د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۹

کندهار کې د برېښنا کمښت؛ يوشمېر صنعت‌کاران: ځينې فابريکې سقوط شوي دي


کندهاره کې د يوې صنعتي فابريکې انځور
کندهاره کې د يوې صنعتي فابريکې انځور

د کندهار ولايت يوشمېر صنعت‌کاران وايي، له کلونو تېرېدو وروسته لا هم کندهار صنعتي پارک ته دایمي او اساسي برېښنا نه‌ده ورکړل شوې، چې دوی له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د ښوراندام صنعتي پارک، چې د کندهار ښار په ختیځ کې موقعیت لري، لسګونه تولیدي فابریکې لري چې ډېری یې د عمومي برېښنا پر ځای له برقي جنراتورونو استفاده کوي.

د دغه صنعتي پارک صنعت‌کاران له کلونو راهیسې د خپلو فابریکو لپاره د برېښنا د کمښت له ستونزې سره مخامخ دي.

د صنعت‌کارانو په وینا، د دایمي او دوامدارې برېښنا نشتون نه یوازې د دوی تولیدات اغېزمن کړي، بلکې یوشمېر فابریکې هم سقوط ته رسېدلې دي.

"فقط په نوم برېښنا ده، مخکې ۲۴ ساعته برېښنا ورکول کېده، خو اوس یوازې څلور ساعته ښار او ۱۲ ساعته صنعتي پارک ته برېښنا ورکول کېږي
محمد قسيم، د يوې صنعتي فابريکې مسوول

محمد قسیم چې د پیپونو د تولید د یوې فابریکې مسوول دی وايي، د څو حکومتونو په بدلون سره هم د کندهار صنعتي پارک لپاره د برېښنا اساسي ستونزه نه‌ده حل شوې، چې د دې ستونزې له امله فابریکې د تولید پر مهال له تخنیکي ستونزو او یوشمېر یې له سقوط سره مخامخ دي.

حاجي محمد قسیم زیاتوي: "ټولو حکومتونو موږ خطا ایستلي يو او هر ځل یې د برېښنا د جوړېدو ژمنې راکړي دي. نورو ولایتونو ته له بهره برېښنا راځي، هرات ته له ایرانه، کابل او شمالي ولایتونو ته له تاجکستان او قزاقستانه برېښنا ورکول کېږي، خو کندهار تر ټولو وروسته پاتې دی. له بد‌ه‌مرغه زموږ د مرغه دانې فابریکه سقوط شوه، اوس مو په اوسپنو خرڅه کړه."

د کندهار د برېښنا سرچينې

د کندهار د برېښنا یوازنۍ سرچینه د کجکي بند دی، خو دغه بند یوازې د کال په لومړیو څلورو یا پنځو میاشتو کې ۲۴ ساعته د برېښنا تولید وړتیا لري.

له يادې مودې وروسته، د اوبو د کمښت له امله برېښنا کمه او محدوده کېږي، چې د کندهار ښار او صنعتي پارک برېښنا له نوبتي وېش سره مخامخ ده.

حاجي محمد قسیم وايي، د صنعتي پارک فابریکو ته یوازې ۱۲ ساعته برېښنا په غیرمنظمه توګه ورکول کېږي، چې د تولید پر بهیر منفي اغېزې لري او صنعت‌کاران د خپلو تولیداتو پر مهال له ستونزو سره مخامخ کوي.

حاجي محمد قسیم زیاته کړه: "فقط په نوم برېښنا ده، مخکې ۲۴ ساعته برېښنا ورکول کېده، خو اوس یوازې څلور ساعته ښار او ۱۲ ساعته صنعتي پارک ته برېښنا ورکول کېږي او په‌دې ۱۲ ساعتونو کې هم څو واره برېښنا ځي او راځي، چې موږ ته یې تاوان تر ګټې ډېر دی، کله چې برېښنا په نیمایي کې ځي، مجبور یو چې نیمه جوړ شوې پېپ وغورځوو."

د صنعت‌کارانو په وینا، د دایمي او دوامدارې برېښنا نشتون نه یوازې د دوی تولیدات اغېزمن کړي، بلکې یوشمېر فابریکې هم سقوط ته رسېدلې دي.
د صنعت‌کارانو په وینا، د دایمي او دوامدارې برېښنا نشتون نه یوازې د دوی تولیدات اغېزمن کړي، بلکې یوشمېر فابریکې هم سقوط ته رسېدلې دي.

د سولري برېښنا پروژه

د پخواني جمهوریت په وروستیو کې، د کندهار لپاره د ۱۵ مېګاواټه سولري برېښنا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، چې تمه وه د برېښنا ستونزې تر یو حده راکمې کړي.

"متاسفانه، برېښنا کمه او غیري منظمه ده، ځي او راځي. د صنعت لپاره برېښنا لومړی مهم شی دی
د یوې صنعتي فابريکې مسوول

خو صنعت‌کاران دا پروژه نیم‌ګړې بولي او وايي چې، د عمومي برېښنا پرته په مستقل ډول فعالیت نه‌شي کولی.

صنعت‌کاران دغه راز وايي، له کجکي بند څخه صنعتي پارک ته د برېښنا د انتقال لپاره کارېدلی لېن ناسم کیفیت لري، چې ډېر کله د شارټۍ له امله پرې کېږي.

حاجي محمد اکبر چې د درملو جوړولو د فابریکې مسوول دی وايي، د برېښنا د پرله‌پسې قطعې له امله صنعت‌کاران له اقتصادي زیانونو سره مخامخ دي.

نوموړی وايي: "متاسفانه، برېښنا کمه او غیري منظمه ده، ځي او راځي. د صنعت لپاره برېښنا لومړی مهم شی دی، موږ له موجوده حکومته غوښتنه کوو چې زموږ د برېښنا ستونزه حل کړي."

وارداتي برېښنا

صنعت‌کاران غوښتنه کوي چې کندهار ته د وارداتي برېښنا پروژه، چې اوس‌مهال د لین غځولو چارې یې تر غزني پورې رسېدلې، باید په چټکۍ سره تر کندهاره وغځول شي.

د صنعت‌کارانو په وینا وارداتي برېښنا کولی شي د کجکي د محدودې برېښنا ستونزه حل کړي او د کندهار صنعتي پارک د برېښنا اړتیاوې پوره کړي.

د کندهار د برېښنا یوازنۍ سرچینه د کجکي بند دی، خو دغه بند یوازې د کال په لومړیو څلورو یا پنځو میاشتو کې ۲۴ ساعته د برېښنا تولید وړتیا لري.
د کندهار د برېښنا یوازنۍ سرچینه د کجکي بند دی، خو دغه بند یوازې د کال په لومړیو څلورو یا پنځو میاشتو کې ۲۴ ساعته د برېښنا تولید وړتیا لري.

سید سرور اماني چې د کندهار د صنعت او معدن خونې مشر دی وايي، د طالبانو له حکومته یې په‌دې برخه کې تعقیبي غوښتنې کړي دي او تمه لري چې د وارداتي برېښنا پروسه چټکه شي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "د کندهار صنعت ټکنی دی او لامل یې د برېښنا نشتون دی. موږ څو ځله دا ستونزه شریکه کړې چې کندهار ته وارداتي برېښنا راورسیږي. تېر کال د ۵۰۰ اولټه برېښنا د شبکې پرانیستنه وشوه او هغوی ویل چې په نهه میاشتو کې به یې کار بشپړ شي، خو موږ وینو چې ۵۰ فیصده کار هم نه‌دی بشپړ شوی."

د کندهار صنعت او معدن خونې د معلوماتو له‌مخې، دا مهال په دغه ولایت کې ۱۷۰ تولیدي فابریکې فعالیت لري، چې ډول ډول خوراکي او غیر خوراکي توکي تولیدوي.

صنعت‌کاران وايي که چېري دوی ته منظمه برېښنا ورکړل شي، نو د تولیداتو زیاتېدو ترڅنګ خلکو ته د کار فرصتونه هم برابرېږي.

هڅه مو وکړه چې په‌دې اړه د طالبانو د حکومت د کندهار برېښنا ریاست مسوولینو نظر واخلو، خو هغوی د دې راپور تر خپرېدو پورې خبرو ته حاضر نه‌شول.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG