د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۰ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۸

د غزې په شمال کې د ۹۳ فلسطينيانو وژل کېدل؛ امريکا له اسراييل د وضاحت غوښتنه کړې


هغه سيمه چې اسراييل بريد پرې کړی او لږ تر لږه ۹۳ کسان په‌کې وژل شوي
هغه سيمه چې اسراييل بريد پرې کړی او لږ تر لږه ۹۳ کسان په‌کې وژل شوي

امریکا له اسراییل وغوښتل چې د غزې په شمال کې د وروستي برید په اړه چې په نتیجه کې یې له نوي زیات فلسطینیان وژل شوي یا تري تم دي، وضاحت ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلرپرون سه‌شنبې وویل، متحده‌ایالات له اسراییل غوښتي چې د غزې په شمالي برخه کې د هغه برید په اړه چې نوموړي یو ویرونکی برید وباله، وضاحت ورکړي.

دی نه‌شي کولای چې د وژل شویو کسانو د دقیق شمېر په اړه څه ووایي
ميلر

د رویترز خبري اژانس د راپور له‌مخې په دغه برید کې چې د هستوګنې پر یوې ودانۍ شوی، لږ تر لږه ۹۳ فلسطینیان وژل شوي یا تري تم دي.

د راپور له‌مخې د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت په خبره د اسراییلي ځواکونو له‌خوا په دغه برید کې چې د سه‌شنبې په ورځ په بیت لاهیه ښارګوټي کې شوی، په لسګونو کسان ټپیان شوي دي.

د امریکا متحده‌ایالاتو او اروپایي اتحادیې حماس یو تروریستي سازمان نومولی دی.

ماتیو میلر وویل، دی نه‌شي کولای چې د وژل شویو کسانو د دقیق شمېر په اړه څه ووایي، خو متحده‌ایالات د دغه برید په اړه د زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو په لټه کې دی.

د هغه په خبره دا یوه ویرونکې پېښه وه له یوې ویرونکې نتیجې سره.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه وویل، واشنګټن له اسراییلي چارواکو سره اړیکې نیولي، ترڅو پوه شي چې دقیقاً څه پېښ شوي او څرنګه د داسې نتیجې تمه کېدای شي چې د لسګونو ماشومانو د وژل کېدو راپورونه ورکول شوي دي.

د ښاغلي میلر په خبره دا پېښه د دې یادونه کوي چې متحده‌ایالات ولې د دغې جګړې د پای ته رسېدو لپاره پر یوه اوربند چې د اسراییل په ګټه هم دی، ټینګار کوي.
د ښاغلي میلر په خبره دا پېښه د دې یادونه کوي چې متحده‌ایالات ولې د دغې جګړې د پای ته رسېدو لپاره پر یوه اوربند چې د اسراییل په ګټه هم دی، ټینګار کوي.

نوموړي زیاته کړه چې متحده‌ایالات تر اوسه دغې پوښتنې ته ځواب نه‌لري.

د ښاغلي میلر په خبره دا پېښه د دې یادونه کوي چې متحده‌ایالات ولې د دغې جګړې د پای ته رسېدو لپاره پر یوه اوربند چې د اسراییل په ګټه هم دی، ټینګار کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه وویل، دا ډېره مهمه ده چې اسراییل د یوه لوی ستراتېژیک بریالیتوب په ترلاسه کولو فکر وکړي او دا هم په پام کې ونیسي چې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره داسې لاره ومومي چې یرغمل شوي په خوندي توګه بېرته خپل کورونو ته ستانه کړي، نه دا چې په یوه دوامداره جګړه کې ښکېل پاتې شي.

د رویټرز د راپور له‌مخې د امریکا د ولسمشر جوبایډن ادارې د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې اسراییل ته یولیک استولی او په هغه کې یې ترې غوښتي و چې، تر دېرشو ورځو پورې دې په غزې تړانګه کې د بشري وضعیت د ښه کېدو لپاره اقدامات وکړي، کنه د امریکا د پوځي مرستو له احتمالي محدودیتونو سره به مخامخ شي.

ښاغلي میلر وویل، متحده‌ایالات تر اوسه په هغو مواردو کې پرمختګ نه‌دی لیدلی چې په لیک یې یادونه شوې ده.

هغه همدارنګه وویل، واشنګټن د اسراییل د دوشنبې د ورځې هغه تصویب شوي قانون هم ډېر اندېښمن کړی چې، له فلسطینیانو سره د ملګروملتونو د مرستندویه ادارې پرفعالیت بندیز لګوي.

هغه وویل، که دغه قانون عملي شي، د امریکا د قانون او پالیسو پر اساس ښایي د اسراییل لپاره پایلې ولري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG