د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۶ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

د ډنمارک له لوري د تمديد افغان پاسپورټونو په رسميت نه‌پېژندل؛ يوشمېر افغانان يې اندېښمن کړي


د افغانستان پاپسپورټ
د افغانستان پاپسپورټ

د ډنمارک هغې پرېکړې چې ویلي یې دي، د سپتمبر له ۱۸مې را په‌دې‌خوا د تمدیدي ستیکر لرونکي افغانان پاسپورټونه په رسمیت نه‌پېژني، په‌دې هېواد کې یوشمېر افغانان اندېښمن کړي دي.

وروسته له هغې چې د ډنمارک د کډوالۍ ادارې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر له ۱۸مې نېټې وروسته د افغانانو ستیکر لرونکي تمدید شوي پاسپورټونه په رسمیت نه‌پېژني، په هغه هېواد کې مېشت یوشمېر افغانان وايي، دا اقدام به دوی له ډېرو ستونزو سره مخ کړي.

"دا د طالبانو مسوولیت دی چې د انلاین یا هم یوشمېر کونسلي شعبو له لارې چې په ځینو اروپايي هېوادونو کې فعاله دي، د حل یوه عملي لاره پیدا کړي
په ډنمارک کې د افغان حقوق‌پوهانو د ټولنې مشر میرعبدالواحد سادات

یو له دوی څخه بصیر ازادي راډیو ته وویل: "لویه ستونزه دا ده چې له بده‌مرغه زموږ هغه افغانان چې د پناه غوښتنه یې نه‌ده منل شوې، له یوې خوا په ډنمارک کې مصؤنیت نه‌لري او له بلې خوا افغانستان کې هم له مصؤنیت څخه برخمن نه‌دي، هیله لرو چې د ملګروملتونو سازمان لاس په کار شي او د ډنمارک له حکومت سره په تفاهم د حل لار ومومي."

په ډنمارک کې د افغان حقوق‌پوهانو د ټولنې مشر میرعبدالواحد سادات په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دا د طالبانو مسوولیت دی چې د انلاین یا هم یوشمېر کونسلي شعبو له لارې چې په ځینو اروپايي هېوادونو کې فعاله دي، د حل یوه عملي لاره پیدا کړي، تر څو په ډنمارک کې د مېشتو افغانانو ستونزې حل شي او دوی وکولای شي خپل پاسپورټونه تمدید کړي او یا هم نوي پاسپورټونه ترلاسه کړي."

د ښاغلي سادات په خبره، هغه افغانانو چې په ډنمارک کې د پناه غوښتنه نه‌ده کړې، کولای شي د خپل پاسپورتونو د نوي کولو لپاره افغانستان ته ولاړ شي، خو هغه افغانان چې په‌دې هېواد کې د پناه غوښتنې قضیه لري که افغانستان ته سفر وکړي، په ټکو یې ستونزو سره به مخ شي.

دې کډوالو د ډنمارک هېواد له چارواکو او د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د دوی د ننګونو د حل لپاره جدي پاملرنه وکړي.

دا اندېښنې په‌‌داسې حال کې دي چې، د ډنمارک د کډوالۍ ادارې تازه اعلان کړی چې، د تېرې سپټمبر میاشتې له ۱۸مې را په‌دې‌خوا هغه افغان پاسپورټونه په رسمیت نه‌پېژني چې د تمدیدۍ سټیکر پرې لګېدلی وي، دا په‌دې معنا دی چې په ډنمارک کې د تمدیدۍ سټیکر پاسپورټ لرونکي افغانان اړ دي چې نوي پاسپورټونه واخلي.

د ډنمارک بيرغ
د ډنمارک بيرغ

یادې ادارې پر خپله وېب‌پاڼه د اعلامیې په خپرولو سره ویلي، افغان اتباع کولای شي د نويو پاسپورتونو د ترلاسه کولو لپاره افغانستان ته سفر وکړي او هغه افغانان چې په ډنمارک کې سیاسي پناه لري، د ډنمارک سیاسي پاسپورت ترلاسه کولی شي.

که څه هم د طالبانو حکومت تر اوسه په‌‌دې اړه څه نه‌دې ویلي، خو د دوی د بهرنیو چارو وزارت د زمري میاشتې په نهمه اعلان وکړ چې په اروپا کې له څو محدودو سفارتونو او قونسلګریو پرته د نورو سفارتونو او قونسلګریو له‌خوا د پاسپورټونو د تمدید او نورو سندونو په ګډون د دوی له‌خوا ترسره کېدونکي خدمتونه ورته رسمیت نه‌‌لري.

خو معلومه نه‌ده چې د ډنمارک دغه پرېکړه د طالبانو له هغه اقدام سره کوم تړاو لري او که نه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG