نړۍ
د مصر ولسمشر غزه کې د دوه ورځني اوربند وړانديز اعلان کړی
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي پرون په غزه کې د دوه ورځني اوربند وړاندیز اعلان کړی دی.
رویټرز خبري اژانس لیکلي چې، د ښاغلي السیسي د دغه وړاندیز یوه برخه دا ده چې یوشمېر برمته شوي اسرایلیان له فلسطیني بندیانو سره تبادله شي چې بیا "یوه بشپړ اوربند" ته زمینه برابره شي.
السیسي په قاهره کې خبریالانو ته د خپل وړاندیز شوي اوربند په اړه معلومات ورکړي، خو دا یې نهده روښانه کړې چې دا پلان یې د جګړې اصلي لوریو اسراییل او حماس ته سپارلی او که نه.
حماس چې له څه باندې یوه کال راهیسې په غزه کې له اسراییلي پوځیانو سره په جګړه بوخت دي، د اروپایي ټولنې او امریکا لهخوا د ترهګرو په توګه پېژندل کېږي.
د اوربند دغه هڅې داسې مهال کېږي چې، همدا پرون هم د غزې په شمال کې د اسراییلو بریدونو لږ تر لږه ۴۵ کسان ووژل.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
یونان د پناه غوښتونکو او کډوالو پر وړاندې د لا سختو پالیسو غوښتنه وکړه
یونان د پناه غوښتونکو او کډوالو په وړاندې د اروپايي ټولنې د لا سختو پالیسو غوښتنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې په منځني ختیځ کې د روانې جګړې له کبله یو وار بیا اروپا په ځانګړي ډول یونان ته د ورروانو پناه غوښتونکو شمېر زیات شوی دی.
د یونان د کډوالۍ وزیر نیکوس پاناګیوتوپولوس پرون چهارشنبه وویل، څرنګه چې یونان ته له تېر مني د سمندر له لارې د ور روانو کډوالو شمېر دوه برابره شوی، حکومت یې په ردس او کرت ټاپوګانو کې د توقیف ځایونو پر جوړولو غور کوي.
هغه ویلي اټکل دا دی چې د کال تر پایه به د پناه غوښتونکو شمېر ۵۰زرو ته ورسېږي.
د یونان د کډوالۍ وزیر له اکشن ۲۴ خصوصي تلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، د یونان په ټاپوګانو کې د کډوالو کمپونه ډک شوي، خو په اصلي قلمرو کې دغه کمپونه ۶۰ فیصده ډک دي.
د بشري حقونو څار بنسټ: له لبنانه د سوریايي وګړو بېرته ستنېدنه به دوی له فشارونو سره مخ کړي
د بشري حقونو د څار بنسټ پرون خبرداری ورکړ، د سوریې هغه وګړي چې په لبنان کې دېره دي، د اسراییل او لبنان د جګړې له کبله که خپل هېواد ته ستنېږي، ښايي له فشارونو سره مخامخ شي.
له کله چې له یوې میاشتې راهیسې دغه جګړه پیل شوې، د سوریې ۳۵۵زره وګړي بېرته خپل هېواد ته ستنېدو ته اړ شوي دي.
د بشري حقونو د څار بنسټ په خپله اعلامیه کې ویلي: "د سوریې هغه وګړي چې له لبنان څخه وتلو ته اړ شوي، په ځانګړي ډول نارینه، د خپلسرو نیونو او د سوریې د چارواکو له خوا د ناوړه چلند له خطر سره مخامخېږي."
کله چې اسراییل د سپټمبر پر ۲۳مه د لبنان په وړاندې خپل هوايي عملیات شدید کړل، له لبنان څخه څه باندې ۵۰۰ زره وګړي سوریې ته کډې کولو ته اړ شوي چې په هغوی کې د سوریې ۳۵۵زره او ۱۰ وګړي هم شامل دي.
روسۍ محکمې یوه اوکراینۍ مېرمنه په ۱۱ کاله بند محکومه کړه
د روسیې یوې محکمې یوه اوکراینۍ مېرمنه د اوکراین پوځ ته د روسي پوځیانو د تحرکاتو په اړه د اطلاعاتو ټولولو په تور په ۱۱ کاله بند محکومه کړه.
روسیې له کله چې په اوکراین کې پوځي عملیات پیل کړي، ګڼو کسانو ته یې د خیانت یا او د اوکراین لپاره د جاسوسۍ په تور د اوږده بند سزاوې ورکړې دي.
د اوکراین پولې ته څېرمه د بلګرود سیمې یوې محکمې پرون دغه مېرمنه چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، مجرمه وپېژندله.
د روسیې د ریا نووستي خبري اژانس د خبر له مخې، دغه اوکراینۍ ښځه تورنه شوې چې د روسي پوځیانو د موقعیت او فعالیتونو په باب یې اطلاعاتو راټولول.
د روسیې د استخباراتي ادارې په دې باب په یوه اعلامیه کې معلومات ورکړي او ویلي یې دي چې د دوی افسرانو دا ښځه داسې وخت ونیوله چې د اوکراین استخباراتي ادارو ته یې انلاین پیغامونه لېږلي وو.
په اعلامیه کې ویل شوي چې دغې ښځې د دې سزا پر وړاندې د استېناف غوښتنه بایللې ده.
ایران د آیفون د وروستیو ماډلونو پر پېرلو لګول شوی بندیز لرې کړی
ایراني چارواکو نن چهارشنبې اعلان وکړ چې د آیفون ټیلیفون د وروستیو ماډلونو پر پېرلو لګول شوی بندیزیې لرې کړی دی.
دغه بندیز له څه باندې ۱۹ میاشتو راهیسې لګول شوی و.
د ایران د مخابراتو وزیر ستار هاشمي پر خپلې ایکسپاڼې یا پخواني ټویټر ولیکل چې د آیفون ټیلیفونونو د واردولو په اړه نور جزییات او مقررات به په نژدې راتلونکې کې اعلان شي.
هغه په دې اړه نور جزییات نهدي ورکړي، خو ویلي یې دي چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دغه اقدام ملاتړ کړی دی.
ویل کېږي د ۲۰۲۳م کال د فبرورۍ په میاشت کې د آیفون ۱۴ او ۱۵ ماډلونو پر وارداتو او پېرلو دغه بندیز د دې لپاره لګول شوی وچې دا هېواد چې د اټومي پروګرام په خاطر پرې لګول شویو بندیزونو یې اقتصاد ډېر خراب کړی، د بهرنیو اسعارو لګښتونه محدود کړي.
د اسراييل له لوري د ملګروملتونو پر مرستندويه ادارې بنديز؛ امريکا پرې اندېښنه ښودلې
امريکا د اسراييل له لوري د ملګروملتونو پر مرستندويه ادارې د بنديز د قانون په اړه اندېښنه ښودلې
د امریکا متحدهایالتونو پرهغه قانون ژوره اندېښنه څرګنده کړې چې، د اسراییل پارلمان د دوشنبې په ورځ تصویب کړی او لهمخې یې د ملګرملتونو پر لویې ادارې، UNRWA چې په غزې تړانګه او د اسراییل په ګډون په منځني ختیځ کې د فلسطینیانو لاسنیوی کوي، بندیز لګوي.
د متحدهایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر پرون سهشنبې ناوخته په یوه خبري غونډه کې د دغه قانون په اړه چې لهمخې یې د ملګروملتونو دغه مرستندویه اداره په اسراییل کې له هر ډول فعاليت څخه منع کېږي او هم اسراییلي چارواکي ورسره له هر ډول اړیکو راګرځوي، په غبرګون کې وویل چې واشنګټن د دغه قانون په اړه په ښکاره اندېښنې او هم یې ورسره مخالفت څرګند کړی دی.
د هغه په خبره متحدهایالت دغه قانون ته ډېره اندېښنه ځکه لري چې هغه کولای شي، په لوېدیځه غاړه، غزه او ختیځ بیتالمقدس کې د دې ادارې فعالیتونه بند کړي.
د ښاغلي میلر په خبره د دې خطر شته چې د اسراییل د دغه اقدام په نتیجه کې په ميلیونونو فلسطینیان چې د ملګروملتونو پر دغې مرستندویه ادارې متکي دي، د روغتیاپالنې او د لومړنیو او ثانوي زدهکړو په ګډون له اساسي خدمتونو بېبرخې شي.
غزه کې نن سهار د اسراييلو په هوايي بريدونو کې ۸۸ کسان وژل شوي
د غزې تړانګې په شمالي برخه کې نن چهارشنبې د اسرايیلو په دوو هوايي بریدونو کې د لسګونو ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۸۸ کسان ووژل شول.
روغتیايي چارواکو او د یوه روغتون مشر ویلي چې، د ژوند ګواښوونکو ټپیانو درملنه ځکه نهشي کېدای چې د اسرايیلي ځواکونو د اوونۍ د پای په عملیاتو کې په لسګونو ډاکټران توقیف شوي دي.
اسراییل په وروستیو اوونیو کې د غزې په شمال کې هوايي بریدونه زیات کړي او هم یې پراخ ځمکني عملیات پیل کړي دي.
اسراییل ویلي چې، دغه عملیات د حماس چې د متحدهایالاتو او اروپايي اتحادیې لهخوا د یوه ترهګر سازمان په توګه پېژندل شوی، د سختدریځې ډلې د وسلهوالو په لهمنځه وړلو متمرکز دي.
د جګړې له پراخېدو سره د غزې په شمال کې د سلګونو زرو فلسطینیانو د خرابېدونکي بشري وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
پنټاګون: د روسيې په کورسک سيمه کې د شمالي کوريا يوه قطعه ځای پر ځای شوې ده
د متحدهایالتونو د دفاع وزارت وايي، د شمالي کوریا د سرتېرو یوه کوچنۍ قطعه د روسیې په کورسک سیمه کې ځای پر ځای شوې ده.
پنټاګون اندېښنه ښودلې چې، ښايي لهدې سرتېرو څخه د اوکرایني ځواکونو پر ضد کار واخیستل شي.
د پنټاګون ویاند تورنجنرال پاټ رایډر پرون خبریالانو ته وویل، داسې نښې نښانې شته چې د روسیې کورسک ولایت ته د شمالي کوریا لږشمېر سرتېري استول شوي دي او زرګونه نور هلته رسېدو ته یا نژدې شوي او یا په نژدې راتلونکې کې ور روان دي.
رایډر همداراز وویل، پنټاګون د هغو راپورونو د تأیید لپاره کره معلومات نهلري چې وايي، په اوکراین کې دننه هم د شمالي کوریا ځواکونه شته.
ولسمشر جوبایډن ویلي دي، په کورسک کې د شمالي کوریا د سرتېرو حضور سخت اندېښمن کړی دی.
بایډن زیاتوي، که دا سرتېري د اوکراین قلمرو ته ننوځي، نو اوکرایني ځواکونه باید برید پرې وکړي.
کامالا هريس: ټرمپ بېثباته او غچ اخيستونکی دی
د امریکا مرستیال ولسمشرې او د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډیموکرات ګوند کاندیدې کامالا هریس پر خپل سیال پخواني ولسمشر ډونالډټرمپ تور لګولی چې، بېثباته دی او د غچ اخیستو عادت لري.
مېرمن هریس دا څرګندونې پرون سپینې ماڼۍ ته نژدې په یوه پراخه غونډه کې وکړې.
هغې ژمنه وکړه چې د ټولو امریکايانو ولسمشره به وي، خو خپل سیال یې تورن کړ چې د بېکنټروله قدرت په لټه کې دی.
د دې غونډې تنظیموونکو وویل شاوخوا ۷۵ زره کسان هلته راټول شوي وو.
که څه هم دا شمېرې د پولیسو او خپلواکو څارونکو لهخوا نهدي تایید شوي، خو د راپورونو لهمخې د هریس ځینو پلویانو په هغه پارک کې چې ټرمپ څلور کاله مخکې وینا کړې وه، اووه ساعته انتظار وکړ څو د هریس وینا واوري.
په همدې پارک کې د ۲۰۲۱ کال د جنوري په شپږمه ښاغلي ټرمپ خپلو پلویانو ته مخکې لهدې چې هغوی د کانګرس پر ودانۍ برید وکړي، وینا کړې وه.
پخوانی ولسمشر او پلویان یې دا برید کم اهمیته موضوع بولي.
ګوتېريش: د فسلطينيانو لپاره د ملګروملتونو ځانګړې اداره بل بديل نهلري
ملګري ملتونه وايي، که اسراییل د فلسطینیانو لپاره د دې سازمان له څانګې سره د اړیکو د پرې کولو اړوند نوی قانون عملي کړي، نو د اسراییلو حکومت به د فلسطیني وګړو اړتیاوې د نړیوالو قوانینو په اساس پوره کوي.
د اسراییل پارلمان پرون هغه قوانین تصویب کړل، چې د اسراییلو په خاوره کې د ملګروملتونو د ځانګړې څانګې UNRWA پر فعالیت بندیز لګوي، اړیکي ورسره پرې کوي او د تروریستي ادارې په نوم یې یادوي.
د ملګروملتو د ویاند ستیفان دوجاریک په وینا سرمنشي انتونیو ګوتېریش ویلي چې، د فلسطینیانو لپاره د ملګروملتونو ځانګړې اداره بل بدیل نهلري.
ګوتېرش ویلي دي چې UNRWA د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ د روانې جګړې پرمهال د فلسطینیانو لپاره د ژوند ژغورنې یوازینۍ مرستندویه اداره ده، خو د هغه په وینا د اسراییلو نوی قانون به په غزه کې پر روان بشري وضعیت ناوړه اغېز وکړي.
روسيې پر ۱۳۱ اسټراليايي اتباعو بنديزونه لګولي
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون سهشنبې اعلان وکړ، چې پر ۱۳۱ اسټرالیایي اتباعو یې بندیزونه لګولي او هغوی یې روسیې ته له سفر کولو منع کړي دي.
د روسیې لهخوا په دغو بندیزونو کې د اسټرالیا د دفاعي صنایعو استازي، خبریالان او نورې عامې څېرې چې مسکو هغوی د "روسیې ضد اجنډا" په خپراوي تورن کړي، په نښه شوي دي.
دغه بندیزونه د اسټرالیا هغه مخکېني اقدام ته د مسکو مستقیم ځواب دی، چې پر یوشمېر روسي شرکتونو، ادارو او افرادو یې بندیزونه لګولي دي.
پر دې سربېره روسیې د نیوزیلند د دفاع وزارت د درېیو مرستیالانو په ګډون د دې وزارت پر ۹ چارواکو هم بندیزونه لګولي دي.
پر اوکراین د روسیې د بېدلیله یرغل راهیسې اسټرالیا د روسیې په څه باندې زرو شرکتونو او افرادو بندیزونه لګولي، چې نیوزیلند هم د روسیې په وړاندې ورته تګلاره مخته وړې ده.