افغانستان
د سوداګرۍ خونه: افغانستان کې ۶۰ سلنه صنایع د سقوط له ګواښ سره مخ دي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، په افغانستان کې څه باندې ۶۰ سلنه صنایع د سقوط له ګواښ سره مخ دي.
د افغانستان د سوداګری او پانګونې خونې رئیس توکل احمدیار ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې د صنعت بازار د سقوط په حال کې دی او ډېری هغه فابریکې چې په دې برخه کې فعاله وې، د تړل کېدو په حال کې دي.
نوموړی زیاتوي، که څه هم په تېرو ۲۰ کلونو کې د پانګې د جذب، د سوداګریزو فعالیتونو لپاره د اسانتیا برابرولو او خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې پرمختګ وشو، خو د نوي نظام په راتلو سره سوداګر او صنعتکاران له جدي ستونزو سره مخ دي.
د ښاعلي احمدیار په خبره، په بانکونو کې د سوداګرو د پیسو بندېدل، د سوداګریزو توکو د رانیولو لپاره صادروونکو هېوادونو ته د پیسو د حوالو بندېدل او د اقتصادي ستونزو له امله د افغانستان په بازارونو کې د توکو د پلور راکمېدل هغه درې عوامل دي چې د افغانستان صنعتیې د سقوط له ګواښ سره مخ کړی دی.
د طالبانو حکومت د مطبوعاتو د ټیم غړی بلال کریمي که څه هم چې د صنعتي شرکتونو د ستونزه ډېره برخه د کرونا ویروس د خپرېدو له امله بولي، خو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وایي، حکومت هڅه کوي په دې برخه کې ستونزې حل کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د څلورو کسانو د اعدام په تړاو د بشري حقونو د مدافع سازمانونو کلکو نیوکو د طالبانو غبرګون پارولی

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د اعدام پر عملي کېدو ټینګار کړی.
د طالبانو سترې محکمې هم د اعدام په اړه نیوکې عجیبې او غیر منصفانه بللې.
د طالبانو حکومت د اپریل په باغیس، نیمروز او فراه کې ۴ کسان په عام محضر کې اعدام کړل.
د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا اعدام له انساني کرامت سره ټکر بللی.
ریچارډ بنېټ هم دا اعدامونه غندلي او له طالبانو یې غوښتي چې اعدامونه او نورې بدني سزاوې سمدستي بندې کړي.
د ایران د شمالي خرسان او د افغانستان د فرا ولایت ترمنځ سړک جوړیږي

په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي وایي، د ایران او افغانستان ترمنځ د ماهیرود په نوم سرحدي سړک د رغولو چارې به سږ کال بشپړې شي.
په کابل کې د ایران سفارت پرون شنبه پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې د ایران یوه اقتصادي پلاوي د دغه سړک کار له نژدې کتلی دی.
یاد سړک د ایران د شمالي خراسان ولایت ماهیرود سیمه د فرا له ولایت سره نښلوي.
د ایران سفیر ویلي، د دغې لارې په جوړېدو به د افغانستان او ایران سوداګریزې اړیکې لا پياوړې شي.
تر دې یوه ورځ مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال رسول مهاجر د یوه پلاوي په مشرۍ فرا ولایت ته تللی و او هلته یې د طالبانو له والي سره د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې وې.
ایران د سیمې د هغو هېوادونو له ډلې دی چې طالبانو سره غیر رسمي تعامل لري او طالبان هم ایران خپل ستراتیژیک ګاونډی بولي.
۱۳ تنه په عام محضر کې په درو ووهل شول

طالبانو نن دیارلس کسان د پنځو ښځو په ګډون په خوست او جوزجان کې په درو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې نن خبر ورکړ چې دا کسان د نامشروع اړیکو، له کور څخه د تېښتې او دې ته ورته جرمونو له مخې هر یو له پنځه دیرشو تر نهه دیرش درو وهل شوي او له دوو تر پنځو کلونو په بند محکوم شوي دي.
د تیرو دریو کلونو په ترڅ کې طالبانو اووه سوه اته نوي تنه د یوسل او څلویښت ښځو په شمول په افغانستان کې په درو وهلي دي.
ملګروملتونو، د بشري حقونو ډلو او د نړۍ بېلابېلو هیوادونو په پرله پسې ډول له طالبانو غوښتي چې دا بهیر ودروي.
ریچارډ بینټ؛ مجرمینو ته علني سزا ورکول له نړیوالو قوانیو سرغړونه ده

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورورکونکی ریچارډ بنیټ وايي، د طالبانو له خوا مجرمینو ته په علني ډول سزا ورکول له نړیوالو قوانیو ښکاره سرغړونه ده.
بینټ پرون جمعه د (اپریل۱۱مه) پر خپلې ایکس پاڼې په بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې په علني توګه د څلور کسانو اعدام غندلی او له طالبانو يې غوښتي چې د دغه ډول سزاګانو پلي کیدل ژر تر ژره ودروي.
د طالبانو حکومت پرون په بادغیس، نیمروز او فراه کې څلور کسان اعدام کړل.
د اعدام شویو کسانو د هویت او جرمونو په اړه جزیات خپاره شوي نه دي.
دا څلور اعدامونه د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته په تیرو نژدې څلورو کلونو کې د یوې ورځې په ترڅ کې د اعدامونو تر ټولو لوړه شمیر دی.
د فرانسې خبري اژانس په وینا، له دې اعدامونو سره د طالبانو د واکمنۍ له راستنېدو راهیسې په عام محضر کې د اعدام شویو نارینه وو شمېر ۱۰ ته ورسېد.
یوناما په افغانستان کې د اعدامونو د سمدستي دریدو غوښتنه وکړه

د جمعې په ورځ په افغانستان کې د څلورو کسانو له اعدام وروسته، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) وویل چې د مرګ سزا د ژوند له اساسي حق څخه سرغړونه ده.
د دې اعدامونو د خبر له خپریدو څو ساعته وروسته، یوناما د دې سزا د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه وکړه.
طالبانو د جمعې په ورځ په بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې څلور کسان په عام محضر کې اعدام کړل.
دا د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته په تیرو نژدې څلورو کلونو کې د یوې ورځې په ترڅ کې د اعدامونو تر ټولو لوړه شمیره ده.
د فرانسې خبري اژانس په وینا، له دې اعدامونو سره د طالبانو د واکمنۍ له راستنېدو راهیسې په عام محضر کې د اعدام شویو نارینه وو شمېر ۱۰ ته ورسېد.
د جرمني نوی حکومت بې اسناده افغانان له خپلې خاورې باسي

د جرمني نوی حکومت پلان لري چې افغانستان ته د هغو افغانانو د ایستلو لړۍ پراخه کړي چې قانوني اسناد نه لري.
د مسیحي ډیموکرات او مسیحي سوسیال ګوندونو د پارلماني ډلې مشر تورستن فرای د جرمني « بیلد» ورځپاڼې ته ویلي دي چې افغانستان او سوریې ته به د کډوالو د بیرته ستنولو لړۍ چټکه شي. ښاغلي فرای زیاته کړه چې پروسږکال په اوړي کې د یوشمیر کډوالو د ایستلو تجربې وښودله چې دا کار ممکن دی.
جرمني رسنیو د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې په دغه هیواد کې دوه لکه څلویښت زره داسې کډوال شته چې اسناد نه لري.
د ښاغلي فرای په وینا غیرقانوني کډوال باید په هر ډول چې کیږي له جرمني ووځي او غوره به دا وي چې لومړی په خپله خوښه ولاړ شي.
په دغو غیرقانوني کډوالو کې لویه برخه د افغانستان دي.
د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د څلورو کسانو اعدام له بشري حقونو څخه د سرغړونو ادامه وبلله

د بښنې د نړیوال سازمان نن د افغانستان په دریو ولایتونو کې په عام محضر کې د څلورو کسانو پر اعدام خواشني څرګنده کړه.
د بښني د نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د برخې دفتر په ایکس پاڼه کې نن لیکلې دي چې په نیمروز، فراه او بادغیس کې د طالبانو له لورې په عام محضر کې د څلورو کسانو اعدام له بشري حقونو څخه د سرغړونو ادامه ده.
دغه دفتر زیاتوي چې د طالبانو چارواکي د بشري حقونو نړیوال قوانین په بشپړ ډول په بې پروایي سره تر پښو لاندې کوي.
له نژدې څلورو کلونو راهیسې چې طالبانو کابل نیولی دی دا په یوه ورځ کې د اعدام تر ټولو لوړه شمیره ده.
افغان اصله بریټانیوۍ فرشته جامي چې په ترهګرۍ تورنه وه، په عمري بند محکومه شوه

بریټانیايي رسنۍ وايي، د لیسټر محکمې د فرشتې جامي په نوم ۳۶کلنې افغانې ښځې ته د عمري بند سزا اورولې.
هغه د بریټانیا د ترهګرۍ ضد د اساسي قانون د پنځمې ماده پر بنسټ، د ترهګریزو اعمالو د ترسره کولو د مقدماتي کړنو په تور په دوو موادو کې مجرمه پیژندل شوې ده.
د بریټانیوي رسنیو د راپورونو له مخې، دغې افغان اصله بریټانیوۍ ښځې تیرکال ځان او خپلو ماشومانو لپاره افغانستان ته یوه طرفه د سفر ټکټونه کړي وو، او غوښتل يې د داعش خراسان څانګې سره په افغانستان کې یوځای شي.
د پولیسو د معلومات له مخې، د هغې له کوره نغدې پیسې هم ترلاسه شوې وې.
د فرشتې جامي له نیولو وروسته پولیسو په یوې اعلامیه کې ویلي و، دا شواهدي يې موندلي چې ښيئ هغې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ پر ټولنیزو رسنیو سخت دریځه او تاوتریخوالي ته هڅونکې متحوا خپره کړې ده.
د بریټانیايې امینتي چارواکو د فرشتې جامي محکومیدل د ترهګرۍ د مخنیوي په برخه کې یو ښه اقدام بللی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان؛ په افغانستان او پاکستان کې د پولیو پېښې زیاتې شوي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان او پاکستان کې د پولیو یا ګوزڼ ویروس د وحشي ډول مثبتې پېښې زیاتې شوي دي.
د دې سازمان بیړنۍ کمیټې د پولیو ویروس په اړه له خپلې ۴۱مه ناستې وروسته پرون پنجشنبې یوه اعلامیه خپره کړې چې په کې راغلي، " په ۲۰۲۴ کال کې د پولیو ویروس د وحشي ډول مثبتې پېښې څلور برابره په افغانستان او دولس برابره په پاکستان کې زیاتې شوي دي".
د اعلامیې له مخې، په تیر۲۰۲۴ کال کې په ټوله نړۍ کې د پولیو وحشي ډول ټولټال ۹۹ مثبتې پېښې ثبت شوي چې درې يې په افغانستان او ۳۶ يې په پاکستان کې وې.
په اعلامیه کې تیرکال د افغانستان جنوبي ولایتونه او د پاکستان خیبرپښتونخوا، سند او بلوچستان ایالتونو هغه سیمې یاد شوي چې د پولیو ویروس له جدي ګواښ سره مخ وې.
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د پولیو لپاره د کور په کور واکسین د کمپاین پر نشتون هم انديښنه ښودل ده.
د دې سازمان په ټکو، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د افغان کډوالو تګ راتګ د پولیو ویرووس د خپریدو یو عمده لامل دی.
د طالبانو حکومت د روغتیا نړیول سازمان نویو شمیرو ته غبرګون ښودلی نه دی.
پولیو یا ګوزڼ هغه ویروسي ناروغي ده چې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان پرې اخته کېږي.
دا وېروس د انسان رګونو ته له ننوتو وروسته په څو ساعتونو کې په بشپړه توګه د ماشوم فلج کېدو لامل کېدای شي.
د پولیو ویروس د ماشومانو د فلج سربیره د مرګ سبب هم کیږي.
طالبانو په جوزجان، زابل او پروان ولایتونو کې رسنیو ته امر کړی چې د ژوندیو موجوداتو انځورونه خپاره نه کړي

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د طالبانو حکومت په جوزجان، زابل او پروان ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز لګولی دی.
د دې مرکز د اعلامیې له مخې، د طالبانو د حکومت د امربالعمروف او نهی النمکر وزارت په دغو دریو ولایتونو کې له رسنیو غوښتي چې د ژوندیو موجوداتو انځورونو دې نور نه خپروي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په اعلامیه کې وړاندې راغلي، دوی پر رسنیو د محدودیتونو زیاتیدو ته انديښمن دي.
د طالبانو حکومت له دې وړاندې په یو شمیر ولایتونو کې رسنیو ته امر کړی و چې د ژوندیو موجوداتو انځورونه دې نه خپروي.
د رسنیو د ملاتړ سازمانونه وايي، د طالبانو دا محدودیتونه دقیقو اطلاعاتو ته د خبریالانو او عام خلکو لاسرسی محدودي.