د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

خیبر کې د پښتنو قامي جرګه د یوه پرېکړه‌لیک په اعلان سره پای ته ورسېده؛ ایا دغه پرېکړه‌لیک به عملي شي؟ 


په خیبر کې د پښتنو د قامي جرګې یوه څنډه چې بېګاه ناوخته پای ته رسېدلې ده.
په خیبر کې د پښتنو د قامي جرګې یوه څنډه چې بېګاه ناوخته پای ته رسېدلې ده.

په خیبرپښتونخوا کې د پښتنو قامې جرګه له اوږدو بحثونو وروسته بېګاه شپه ناوخته د یوه پرېکړه‌لیک په اعلان سره پای ته ورسېده.

دغه جرګه د خیبرپښتونخوا په خیبر سیمه کې د پښتون قامي عدالت په نوم رابلل شوې وه.

جرګې د ۱۹ مادو یو پرېکړه‌لیک اعلان کړ چې له مخې یې د پاکستان پوځ او د داعش په ګډون ټولو وسله‌والو ډلو ته دوه میاشتې مهلت ورکړ چې د دوی له خاورې ووځي.

د جرګې پرېکړه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ولوسته.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین

پر ډيورنډ کرښه له پاسپورټ او ويزې پرته د پخوا په څېر تګ راتګ، د پښتنو د بېلابېلو پرګنو ترمنځ د ځمکو پر سر د شخړو هواری، په بدو کې د نجونو د ورکولو بندول،، د خیبر پښتونخوا له طبعي زېرمو د پښتنو ګټه اخیستنه او له ټولې پښتونخوا د جرګې د پرېکړو د عملي کولو لپاره د ۲۴۰زرو ځوانانو څخه د غیر وسله‌وال لښکر جوړول، مهمې پرېکړې دي.

جرګې د نورو مسئلو ترڅنګ د ورکو شویو او وژل شویو پښتنو لپاره په پاکستان کې دننه او په نړیوالو سټېجونو د عدالت د پیل غوښتنه هم وکړه.

د پښتنو په سیمو د قبیلوي ستونزو حلول، په خیبرپښتونخوا کې د برښنا د یو کیلو واټ بیه پنځه روپیو ته راښکته کول او د بې‌ځایه شویو کسانو بېرته خپلو سیمو ته استول نورې مسئلې وې چې د جرګې غړو یې په اړه پرېکړې وکړې.

جرګې ځینې نورې پرېکړې هم وکړې، خو پوښتنه دا ده چې دغه پرېکړې د عملي کېدو څومره عملي چانس لري.

حکمت وايي: که د پاکستان اسټبلیشمټ دې پرېکړو ته غاړه کې‌نه‌ږدي بیا به پښتانه مجبوره شي چې د خپل حیثت د اعادې او د خپلو تاوانونو د اخیستلو لپاره د پاکستان د پوځ ګرېوان ته لاس واچوي او د پاکستان د پوځ لپاره دا ځان‌وژنه ده.

د چارو شنونکی حکمت‌الله حکمت وايي: "پښتنو د خپل تاریخي رسالت له مخې جرګه د یوه لوړ مقام په توګه د خپلو ستونزو د حل او د خپلې راتلونکې لپاره وکاروله، شاباس، که د پاکستان اسټبلیشمټ دې پرېکړو ته غاړه کې‌نه‌ږدي بیا به پښتانه مجبوره شي چې د خپل حیثت د اعادې او د خپلو تاوانونو د اخیستلو لپاره د پاکستان د پوځ ګرېوان ته لاس واچوي او د پاکستان د پوځ لپاره دا ځان‌وژنه ده. هیله لرو د جرګې پرېکړې چې ټول لروبر وطن یې ملاتړ کوي، په سوله‌ییزه توګه عملي شي."

پخوانۍ ډیپلوماته او د ښځو د حقونو فعاله شکریه بارکزۍ وايي، د پښتنو د قامي جرګې د پرېکړو عملي کول به د سیمې پر وضعیت مثبت اغېز وکړي.

بارکزۍ وویل: "طبعي خبره ده چې د جرګې پرېکړې به په اسانه پلي نه شي، خو دا چې ولس ورته عزم کړی نو زه فکر کوم چې د دغه جرګې پرېکړې او عملي کېدل به یې تر ډېره بریده په سیمه کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي."

په خیبر کې د پښتنو قامي جرګه شاوخوا درې میاشتې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین له لوري راوبلل شوه.

د قامي جرګې یوه تنظیمونکی او د پښتون ژغورنې د مرکزي کمېټې غړي کامران پښتین د جرګې د پرېکړو د عملي کېدو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "په دې ۸۰ کسیزه جرګه کې یوازې د پښتون ژغورنې غورځنګ نه، بلکې د ټول وطن خلک موجود دي، دوی به پرېکړه کوي چې د پرېکړو د عملي لپاره له چاه سره کېني، دا کار به انشاالله ډېر ژر وشي، د عامو خلکو چې څه خوښه وي، هغه به کېږي، اوس سیستم بدل شوی، مخکې به هر کال په زور کېده، خو اوس داسې نه شي کېدای."

که څه هم د پاکستان مرکزي حکومت د دې راپور تر خپرېدو د خیبر جرګې د پرېکړو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډا پور د جرګې په ځای کې جرګه‌والو ته په خبرو کې ویلي چې د جرګې د ټولو قانوني اوعملي پرېکړو ننګه او ملاتړ به کوي.

د پښتنو په قامي جرګه کې یو شمېر ښځو هم ګډون کړی و.
د پښتنو په قامي جرګه کې یو شمېر ښځو هم ګډون کړی و.

د یادولو ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له جرګې وړاندې پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز ولګاوه او اکټوبر پنځمه د خیبرپښتونخوا امنیتي ځواکونو د جرګې په پنډغالي برید وکړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په خبره په پنډغالي کې لګول شوې خېمې یې وسوځولې، درې ملګري ووژل، لسګونه نور یې ټپیان کړل او سلګونه هغه یې زنداني کړي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېتې غړی کامران پښتین وايي، له ستونزو سره سره په جرګه د خلکو پراخ ګډون دغه جرګه بریالی او د پرېکړو د عملي کولو په اړه ډاډ رامنځته کړی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG