوټ زیاتوي چې لدې جملې ۷۳۹ کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته لیږدول شوي او سلګونو کورنیو سره نقدې مرستې شوي او سیمکارټونه هم ورکړل شوي دي.
بلخوا د پناه غوښتوکو لپاره د ملګرو ملتونو ستره کمشنرۍ UNHCR وايي له ۲۰۲۳ کال راهیسې ۵.۴ ملیونه افغانان له ګاونډیو هیوادونو افغانستان ته ستانه شوي دي.
حامد کرزي او خلیلزاد له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره د نجونو د زده کړو بندیز ختم کړي
پخواني ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو غوښتي چې له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.
دغو دواړو پخوانیو چارواکو دا غوښتنه د یونیسف د وروستي راپور په تړاو کړې ده.
یونیسف ویلي دي چې افغانستان به تر دوه زره دیرشم کال پورې له شل زره زیاتو ښځینه ښوونکو او له پنځو زرو ډيرو روغتیایي کارکوونکو له کمښت سره مخامخ شي.
یونیسف څرګندوي چې که د نجونو ښوونځي له شپږم ټولګي ورپورته راتلونکي څلور کلونه بند پاتې شي له تعلیمه د محرومو شویو نجونو شمیر به له دوه میلیونه څخه ډیر شي.
حامد کرزي په ایکسپاڼه کې د پنجشنبې په ورځ ولیکل چې د افغان نجونو پر زده کړو دوامداره بندیز به د افغانستان د اړتیاو د زیاتیدو سبب شي او پر بهرنیو هیوادو به د افغانانو تکیه زیاته کړي.
زلمي خلیلزاد بیا دا مساله د سوالونو په ډول په ایکسپاڼه کې د پنجشنبې په ورځ مطرح کړې ده او لیکلي یې دي چې د طالبانو حکومت د دې بندیزونو له راتلونکې خبر دي؟ طالبان د ستونزې د حل لپاره کوم تدابیر لري؟ او که هیڅ پلان نه لري نو فکر کوئ چې د افغانستان راتلونکې به څرنګه وي؟.
د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د جمعې په ورځ د ورښتونو اټکل شوی
د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د درنو بارانونو او سیلابونو خبرداری ورکړی دی.
د دې ادارې په وینا، بغلان، سمنګان، تخار، بدخشان، ننګرهار، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، بلخ، سرپل، فاریاب، بادغیس، غور، دایکندي، بامیان او پروان به د جمعې په ورځ د درنو بارانونو او سیلابونو شاهد وي.
په مختلفو ځایونو کې د ۱۰ او ۲۵ ملي مترو ترمنځ د باران اټکل کیږي.
په کابل کې د اندام جوړونې سیالۍ ترسره شوې
په کابل کې د پنجشنبې په ورځ د اندام جوړونې سیالۍ ترسره شوې. په دې لوبو کې په بیلابیلو وزنونو کې اته نوي لوبغاړو برخه واخیسته.
مسوولینو ویلي دي چې دا سیالۍ د دې لپاره ترسره شوې چې د دوی له ډلې به غوره کسان د کابل منتخب ټیم ته انتخاب شي.
په بدخشان کې پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ
د بدخشان د سرو زرو د استخراج پرمهال پنځه تنه مړه شوې دي.
په بدخشان کې د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوي محمد اکرم اکبري وویل چې د شهر بزرګ ولسوالي په پستاو سیمه کې د پنجشنبې په سهار د یوې غونډۍ د ښوویدو له امله پنځو ګارګرانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د خبر له مخې یوشمیر کسان لاهم تري تم دي.
په سیمه کې خلکو د سرو زرو د استخراج لپاره په ابتدایي وسایلو تونلونه جوړ کړي دی چې تر دې مخکې هم د همدې خاورینو تونلونو د ړنګیدو له امله کارګرانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ګوتېریش: د هرمز تنګي د بندیدو ادامه به په لسګونو میلیونه انسانان له قحطۍ سره مخامخ کړي
د ملګرو ملتو سرمنشي خبرداری ورکړ چې د هرمز تنګي د بندیدو ادامه نړیوال اقتصاد ځپي.
انتونیو ګوتیرش د پنجشنبې په ورځ وویل چې په منځني ختیځ کې دوامداره کړکېچ به د کیمیاوي سرې د کمبود سبب شي او ښایي پنځه څلویښت میلیونه خلک په نړۍ کې د قحطۍ له خطر سره مخامخ کړي.
د ملګرو ملتو سرمنشي زیاته کړه، که چیرته د هرمز تنګي دا نن هم پرانیستل شي، د اکمالاتي سیستم د بیا رغاونې لپاره میاشتې پکار دي چې دا چاره به د اقتصادي رکود باعث شي او بیې به لوړې شي.
د فبروري له اته ویشتمې راوروسته چې له ایران سره د اسراییل او امریکا جګړه پيل شوه، ایران هرمز تنګي بنده کړه او په سیمه کې بیړیو ته اجازه نه ورکوي چې له دې لارې تیرې شي.
د تېلو د هر بېرل بیه ۱۲۶۶ ډالرو ته لوړه شوه
د تېلو بیه وروسته له هغه په کمساري ډول لوړه شوه چې د امریکا ولسمشر اعلان وکړ، د ایران سمندري محاصره ښايي تر هغې دوام وکړي چې یوې هوکړې ته ورسېږي. د دې خبر تر خپرېدو وروسته د هر بېرل تېلو بیه ۱۲۶ ډالرو ته ورسېده.
دا له ۲۰۲۲ کال راهیسې په نړیوالو بازارونو کې د تېلو تر ټولو لوړه بیه ده. هغه مهال چې روسیې پر اوکراین یرغل وکړ، د برنت تېلو بیه له ۱۲۰ ډالرو واوښته او د لنډ مهال لپاره ۱۳۹ ډالرو ته هم ورسېده.
اوس، د امریکا او اسراییلو له خوا له ایران سره د جګړې له پیلېدو شاوخوا دوه میاشتې وروسته، د چهارشنبې په ورځ (د ثور ۹مه)، د ډونالډ ټرمپ له څرګندونو سره سم چې د ایران سمندري محاصره ښايي اوږده شي، د برنت تېلو بیه په ۲۴ ساعتونو کې ۱۳ سلنه لوړه شوه.
د چهارشنبې د ورځې تر غرمې وروسته، د جون میاشتې لپاره د برنت هر بېرل تېل د ۵.۱۶ سلنې په زیاتوالي ۱۱۷ ډالرو ته ورسېدل، چې دا هم د وروستي نازک اوربند له اعلان وروسته تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي.